بدخشيان کانالونه بدلوي

د تلويزون هغه يوازينى سټيشن چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال فعاله وو، اوس د خپل پايښت هلى ځلى کوي.

بدخشيان کانالونه بدلوي

د تلويزون هغه يوازينى سټيشن چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال فعاله وو، اوس د خپل پايښت هلى ځلى کوي.

Thursday, 3 March, 2005

د فيض آباد تلويزون چې کلونه ئي د طالبانو له قوانينو څخه سر غړونه کوله ، اوس د يوه نوي ګواښ سره مخامخ دى.


د افغانستان د ليري شمال ختځ په ولايت بدخشان کې د تلويزون تماپاچيان د نوموړي ولايت د تلويزون د خراب کيفيت او معيار پروګرامونه نه ګوري او پر ځاي ئي د سټلايټ يا مصنوعئ سپوږمۍ له لاري د پاکستان او هند د خبرونو، د ساتيري پروګرامونو او فلمونو تماشا کوي.


د مصنوعئ سپوږمۍ تلويزوني پروګرامونه نه يوازي روښانه او ځلانده دي، بلکي د فيض آباد د اوسيدونکو دپاره د محالي تلويزون د لسو سختو سانسورشوو فلمونو د پرله پسي ښودلو او د بدخشان د والي سيد محمد آمين د غونډو او ولسي ويناګانو د بي پايه تلويزوني پروګرامونو څخه يوه تفريح ده.


هاشم چې د فيض آباد د زاړه ښار يو خياط دي، دجګړي او سولي و راپور ورکونکې ټولني ته وويل: د ښار د خلکو په منځ کى يوه ټوکه خپره شويده چي يو سړى د تلويزيون د رانيولو يوه پلورنځي ته ورغى او د يوه داسى تلويزيون د رانيولو غوښتنه ئي وکړه چى د والي تصوير ښکاره نه کړي.


د فيض آباد د تلويزون سټيشن په (١٩٨٥) ميلادي کال کى د روسانو د اشغال په وخت کې افتتاح شو چى د کابل د تلويزون پروګرامونه ئي ښودل. خو کله چې مجاهدينو په (١٩٩٢) ميلادي کال کى کابل ته ور ننوتل، نو څو مياشتى وروسته ئي د نوموړي ښار د تلويزون د خپرولو مرکز وران کړ، خو د افغانستان په نورو ولايتونو کى د تلويزيون کوچينيو سټيشنو د کابل د تلويزون پرته د خپلو پروګرامونو خپرولو ته دوام ورکړ.


نوموړو سټيشنو بي له کومى بوديجى څخه د خپل ارشيف د پروګرامونو او خبرونو خپرولو ته چى د نړيوالو خبري آژانسونود راپورونو څخه ئي جوړول، دوام ورکړ.


د فيض آباد د تلويزون اوسنى حالت د (١٩٩٠) ميلادي لسيزى په شان دى چى د طالبانو څخه ئي سرغړونه کوله او په داسى حال کى ئي د منيژى رسولي په نامه يوه ميرمن د تلويزوني پروګرامونو د وړاندى کولو دپاره استخدام کړى وه چى طالبانو ميرمنى د کور څخه بهر د کارونو څخه منع کړى وى. طالبانو تلويزون غير اسلامي بللى او خلک ئي د تلويزون له ليدو څخه بى برخى کړي وو، خو هغوى و نه کړاي ى شو چى د فيض آباد ښار ونيسي او له همدى امله د نوموړي ښار تلويزيون خپلو خپرونو ته دوام ورکاوه.


نن که څه همدغه سټيشن د مالي ستونځو سره مخامخ دى، خو بيا هم د ماشومانو دخيريه مؤسيسى يونيسف د فلمونو او سامان اﻻتو د مرستو له امله خپلو خپرونو ته دوام ورکوي. د همدى ستونځو برسيره بيا هم تلويزون ادعا کي چى هر ماښام د (٥٠٠٠٠) تنو په شا او خوا کى خلک د دوى پروګرامونه ويني. خو که همدا تلويزون د خپلو پروګرامونو په کيفيت او معيار کې پرمختګ رامنځ ته نه کړي، نو د ليدونکو په شمير کې به ئي ډير کموالى راشي. د فيض آباد د تلويزون رئيس محمد دين خاواني دا ومنله چې د دوى د پروګرامونو کيفيت سم نه دى، خو د همدى ستونځى مسله ئي د پرمخ تللو تخنيکي اسانتياو نشتوالې او د خپلو (١٨) کارکونکو او همکارانو د معاشونو کموالى وباله. نوموړي زياته کړه: زموئږ دوو ډيرو تجربه کارو کارکوونکو خپل کار خوشى کړ او په يوه بهرني غير حکومتي مؤسسه کې ئي د امنيتي محافظينو په حيث کار پيل کړ.


همدارنګه رسمي سانسور د فيض آباد د تلويزون د ليدونکو د کموالي سبب کيږي. د يوى وروستۍ مطبوعاتي لايحى پر اساس بايد د هندي فلمونو او تفريحي پروګرامونوڅخه دمينى صحنى ليرى شي. يوه سيمه اييز کارګر عبدالله وويل: يو درى ساعته هندي فلم د سانسور له امله يو نيم ساعت ته را کم کړه شي او له همدى امله د فلم په کيسه کې لويي خلاوي رامنځ ته شي چې بيا څوک د فلم د کيسى د تعقبولو توان نه لري. نوموړي زياته کړه: دا کومه د تعجب او احيرانتيا خبره نه ده چى خلک نور د فيض آباد تلويزون نه ګوري. خو خاوني په دى ټينګار وکړ چې د هندي فلمونو سانسور يوه ستونځه نه ده او دا کار د حکومت د کلتوري پاليسيۍ او تګ لارى له امله تر سره کيږي. نوموړي زياته کړه: که څه هم يو شمير ځوانان ددى غوښتنه کوي چى بايد هندي فلمونه سانسور نه شي، خو يو ګڼ شمير خلک همدا سانسور مني او خوښوي يي.


خو د فيض آباد په بازار او کوڅو کى د نوموړي دا ادعا ناسمه ثابته شوه. د فيض آباد د تلويزيون په پلورنځيوکې په ګڼ شمير سره ايندونيزيائي او تايواني تلويزونونه او د مصنوعئ سپوږمکۍ ډيشونه يا تبخي شته دي او په (١٠٠) امريکائي ډالرو خرڅيږي چى د نوموړي ښار د تلويزون د سټيشن د بنديدو سبب کيږي.


د وچى ميوى يو پلورونکي حميد صافي وويل: په ټول فيض آباد کى د کورونو پر سر باندى يو ګڼ شمير د مصنوعي سپوږمکۍ ډيشونه ددى څرګندوى دي چى ګڼ شمير خلک چى پيسى لري، د فيض آباد د تلويزون پروګرامونه نه ويني.


عبدالولي د کابل يو آزاد او خپلواک ژورنالست دى.


Pakistan
Frontline Updates
Support local journalists