Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

آيا افغاني ترکمنان بېرته ښوونځيو ته درومي؟

د پوهنې ترکمن توکمه لومړني وزير داسې ګامونه پورته کړي، ترڅو خپل خلک ښوونځيو ته په تګ وهڅوي.
By Muhammad Tahir
.



دا د لومړني ښوونځي 40 کلنه ښوونکې په فارياب کې د ګورګان تيپې له خپل کلي څخه له دې امله وتښتېده، چې د هغې په کور کې جوړ شوي ښوونځي ته يوه شپه اور واچول شو او د هغې او د هغې د دوو اولادونو ژوند له له ګواښ سره مخامخ شو.



له نېکه مرغه دغه مهال هغه او د هغې اولادونه په کور کې نه وو. خو دې بريد شازيې ته دا مانا لرله، چې ځانته بل چېرته کوم کو راو د نفقې موندلو لاره ولټوي.



څنګه چې هغې خپل مېړه د افغانستان په جګړو کې له لاسه ورکړی و، د هغه وروستۍ هيله د هغې تره و. خو د هغې تره د ځايي خلکو د فشار له امله هغې ته د پنا ورکولو له امله ډارېده.



کوم شی، چې د هغه د ډار لامل شوی و، هغه د (نګهبان) په نوم له يوې ناحکومتي موسسې سره د شازيي تړاو و. ددې ناحکومتي موسسې په کليوالي سيمو کې خلکو ته د زده کړې په هکله معلومات چمتو کول.



د نګهبان د موسسې مشر، حليم اصفي ويل: ((په ناحکومتي موسسو کې کا رکولو ته د لوېدېځ د اجينټ په سترګه کتل کيږي. هرڅه چې کوې، کوې به يې، خو خلکو ته قناعت نه شې ورکولای. هغوی تاته د يو دښمن په سترګه ګوري، چې ګوندې د لوېديځ له خوا د ټولنيزو ارزښتونو د له منځه وړلو لپاره ګومارل شوی يې. له دې امله د شازيې په څېر د يوې ښځينه فعالې موندل ګرانه خبره ده.))



شازيه په موقتي ډول د اصفي له کورنۍ سره اوسيږي.



اصفي وويل، د ټولنی د شک ډول او هغه فشار، چې په شازيې باندې اچول شوی و، يوازې په ترکمن توکمه ټولنې کې نه دی، چې شمېره يې د افغانستان په شمال او شمال لوېديځ کې دوه درې مليونو ته رسيږي.



کوم شی، چه ډېر نهيلی کوونکی دی، هغه د ټولنيزو بدلونونو په وړاندې د هغه د خپل توکم، ترکمن، د ټولنې غير عادي ټينګ مقاومت دی. هغه ګوته څنډي، چې په دې کار به هغوی په نوي افغانستان کې د خپل پرمختګ مخه ونيسي.



اصفي له هغه وروسته د نهګبان په نوم دا موسسه جوړه کړه، چې د ترکيې په هېواد کې يې د خپلو زده کړو پر مهال د يوې کليوالي مېرمنې نوښت ته پام واوښت. د زده کړو له پای ته رسولو وروسته هغه هېواد ته د راستنېدو پرېکړه وکړه. اوس د طالبانو رژيم په 2001 کال کې نسکور شوی او د نړيوالو مرستندويو موسسو په ملاتړ يې د خپلې مفکورې د پلي کولو وخت رارسيدلی دی.



د موسسې د تمويل کار د هغه لپاره يو ستونزمن کار و، خو د هغې فعال ساتل دهغه لپاره ترټولو ستونزمن کار و. ځکه د هغې په ټولنې کې قبيلوي سيبستم د هغه له موخو سره مخالف و. د کورنۍ د هرې موضوع د حل لپاره، په تېره بيا د نجونو دزده کړې موضوع، په ټولنی کې نامنلی او ناروا خبره وه، هغه چې دا شيان بيخې شخصي موضوعګاني بولي.



په افغانستان کې د هلکانو له زده کړې سره مخالفت يو غيرعادي خبره ده، خو د هغه په ټولنې کې د هلکانو د زده کړې په وړاندې هم مخالف موجود و.



اصفي وويل: ((زما پلار نالوستی دی. دا ددې مانا نه لري، چې هغه د زده کړې لپاره فرصت نه درلود. هغه مهال مرکزي حکومت دلته دوه ښوونځي جوړ کړي و، خو هيچا مينه نه درلوده، چې هغې ته خپل اولادونه وليږي.))



نوموړی زياتوي: ((هغه مهال چې (دولت) له دې ټکي خبر شو، نو لومړنۍ زده کړې يې جبري کړې. خو د پرمختګ پرځای دې نوي کار په کلي کې فساد ته لاره پرانيستله. هغو ميندو او پلرونو، چې نه يې غوښتل خپل اولادونه ښوونځي ته وليږي، ښوونکو ته به يې بډې ورکولې. په هر ډول دې پروژې ډېره موده دوام ونه کړ. ځکه په نوي يمو کلونو کې زموږ کلي ته د مجاهدينو په رارسېدو هغوی تر نورو لومړی ښوونکي تر بريدونو لاندې ونيول.))



