افغانستان: فبروري / مارچ ۱۱، دويمه برخه

د کاپيسا په ولايت کې د کوکنارو د مخ په زياتيونکي کرکيلې په اړه د آی ډبليو پي آر رپوټ چارواکي دې ته وهڅول چې د له منځه وړلو لپاره يې نورې پيسې ورکړي.

افغانستان: فبروري / مارچ ۱۱، دويمه برخه

د کاپيسا په ولايت کې د کوکنارو د مخ په زياتيونکي کرکيلې په اړه د آی ډبليو پي آر رپوټ چارواکي دې ته وهڅول چې د له منځه وړلو لپاره يې نورې پيسې ورکړي.

Wednesday, 4 May, 2011

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر ليکنه

د کاپيسا ولايت د تګاب د ولسوالۍ چارواکو ويلي چې په دې ولسوالۍ کې د کوکنارو د کرکيلې په اړه د آی ډبليو پي آر يو رپوټ له هغوی سره مرسته وکړه چې د نورو فصلونو د کرلو په موخه  مرکزي حکومت له کروندګرو سره د مرستې لپاره يو نيم مليون ډالر نورې  پيسې ورکړي. (وګورئ:دکوکناروکرکيليبياسرراپورتهکړ.)

نوموړې کيسه چې (د روان کال) د مارچ په دېرشمه خپره شوې، په هغه ولسوالۍ کې يې د کوکنارو د بيا کرکيلې تر شا لاملونه په ځير څيړلي؛ د اپينو په بيه کې زياتوالی او د بديل معيشت لپاره يې  له کروندګرو سره د مرستې نشتوالی په ګوته کړی و. ځايي اوسيدونکو پر حکومت پر خپلو ژمنو  د نه ودرېدو پړه اچولې، هغه چې ويلي يې و، که څوک د کوکنارو له کرکيلې لاس واخلی، مرسته به ورسره وکړي.   

ځايي چارواکو وويل، د آی ډبليو پي آر د خبريال ميوند ساپي پوښتنو، آن د رپوټ له خپرېدا دمخه، له دوی سره مرسته وکړه له ستونزې خبر شي او ويې هڅول له کابل څخه نوره مرسته وغواړي. 

د کاپيسا د ولايت د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې رئيس، عبدالحليم عيار وويل: «لومړی غواړم د آی ډبليو پي آر له خبريال څخه مننه وکړم چې  ددې ستونزې په اړه يې له موږ سره اړيکې ونيولې، د موضوع ترشا بېلابېل لاملونه او تر لاسه شوي معلومات يې راټول او وڅېړل، موضوع ته يې زموږ پام راواړاو او موږ يې جدي اقدام ته وهڅولو.»

نوموړې زياته کړه د چمتو شوو معلوماتو په رڼا کې هغوی د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې له وزارت سره غونډه وکړه، چې له امله يې په دې ولسوالۍ کې د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره د اضافي بودجې تخصيص ورکړ. 

له پيسو څخه به هم د کروندګرو د هڅونې لپاره کار واخيستل شی چې نورو کښتونو ته مخه کړي او هم په سيمه کې عايداتي سرچينې زياتې شي. 

عيار  زياته کړه: «که رسنۍ داسې هڅې پيل کړي، نو زموږ ټول کارونه به سم شي. خلک به زيات خوښ وي او حکومت ته به کوم سرخوږی پاتې نه وي.»

د تګاب ولسوالۍ يو شمېر کروندګرو وويل، موږ لومړی زموږ له کارسره د خبريال د مينې پر ښودلو ملنډې وهلې.

د سميع الله په نامه يو ځايي استوګن وويل، هغه مهال چې سپين ږيري او مشران د والي له دفتر څخه خوشحال راووتل او خبر يې راوړ چې د يو ژورنالست د کار له امله د هغوی ولسوالۍ ته يو نيم  مليون ډالر ورکړ شوي، «‎نو ماته هغه خبريال را په زړه شو، چې ويل يې زه له  آی ډپبليو پي آر سره کار کوم. له هغه سره يوه کتابچه او يو پنسل و او له ما سره يې مرکه وکړه.»

«په حقيقت کې لومړی آن ما په هغه پورې وخندل، سوچ مې وکړ چې هغه به څنګه وکړای شي په يوې کتابچې او پنسل کوم بدلون راولي. اوس پوهيږم  چې هغه پنسل څومره زور درلود.»

د تګاب ولسوالۍ د پوليسو مشر، پاچا ګل بختيار هم د ساپي ستاينه وکړه چې د هغه پام يې دې ستونزې ته واړاوه.

هغه وويل: «کله چې د آی ډبليو پي آر خبريال د کوکنارو د بيا کرکيلې په اړه راسره څو څو ځلې  اړيکې ونيولې، ما ځايي مشران او سپين ږيري راوغوښتل او موضوع مې له هغوی سره شريکه کړه. ما هغوی ته وويل کوکنار د هغوی په سيمه کې کرل شوي او بايد هغوی يې مخه ونيسي.»

بختيار وويل، مشرانو د هغه له غوښتنو سره خپله موافقه څرګنده کړه. نوموړي زياته کړه: «خبر شوم چې له غونډې وروسته په زياترو ځايونو کې کوکنار واړول شول.»

د شاهپور په نامه د تګاب د ولسوالۍ يو بل اسيدونکي وويل: «زه حيران شوم چې حکومت (څنګه) د تګاب په څېر يوې بېوزلې ولسوالۍ ته يو مليون ډالره مرسته ورکوي. اوس آن د برښنا مزي غځيږي. خدای دې له هغه چا سره ښه وکړي چې په دې کار کې يې مرسته کړې وي.»

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists