الوتونکي د افغانستان له خاورې ورکيږي

کروندګر اندېښمن دي چې د ناقانونه ښکار له امله د الوتونکو د ځانګړو نوږو ورکېدو [کرنيزې] ناروغۍ له کنترول څخه ايستلې دي

الوتونکي د افغانستان له خاورې ورکيږي

کروندګر اندېښمن دي چې د ناقانونه ښکار له امله د الوتونکو د ځانګړو نوږو ورکېدو [کرنيزې] ناروغۍ له کنترول څخه ايستلې دي

Common myna, a species valued by Afghans more as a supreme pest-control agent than for its ability to talk. (Photo: Yotam Orchan, Assaf Shwartz)
Common myna, a species valued by Afghans more as a supreme pest-control agent than for its ability to talk. (Photo: Yotam Orchan, Assaf Shwartz)
Saturday, 20 November, 2010

په افغانستان کې د اى ، ډبليو، پي ،آر، د خبريال، صادقبهنامليکنه

رحيم الله د جوارو په پټيو کې ولاړ دی او يو په بل پسې مږې وژني، چې د اوبو په زور له خپلو سوړو څخه راوتلې دي..

د افغانستان په لويديځ، هرات ولايت کې دا ٥٥ کلن زوړ کروندګر د آی ډبليو پي آر د خبريال په ليدو خوښ نه دی، وايي: «پرېږده چې دا مږې مړې کړم. که يو انسان زيان رسونکی وي، بايد ووژل شي، دا خو لا مږې دي.»

د رحيم الله ستړيا له مږو او ملخانو سره د يوې بايلونکې جګړې د بوختيا له امله وه، چې د هغه کرونده يې خرابوله او حاصلات يې له منځه وړل. نوموړي زيات کيمياوي توکي وکارول، خو اغېزه يې ډېره لږه وه.

د اصلي درملنې او علاج هغه الوتونکي او مرغان، چې ملخان به يې له منځه وړل او مږې به يې ورکولې، له منځه تللي وو. هغه وويل، دا الوتونکي ورځ په ورځ ورکېدل. يا به غلو ښکارچيانو وژل او پا به په دامونو کې نيول کېدل او د الوتونکو په مينه والو به پلورل کېدل.

د هرات ولايت د کرنې چارواکي ددې پخلی کوي، په پټه د الوتونکو د ښکار او قاچاق امله ملخان او نور زيان رسوونکې حشرې ډېرې او د حاصلاتو د خرابولو لامل شوي دي. د هغوی پر ځای کيمياوي درملې هم ګران بيه دي او هم د هغوی په وينا چاپېريال ککړوي.

د هرات ولايت د کرنې په رياست کې د طبيعي سرچينو د څانګې مشر، عبدالعزيز ساغري ددې کار لامل د بشري او تخنيکي سرچينو نشتوالی اوتر يوه بريده د چارواکو بې پروايي بولي.

يو شمېر نور وايي چې د افغانستان د نورو برخو په څېر په هرات کې د ځنګلونو په له منځه وړلو سربيره په پټه ښکار د ځنګله د ژوو د ځانګړو نوږو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.

د هرات په ولايت کې د ځنګلي ژوو کره شمېره په لاس کې نشته، خو له هغې سره سره هم چارواکي د يوې سروې د سرته رسولو د پلان په اړه خبرې کوي. هغوی وايي دا جوته ده چې د الوتونکو د لسګونو ځانګړو نوږو ژوند له خطر سره مخامخ دی.

پر ښکار بنديز د افغانستان په نسبتا ناقانونه چاپېريال کې ستونزمن کار بريښي.

همدارنګه د باز او باښې په څېر ژوندي ښکارچيان هم د نصواري رنګه ډلې په الوتونکو پورې اړونده مينا ښکاروي..

د هرات ولايت د چاپېريال ساتنې چارواکي وايي په دې وروستيو کې له لسو زرو څخه زياتې ميناګانې ايران ته قاچاق شوي او اوس يې شمېر لږ شوی،چې پخوا به په هر ځای کې پريمانه ليدل کېدې. د چاپېريال د ساتنې د ادارې مشر، عبدالقيوم خان آی ډبليو پي آر ته وويل، د هرات ښار شاوخوا زيات شمېر خلک د مينا ګانو له ځالو څخه د هغوی د بچيو د راټولولو له لارې پيسې ترلاسه کوي.

هغه وويل: ((دا الوتونکی په زيات شمېر ايران ته قاچاق کيږي. له دې امله نه يوازې په هرات کې، بلکې [د افغانستان] په لويديځ کې عموما ډېرې لږې موندل کيږي.))

د نورو زيات شمېر تورنو کسانوپه ډله کې يو هم د نوين د کلي اوسيدونکی، ٢٦ کلن ميراحمد دی.

