آی ډبليو پي آر نوې پروژه پلې کړه

آی ډبليو پي آر نوې پروژه پلې کړه

Wednesday, 8 November, 2017

آی ډبليو پي آر په سيمه ييزو رسنيو کې د څېړنيز ژورناليزم د ملاتړ لپاره د نوې پروژې د لومړنۍ ډلې د روزنې پړاو بشپړ کړ.

د افغانستان د مرکزي او سويل ختيځو ولايتونو شاوخوا ٤٠ تنو ژورنالستانو او اديټورانو په يوه ورکشساپ کې گډون وکړ چې د اکتوبر په مياشت کې په کابل کې د آی ډبليو پي آر له خوا جوړ شوی وو.

ژورنالستانو او اديټورانو چې د آی ډبليو پي آر په ورکشاپ کې يې برخه اخيستې وه، وويل،  په دغو ورکشاپونو کې به د نوو معلوماتو او تجربو په ترلاسه کولو د خپل کار په وړاندې پراته خنډونه له منځه يوسو.  

روزنه د څيړنيز رپوټ د چمتو کولو او راديوې فيچرونو د عملي لارو چارو په زده کړې ولاړه وه. گډون کوونکو وويل، نوې مهارتونه يې ترلاسه کړي او کار ته په ستنيدو کې به ترې ارزښمنه گټه پورته کړي.  

په بلخ ولايت کې د ازادۍ د راديو خبريال او د ورکشاپ گډون کوونکي، احمد نادم سپهر وويل: «ما د ژورناليزم په ډېرو ورکشاپونو کې گډون کړی، خو د آی ډبليو پي آر ورکشاپ ډېر معلوماتي او مرستندوی و.»

د  امينې بابک په نامه يوې بلې گډون کوونکې د هغه له دې خبرې سره موافقه وه، ويې ويل: «دغه ورکشاپ موږ ته د کار نوې لارې چارې را زده کړې. موږ له خپلوهمکارانو او ژورنالستانو، په ځانگړي ډول د ولايتونو له هغو  سره، د خبرو اترو له لارې ډېر گټور معلومات ترلاسه کړل.»

په دويم ورکشاپ کې د باميانو، غزني، لوگر، کاپيسا او پنجشېر له ولايتونو څخه شلو تنو ژورنالستانو گډون کړی وو.   

د کليد د راديو مدير، مطيع الله سرور وويل: «موږ په لوگر ولايت کې د رسنيو په ډگر کې له ډول ډول ستونزو سره مخ کيږو. د آی ډبليو پي آر له ملگرو څخه په مننه چې د خپلو تجربو او معلوماتو له لارې يې موږ ته وښودله پر ډېرې دغو ستونزو برلاسي شو او هوارې يې کړو.»

په غزني کې د سلام وطندار د راديو خبريال، آصف غزنوي زياته کړه: «د لسگونو کتابونو د لوستلو په پرتله دغه درې ورځې موږ ته ډېرې معلوماتي وې. موږ گټور معلومات تر لاسه کړل چې کار به مو ډېر اسانه کړي.»

په درېم ورکشاپ کې د پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو ژورنالستانو گډون کړی وو.

د پکتيا ژورنالست، ساحل منگل وويل: «په دغه ورکشاپ کې د مطالعې نوي مواد وکارول شول، چې يقينا به زموږ کار اسانه کړي.» نوموړي زياته کړه، د نورو مسلکي رسنيو له شبکو سره د کار فرصت ترلاسه کول عملا ډېر گټور و.  

په خوست کې د کابل نيوز خبريال، سردار شفق وويل، له پخوا څخه د آی ډبليو پي آر رپوټونه لولم. د هغوی کره توب او توازن پر ما ډېر اغېز کړی دی.  

د آی ډبليو پي آر ټرينر، منير مهربان وويل: «په ننني افغانستان کې، چې فساد او بې عدالتي پکې له بريده وتلې، د څېړنييز رپوټ چمتو کول اسان کار نه دی. يو خبريال چې له مفسدو خلکو سره د مقابلې لپاره له قلم او کمرې پرته نور هيڅ هم نه لري، بايد پر خپلې رښتينولۍ او زړورتوب ډډه ولگوي.»

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر مسؤول، نور رحمان رحماني وويل، ددغه ورکشاپونه پنځلس کلنې تجربې لري.

هغه وويل: «هڅه کوو چې په دغه لنډ وخت کې خپلو گډون کوونکو ته د اړتيا وړ توکي چمتو کړو.» هغه زياته کړه، د روزنې (ورکشاپونه) په خپل ذات کې د زده کړې او ملاتړ د اوږد بهير يو پيل دی.

د افغانستان په سيمه ييزو رسنيو کې د څېړنيز رپوټ د ليکلو د ملاتړ او د مدني ټولنې د پياوړتيا په دغه پروژه کې د څېړنيزو رپوټونو او همدارنگه د نژدې نورو سلو اړوندو رپوټونو چمتو کول شامل دي.

Frontline Updates
Support local journalists