په ترکمني سيمو کې نګهبان يوازينۍ موسسه نه ده، چې له ستونزو سره لاس او ګرېوان ده. ځايي رسنيو د هغه ښځې د تښتولو رپوټونو هم خپاره کړي، چې له يو ناحکومتي موسسې سره يې د ښوونکي په توګه په کار کولو.



په پاکستان کې د ګڼ مېشته کډوالو استازې ټولنې او همدارنګه د افغانستان په شمال کې، د ترکمن د سولې د شورا مشر، جماهير انوري په دې اند دی، د نوښت او بهرنيانو په وړاندې ډېر شک او بدګوماني له محافظه کارو اسلامي ارزښتونو څخه سرچينه اخلي، چې د نورو افغانانو له خوا د تاريخ په اوږدو کې په ترکمنانو تپل شوي دي.



هغه وايي، په اصل کې ترکمنان د زده کړې مخالف نه دي، هريو يې د ليک او لوست په بنسټونو پوهيږي. که په ښوونځيو کې يې زده کړه نه وي کړي، په جوماتونو او ديني مدرسو کې يې د هغې زده کړه کړې ده.



خو په کابل کې يو ځوان استوګن خبريال، نادر ترکمن وايي، په ديني مدرسو کې د زده کړې کچه ترکمن مشرانو ته د اړتيا وړ هغومره پوهه نه ورکوي، چې د جګړو په کلونو کې يې خپله لاره موندلای وای.



نوموړی وايي: ((په ترکمنانو کې د روڼ اندو د شمېر د لږوالي له امله هغوې تل ناپوهه پاتې شوي او په افغانستان کې د نورو تر کنترول او لاس لاندې يې ژوند تېر کړی دی. داسې څوک نه و، چې د ترکمنانو د حقونو په هکله څه ووايي، له دې امله د حکومت په ټول جوړښت کې يې په مناسبه توګه استازيتوب نه کېده.))



د افغانستان د ترکمنانو مخينه 1920 کلونو ته رسيږي او دا هغه مهال و، چې هغوی د پخواني شوروي اتحاد له يرغل څخه وروسته د منځنۍ اسيا له هېوادونو څخه تېیښتې ته اړايستل شول او د هغوی خاوره، چې اوس د ترکنستان په نوم ياديږي، ترې ونيول شوه.



هغوی د افغانستان له روان سياسي او ټولنيز جوړښت څخه په بهر پاتې کېدو وليدل، چې د پرېکړو د نيولو په بهير کې برخه وال نه دي. دا بې برخې والی د جګړو تر کلونو پورې راورسيد. په دې بهيرکې په عمومي ډول ترکمنان بې پرې پاتې شول او په پايله کې په هغوی کې داسې يو پخوانی جنګ سالار رامنځته نه شو، چې د هغوی سياسي پله درنه کړي.



ترکمنان چې د افغانستان په شمالي ولايتونو فارياب، جوزجان، بلخ او کندوز کې شيندلي پراته دي د خپلو غاليو له امله وتلی نوم لري. داغالۍ زياتره پاخه سره رنګونه لري، چې د کرکيلې ترڅنګ د هغوی دعايداتو ستره سرچينه ګڼل کيږي. کله چې يو 12 کلن هلک کروندې ته د کار لپاره ځي، نو د هغه خور په کور کې د وړو وروڼو او خويندو پالنه کوي او ميندی يې له سهاره تر ماښامه د غاليو په اوبدلو لګيا وي.



ښايي اوس هغوی ددې ستونزو د ليري کولو لپاره زرين چانس ولري، ځکه نورمحمد قرقين د افغانستان په وروستۍ کابينې کې د پوهنې د نوي وزير په توګه ټاکل شوی دی.



داسې ښکاري، چې قرقين غواړي د زده کړې په وړاندې د ترکمنانو په نظر کې بدلون راولي.



نوموړي په دې وروستيو وختونو کې د يوې نوې پروژې له لارې د لومړي ځل لپاره په ترکمني ژبې د درسي کتابونو د ليکلو کار پيل کړی دی. ترکمنانو معمولا په دري ژبه لوست کاو، چې د زياترو لږه کيو لپاره له خپلې مورنۍ ژبې پرته دويمه ژبه بلل کيږي.



ننګونې ډېرې پراخې او سترې دي. تر اوسه نوموړی وزير نه دې توانېدلای د ترکمني ژبي يو ماهر ومومي، ترڅو د زده کړې موادچمتو کړي. زيات شمېر خلک په دې اند دي، چې دا پروژه کولای شي، د خلکو په فکر کې بدلون راولي او له دې لارې به ترکمنان وکړای شي، په افغاني ټولنې کې خپل ځای ومومي.