هغه په کلو او بانډو ګرځي او له خلکو څخه د مينا يوبچی په ٥٠ سينټو رانيسي. بيايې هرات ته راوړي او دلته يې هره يوه په پنځه نيم ډالره پلوري. ايران ته له وړل کېدو وروسته هره دانه له ٣٠- ٤٠ ډالرو پورې پلورل کيږي.

مينا په حيرانوونکي ډول د انسان په څېر څو کلمې خبرې کوي اوله دې امله مشهوره ده. خو دا ددې معنا نه لري چې په دومره لوی شمېر دې بهر ته يوړل شي. . . .

د افغانستان د کرنې چارواکي وايي، څنګه چې پرميناګانو په ارزانه بيه او غېزمنه توګه ځمکې او کروندې له حشراتو پاکيږي، له دې امله په ايران کې تجارتي ارزښت لري.

د انجيل د ولسوالۍ د قراوزک يو کروندګر، ٥٠ کلن غلام سخي د مينا ګانو په له منځه تللو خپګان ښکاره کوي. .

کليوال به د الوتونکو د سيلونو راتګ ته خوشحالېدل، ځکه هغوی په دې پوهېدل چې له کروندو څخه يې حشرې اوچينجيان پاکوي. هغه وويل((، لس کاله وړاندې به زموږ د کلي په ونو کې په لسګونو زره ميناګانې راټولېدې او هره شپه به يې شورماشور او چاڼ چوڼ جوړ کړی وو. خواوس د هغوی نښه نښانه نشته.))

د چاپېريال د ساتنې د ادارې چارواکي، عبدالقيوم خان وويل، د افغانستان سرحدي پوليس د قاچاق د مخنيوي په اړه پوره هلې ځلې نه کوي.

هغه وويل: ((کله چې موږ د الوتونکو کوم قاچاق کوونکی ونيسو، نو پوليس وايي چې موږ د يو څو الوتونکو د نيولو په تور څوک بندي کولای نشو. دا د چاپېريال ساتنې د ادارې په مخکې ډېره لويه ستونزه ده.))

د هرات د پوليسو وياند، نورخان نيکزاد دا تورونه رد کړل. هغه وويل: ((د جمهوري رياست د فرمان له مخې دځنګلي ژوو ښکار منع دی. د مرغانو ښکارکوونکي له قانون څخه سرغړونه کوي او د بند تر سزا لاندې راځي.))

نيکزاد وويل، د چاپېريال د پاک ساتنې سيمه ييزې ادارې له پوليسوڅخه د مرستې غوښتنه نده کړې او نه يې د الوتونکو د قاچاق په اړه خبر ورکړی دی..که غوښتنه يې کړی وای، پوليسو به اجراات کړي وو.

د سيمې د سرحدي پوليسو مرستيال، امين الله ازاد بيا بل راز خبره وکړه. هغه وويل، د هغه افسران بهر ته د الوتونکو وړل قاچاق نه ګڼي.او نه هغې ته پام کوي، ځکه په دې اړه ورته تر اوسه کومه لارښوونه رسېدلې نه ده.

هغه زياته کړه: ((هرکله چې موږ ته په دې اړه کوم امر راورسېد، نو له هېواده بهر به د هر راز الوتونکي د وړلو مخه ونيسو.))

په هرات کې د ايران قونسل، حسين مير سکندري وويل، د هغه حکومت قاچاق ته پام اړولی دی. که د کومې پېښې په اړه ورته معلومات وشي، نو په اړه به يې ګام پورته کړي. د ځنګلي ژوو په هر راز ناقانونه لېږدونه کې هر ښکيل افغان اويا ايرانی دا کار په خپل سر کوي او حکومت پکې ښکېل نه دی.

سکندري وويل، ايرانيان د ميناګانو له وړلوسره هغومره مينه نه لري. په پلازمېنې، تهران او په سهيل کې د بندر عباس په څېر ډېروځايونو کې ميناګانې پيداکيږي.

د افغاني ښکاري الوتونکو اصلي بازار د خليج عربي هېوادونه دي. په دې هېوادونو کې باز ته ډېر ارزښت ورکوي.

د هرات يو ماهر قاچاق وړونکي، اجمل وويل: ((زياتره پېرېدونکي په عربي هېوادونو کې دي. الوتونکي لومړی پاکستان او بيا خليج ته وړل کيږي.))

تر ټولو ښه يې بازان دي چې د ښکار او د لوبو د ګټلو لپاره پکاريږي. خوجمال وويل، د هغوی نيول ډېر ګران دي. هغه په تېرو دوو کلونوکې يو باز هم نه دی موندلی چې ويې پلوري.

هغه وويل: ((د هغوی بيې له زرو ډالرو څخه تر سلو زرو ډالرو پورې رسيږي.))   

Afghanistan
Environment
Frontline Updates
Support local journalists