افغانستان: فبروري / مارچ ٢٠١١

آى ډبليو پي آر د انتقالي عدالت د ودې او پراختيا په موخه د پخوانيو سرغړونو په اړه د راديوي او تلويزيوني فيچرونو د چمتو کولو يوه لړۍ تر لاس لاندې نيولې ده.

افغانستان: فبروري / مارچ ٢٠١١

آى ډبليو پي آر د انتقالي عدالت د ودې او پراختيا په موخه د پخوانيو سرغړونو په اړه د راديوي او تلويزيوني فيچرونو د چمتو کولو يوه لړۍ تر لاس لاندې نيولې ده.

Thursday, 14 April, 2011

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د خبريالانو ليکنه

د افغانستان له ټولو برخوڅخه ژورنالستان د عدالت د رپوټ ورکولو په يوې پروژې کې ګډون کوي، چې په تېرو وختونو کې د بشري حقونو د سرغړونو د رابرسېره کولو په اړه به درې تصويري (وېديوي) او له ٢٠ څخه زيات راديوي مستند رپوټونه چمتو کړي.

په دې مستندو  خپرونو کې به د بشري حقونو له هغو سرغړونو څخه پرده پورته شي، چې د ١٩٧٩ – ١٩٨٩ کلونو په بهير کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له خوا د افغانستان د اشغال، د ١٩٩٠ – ١٩٩٥ کلونو کورنۍ جګړې او په ١٩٩٦ – ٢٠٠١ کلونو کې د طالبانو دواکمنۍ پر مهال سرته رسېدلې دي.       

له ٥٠ څخه زيات ژورنالستان د راديوي او تلويزيوني مستندو رپوټونو د چمتو کولو د څرنګوالي په اړه د ددو نړيوالو روزونکو تر روزنې لاندې دي. دا پروګرام  په رسمي ډول  د ٢٠١٠ کال د سپتمبر د مياشتې په وروستيوکې پيل شوى  او د اکتوبر تر ٣١ پورې به دوام ومومي.  

ددې پروژې مالي لګښت د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت په غاړه اخيستى.

د راديوي مستندو رپوټونو لارښوونه د يو افغان ژورنالست، فيروز رحيمي پر غاړه ده، چې د بي بي سي يوه تجربه لرونکى خبريال او پرديوسر دى. نوموړي د بي بي سي د نړيوال سرويس د ازبيکي خپرونو له څانګې څخه رخصت اخيستى او له آى ډبليو پي آر سره کارکوي.  

رحيمي د بلخ ولايت د مزارشريف اوسيدونکى او په کمونيستې پير کې را لوى شوى دى. هغه د طالبان د واکمنۍ د پېر په سختو جګړو  کې اوسېدلى او په مزارشريف کې د طب په پوهنځي کې له شامليدو وروسته په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو د رژيم په رانسکورېدو پسې ژورنالست شو.  

رحيمي د آى ډبليو پي آر په دې پروژې کې له ذبيح الله زيار سره په ګډه کار کوي. زيار د  آى ډبليو پي آر – افغانستان د راديو پروديوسر، د راديو يو تجربه لرونکى خبريال او د توليد تکړه ماهر دى.

تر اوسه پر شاوخوا شلو مستندو رپوټونو کار شوى چې په تېرو وختونو کې پکې د افغانستان په شمالي او لويديځو بېلا بېلو ولايتونو کې د ډله ييزو وژنو او شکنجې په ګډون له بشري حقونو څخه سرغړونې شاملې دي   په راتلونکو اوونيو کې به د افغانستان د مرکزي، ختيځو او سويلي برخو څخه نور راديوي مستند رپوټونه چمتو شي.

د هر مستند رپوټ چمتو کول له  ٦ – ٨  اوونيو پورې وخت نيسي او څه ناڅه ١٥ دقيقې به اوږد وي. دا رپوټونه به په سيمه ييزو راديوګانو او همدارنګه ملي رادېو له لارې خپاره شي.  راديوي مستند رپوټ به د خبرو په بڼه خپور شي او اورېدونکي به  تبصرو او خبرو اترو ته وهڅوي.

