د افانانو لپاره کلتوري ټکان

جګړى او بربريت د دغه لرغوني ملت ميراث ته نه جوړيدونکى زيان ور اړولى دى.

د افانانو لپاره کلتوري ټکان

جګړى او بربريت د دغه لرغوني ملت ميراث ته نه جوړيدونکى زيان ور اړولى دى.

پداسى حال کى چى د دوو لسيزو له جګړى وروسته د افغانستان د اقتصاد او بنسټيز جوړښت زيانونه په واضح ډول د هر چا لخوا ليدل کيږي ، ډير افغانان په دى باور دي چى د دوى ملي کلتور ته را اوړيدلى زيان دومره جدي دى چى څه برخه يي لا د جبران وړ نه ده.


ځينى زيانونه لکه د نولس سوه او نويمو کلونو په لومړيو کى د سيالو اسلام پالو مجاهد ډلو تر منځ د جګړى پر مهال د کابل د موزيم په سلو کى د ٧٠ لوټ او تالا کيدل او د سختګيرو طالبانو لخوا د بودا د سترو مجسمو ورانيدل و چى له ملت څخه واخيستل شول.


خو ځينى برخى يي ډيرى څرګندى نه دي لکه د هندي فلومونو او موزيک اوسنى شهرت په ځانګړي توګه د ځوانانو تر منځ پداسى حالت کى رامنځ ته کيږي تر څو هغه خاليګاه ډکه کړي چى د افغانستان موزيک غږونکي او فلم جوړونکي د شوروي د اشغال د ٢٣ کلنى جګړى پر مهال چى د يوى يا بلى ډلى لخوا وژل شوي او يا دى ته اړ شوي دي چى له هيواد څخه ووځي.


له يوه کال څخه زياته موده وړاندى ، نژدى دوه مليونه افغانان ، چى پکښى هنرمندان، او سندرغاړي هم و هيواد ته راستانه شوي دي. پداسى حال کى چى د دوى ډيرى هڅه کوي د خپل کلتور مهمى برخى وساتي ، او ډير نور د سندرغاړي عظيم ګل لوګري په وينا چى هيواد ته راستون شوى د نويو مفکرو او نظرونو سره بيرته راستنيږي.


دافغانستان د ختيځ ولايت ننګرهار د راډيو او تلويزيون مشر ګلستان غالب د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: له ١٩٧٨ کال څخه وړاندى ( هغه مهال چى د شوروي په ملاتړ کمونستانو واک تر لاسه کړ) موږ ځانګړى کلتور درلود، چى طبعي او بلکل سوچه افغاني و.


که څه هم د جګړى پر مهال خلکو دا کلتور هير کړ. دا اوس مهال ، موږ خپل زوړ کلتور هير کړى او زموږ نوى کلتور لا څرګند نه دى.


د تاريخ په اوږدو کى د افغانستان جغرافيايي موقعيت داسى و چى د سوداګريزى لار نښلونکى و يعنى اروپا او منځنى ختيځ يي له هندوستان او چين سره نښلوه او پرى مختلفى اغيزى وى.


په ١٦ او ١٧ پيړيو کى د مغل امپراطورانو د واکمنۍ پر مهال هنر او موسيقي وغوړيده چى پرى د پارسي ډير نفوذ و. د امير شيرعلي خان د واکمنى پر مهال ، د ١٩ پيړۍ په لومړيو کى په افغانستان کى هندي ډوله موزيک پداسى حال کى د خلکو خوښيده چى موزيشنان او نور هنرمندان له هندوستان څخه رابلل شوي و ، چى ډيرى يي په شاهي ماڼيو کى و.


افغاني موزيک خپلو ډيرو ځانګړتياو ته په نولس سوه او شلمو کلنو کى د باچاه امان اله د پاچاهي پر مهال هغه وخت وده ورکړه چى دوه وتلي ترکي هنرمندان افغانستان ته راوبلل شول چى د موسيقي او د هنر په برخه کى په عمومي ډول روزنه ورکړي، او په نولس سوه او شپيتمو او اويايمو کلونو کى د ظاهرشاه په دوران کى دا هغه مهال وغوړيده چى ګڼ شمير وزارتونه چى د دفاع، ښوونى او روزنى او د اطلاعاتو وزارتونو د موسيقي خپل ديپارتمنتونه جوړ کړل او ښځو ته په لومړي ځل اجازه ورکړ شوه چى په عامه ځايونو کى سندرى ووايي.


بيا په ١٩٧٩ کال کى د شوروي د اشغال پير راغى ، چى له هغى وروسته نور تر د ٢٠٠١ کال پورى نزولي حالت و


يوه وتلي افغان سندرغاړي صديق قيام د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل : د روسانو د اشغال او د کورنۍ جګړى پر مهال زموږ موسيقي راوپرزيده. ځينى هنرمندان مړه شول، او نور يي له هيواد څخه ووتل. دغو دوو لسيزو افغانستان ته دومره زيان وراړولى چى تخمين يي نه شي کيدى.