رحيمي وويل: "ژورنالستان زياتره  په ورځنيو موضوعګانو کار کوي. دا پروژه به هغوى ته موقع ورکړي چې له آى ډبليو پي آر سره کار وکړي، خپل مهارتونه او وړتياوې پراخه کړي او د وخت د يو پړاو کيسې  (موضوعګانې) راټولې کړي. دا (پروژه) هغوى ته موقع ورکوي چې ددې موضوعګانو تل ته لاړ شي او پلټنه وکړي."

نوموړي وويل: "هغوى به د انتقالي عدالت پر موضوعګانو يوه پلا بيا تمرکز وکړي، چې تر اوسه د افغانستان لپاره يوکړاو دى. هيله ده دا کار به دخلکو پوهه او خبرتيا لوړه کړي. هغوى [ژورنالستان] به موضوعګانې له نړيوالې کچې سره سم په ډېر متوازن ډول توليد کړي."

هغه وويل: "ژورنالستان خپلې خپلې مفکورې لري. دا کار له پروژې سره د هغوى د ډېرې مينې څرګندونه ده."

د ويديويي مستندو رپوټونو فلم  نړيوال پروديوسر، ژاوېر منزانو او د هغه مرستيال پروډيوسر، زمان محمدي جوړ کړى دى. زمان محمدي يو افغان فلم جوړوونکى دى، ډېر ويديويي فلمونه يې جوړ کړي او د توليد پراخه تجربه لري. 

منزانو په دې وروستيووختونو کې د عکس اخيستلو نړيواله جايزه ترلاسه کړې. نوموړي دا جايزه د مکسيکو په شمال کې د متحده ايالتونو او مکسيکو د پولې په اوږدو کې د نشه يې توکو له جګړې څخه په راولاړ شوي روان تاوتريخوالي کې د يو نيول شوي شخص مړينه انځوروي. هغه د نومړې موضوع په اړه يو مستند رپوټ هم چمتو کړى دى.

مستند ويديويي درېواړه رپوټونه به ٣٠ دقيقې اوږده وي او وروستني درېواړه  پړاوونه به انځور کړي، چې له بشري حقونو څخه ترکچې زياتې سرغړونې پکې شوې دي.

ويديوي مستند رپوټونه په افغانستان کې د بشري حقونو د لسګونو موسسو او د قربانيانو د دفاع د ډلو په مرسته ريسرچ او پلټل شوي دي. د فلم جوړونه ترلاسه لاندې ده او په سيمه کې به د تصويراخيستونکو ژورنالستانو روزنه  پکې شامله وي.   

منزانو وويل: "زه ډېرخوښ يم چې ددې پروژې يو برخوال يم. د افغانستان د تاريخ په تېرو دېرشو کلونو کې د ژوند د له لاسه ورکولو د ناورين يو لامل له بشري حقونو څخه بې کچه  سرغړونه ده ."

"دا مستند رپوټونه به عدالت ته د لسګونو زرو قربانيانو او د هغوى د کورنيو اړتيا روښانه کړي. څرنګه چې زيات شمېرافغانانو ماته ويلي دي، په افغانستان کې يوازې هغه مهال سوله راتلاى شي، چې عدالت تامين شي."

د افغانستان لپاره د آى ډبليو پي آر مشر، پيتر آىشتيت وويل، دا پروژه زيات مهارت او حساسيت غواړي، ځکه له بشري حقونو څخه زيات شمېر تورن سرغړوونکي لا تر اوسه هم په حکومت او د هېواد په بېلا بېلو سيموکې زيات زور او واک لري.     

آيشتيت وويل که چېرته مستند رپوټ په مناسب ډول چمتو نشي، خبريالان له جدي ستونزو سره مخامخ کېداى شي. له دې امله هر رپوټ بايد پر تاريخي کره والي متمرکز او ښه متوازن وي. ځکه زيات شمېر افغانان له بشري حقونو څخه په سرغړونو کې په يوې لارې نه، په يوې لارې ښکېل دي.

آيشتيت وويل: "موږ خپل ټول فکر د بشري حقونو د سرغړونو قربانيانو ته اړوو، ځکه د افغانستان هر وګړى کړېدلى دى. هيله من يو په افغانستان کې د ستونزې د کچې د انځورولو له لارې وکړاى شو په دې هېواد کې عدالت ته د خلکو ملاتړ راجلب کړو." 

Afghanistan
Journalism
Frontline Updates
Support local journalists