ډير افغان هنرمندان د طالبانو له ړنګيدو وروسته هيواد ته راستانه شوي او د خپلى دوديزى موسيقۍ په غږولو يي پيل کړيدى. ډيرى وايي دوى لا هم د دودپاله عناصرو له خوا چى د طالبانو حکم يي مانه چى موسيقي د اسلام ضد ده ، له دښمنۍ سره مخامخ دي، او نور بيا ويني چى خلک د دوى موزيک نه خوښوي.


د کابل د موسيقۍ د يوى ډلى مشر رسول زمري د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: چى خلک بهرنۍ سندري د سپوږمکۍ له لارى پر تلويزيون ننداره کړي نو له موږ غواړي چى هغه سندرى ورته ووايو. اکثره په محافلو کى خلک د هندي سندرو غوښتنه کوي. دوى راک موزيک او عصري تجهيزاتو ته لومړيتوب ورکوي.


د افغان هنرمندانو د اتحاديي پخوانى مشر دليل وايي: د افغانستان اصلي موسيقي سيمه اييزه فلکلوريکه موسيقي ده، خو اوس هر څه بدل شويدي، او نوى نسل دا موسيقي نه خوښوي. هغه وويل د ستونځى يو دليل پخپله د موسيقۍ بدلون دى ځکه له پخوانيو خاموشه عشقي او رومانتيکو نغمو څخه چى د ١٩٧٨ کال څخه وړاندى يي شهرت درلود بيا تر ملي او جنګي ډوله سندرو.


د افغانستان د دولتي راډيو او ټلويزيون يوه پروډيوسر عبدالغياث واحدي د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: د ستونځى بله برخه فلمونه ، او د سيمه اييزه فلم جوړونکو له پاره د بوديجى نشتوالى دى. دا اوس مهال خلک د کابل په سينماګانو کى د هندي فلمونو ننداره کوي، او د کابل ډير اوسيدونکي ورته د سيمه اييزه فلمونو پر ځاى لومړيتوب ورکوي.


د تيارو د عمومي احساس سره سره، په ډيرو برخو کى د رغيدنى نښى نښانى ليدل کيږي. د کابل د پوهنتون د موسيقي او ښکلو هنرونو فاکولته چى د کورنى جګړى پر مهال په شديده توګه زيانمنه شوى او د طالبانو له خوا د موسيقي له آلاتو او وسايلو بى برخى شوى ، يو ځل بيا پداسى حال کى په کار پيل کړى چى د موسيقي د غږولو له پاره وسايل، د مجسمو د جوړولو لپاره ډبرى او دنورو وسايلو د جوړولو لپاره ځانګړى خټه نه لري.


د فاکولتى ريس فاروق فرياد د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: له طالبانو وړاندى موږ ٥٠ استادان او ٣٠٠ زده کوونکي درلودل. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يوازى ٧ ښوونکي او ٧ زده کوونکي پاتى و. اوس ١٧ استادان او ٨٥ زده کوونکي لرو.


تيمورشاه حکميار د افغانستان د هنرمندانانو د اتحاديي ريس چى په کابل او ولاياتو کى ٣٠٠٠ غړي لري وويل: دوى هڅه کوي افغان هنرمندانو ته د روزنيزو کورسونو په جوړولو او هغوى ته د کار د امکاناتو په پيدا کولو له هغوى سره مرسته وکړي.


هغه وويل: موږ له صفر څخه پيل کړى او هيڅ مو هم نه درلودل. زموږ کلتور ته د دوو لسيزو په جګړه کى ډير زيان ور رسيدلى ، خو موږ لاهم هغه ژوندى ساتلى.


د افغانستان د سينماګرانو د اتحاديي مشر موسى رادمنش چى د ډيرو نورو هنرمندانو په شان د جګړى د کلونو پر مهال بهر ته تللى و ، له راستنيدو وروسته پر نوي فلم کار کوي. هغه د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: په تيرو وختونو کى فلمونه د حکومت د تګلارى سره سم جوړيدل ، خو اوس موږ خپلواکه کيدى شو. ما پخپل يوه نوي فلم کى د ټولنيز خپګان او بحرانونو تصوير انځور کړى . موږ هڅه کوو داسى فلمونه جوړ کړو چى افغاني سينما خپل ملي هويت بيرته تر لاسه کړي.


يوه برخه چى د غوړيدو په حال کى ده هغه شعر او شاعري ده او هره اوونۍ د اطلاعاتو او کلتور د وزارت له خوا په پښتو او دري ژبه چى د افغانستان لويي ژبى دي مشاعرى کيږي.


د موسيقي په برخه کى هم هڅى روانى دي چى د دوديزى موسيقۍ شهرت بيا پلى شي. انټونيوز چى يو نړيوال سازمان دى ، د سيمه اييزه مطبوعاتو او کلتور د ساتنى په برخه کى کار کوي وايي: دوى پر يوى داسى پروژى کار کوي چى د افغانستان له ټولو ٣٢ ولايتونو څخه د موسيقي ټوټى راټولى، او بيا هغه به د راډيو او تلويزيون سيمه اييزه دستګاه ګانو ته ورکول کيږي.


د انټرنيوز ډايرکتر جان ويسټ د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: د دى په نتيجه کى موږ هيله لرو چى د افغانستان خلک به د خپل هيواد له موسيقي او کلتور سره آشنا شي.


Frontline Updates
Support local journalists