افغانستان، د تېلو «ملکه» تولیدوي

د کوچنۍ کچې محصولات چې فابریکه يې د اوښ په واسطه ګرځي.

افغانستان، د تېلو «ملکه» تولیدوي

د کوچنۍ کچې محصولات چې فابریکه يې د اوښ په واسطه ګرځي.

Producing sesame oil the old-fashioned way - with a camel. (Photo: Barat Ali Jafar)
Producing sesame oil the old-fashioned way - with a camel. (Photo: Barat Ali Jafar)
Thursday, 22 February, 2018

د عبدالرسول کورنۍ په مزارشریف ښار کې له لسګونو کلونو راهیسې د دودیزو میتودونو په کارولو له کنجد  څخه تیل تولیدوي.

نوموړي دېرش کلن سړي آی ډبلیو پي آر ته وویل: «ما ته د کنجد د تېلو کسب وکار له نیکونو راپاتې دی، چې ۴۰ کاله يې دا کار پر مخ وړی دی.» هغه وویل، د بیو ګرانوالي او د غوړیو ارزانه وارداتو په ګډه ، دده کاریې تر اغېز لاندې راوستی دی.

هغه په دوام وویل: «د کنجد تیل شل کاله دمخه په مزارشریف ښار کې پراخ خرڅلا درلود. خو نن سبا يې پېرودل او پلورل لږ شوي دي.»

«دېرش کال وړاندې به موږ د ورځې  ۱۲۰ کیلوګرامه کنجد وتیل خرڅول، خو اوس د ورځې تر ۴۰ کیلو پورې پلورلای شو.»

د کنجدو تېل یو مهال په افغانستان کې ډېر ارزښت درلود، هم مهال په پخلي کې کارول کېدل او د درملو لپاره ترې کار اخیستل کېدل.

د نوموړو تېلو تولیدوونکي وايي چې د خاموتوکو د بيو د لوړوالي او د بهرنیو ارزانه توکو له امله يې بيې راولویدلي دي. په داسې حال کې چې یو مهال په بلخ ولایت کې د کنجدو ، شړشمو او زغرو  ۸۰ فابریکې موجودې وې، خو اوس د ځايي خلکو په وینا له ۲۰ زیاتې پاتې نه دي.

هغوی همدا راز وایي  چې د دودیزې لارې دغه تولید شوي محصولات او د هغې زیاته کارونه د افغان میراث استازیتوب کوي چې ښايي له لاسه ور نه کړل شي.

سید محمد، چې په مزارشریف ښار کې د کنجدو د تېلو یوه کوچنۍ فابریکه لري، وویل: «پلار مې ماته ویلي وو چې ۴۰ کاله دمخه خلکو په کانټینرونو کې له لرو او غرنیو سیمو څخه دکنجدو تېل د څارویو په پوستکو (ژۍ) کې بازار ته راوړل.»

هغه وویل، په دغه برخه کې د نورو په څېر هغه اوس هم په زړو لارود کنجدو تخمونه پروسس کوي او فابریکې يې پر اوښانو ګرځوي.

نوموړي ۴۵ کلن سړي وویل: «که شپه او ورځ کار وکړو، نو په ۲۴ ساعتونو کې ۶۰ کیلو ګرامه د کنجدو تېل تولیدوو.» هغه زیاته کړه، هغه خپل تولیدات په اووه کیلويي لوښو کې په ۱۸ ډالرو پلوري.

جمعه وویل، مشتریان يې زیاتره د کنجدو له تېلو څخه د ځینو ناروغیو، لکه: د شکر ناروغي، د وینې د لوړ فشار او کلسترول دکنټرول  لپاره کار اخلي.

د دغه تېلو روغتیایي ګته طبي ماهرانو تایید کړې ده.

د ابو علي سینا بلخي د روغتون ډاکټر، محمد امان حیدري وویل: «د کنجدو تېل د خوړو د تېلو په لیکه کې د «ملکې» په نامه یادیږي. د کنجد تېل حیرانوونکی کیفیت لري، خلک يې یا خام خوري اویا يې په خپلو خوړو کې کاروي.»

هغه وویل، د کنجد  تېل دوینې یوډول کلسترولو (LDL) د ټیټولو او د (HDL) کلسترول د لوړولو، همدارنګه د لوړ فشار د ټیټولو او د زړه د ناروغیو لپاره کارول کیږي. په هغې کې د (اي - E) موجود ویټامین ښايي د الزایمر [د حافظې د کمزورتیا] د ناروغی د مخنیوي لامل شي.    

حیدري وویل: «ځینې خلک د کنجد تېل د پوستکي د ښکلا او نرمېدو لپاره کاروي.» هغه زیاته کړه،  د زغرو او پندانې تېل هم ډېر ګتور تېل دي.

نوموړي ډاکټر وویل، زغر نه یوازې د وینې شکر او فشار ثابت ساتي، بلکې له قلب او شریانونو سره هم مرسته کوي. سربېره پر دې د پړسوب ضد خاصیت له امله يې د نفس تنګۍ او د هډوګو په ناروغیو کې کارول کیږي.

نوموړي زیاته کړه ، هغه څوک چې د زغرو تېل کاروي، ښايي پام وکړي چې ارزانبیه وارد شوي محصول وانخلي، ځکه ورسره ناوړه زیان رسوونکي توکي ګډیږي.

د بلخ د پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد، محمد قاسم نبي زاده له دې خبرې سره موافق دی چې کورني سوداګر باید ارزانبیه، جذابو بهرنيو تولیداتو د اخیستلو هڅه ونه کړي.

هغه په دوام وویل: «دودیز تولیدات تردې کچې ګرانبیه دي چې زموږ خلک په اوسني حالت کې د هغې له اخیستلو سره مینه نه ښيي.» هغه په دوام وویل، حکومت د کورني تولیداتو په پیاوړي کولو کې پاتې راغلی دی.

نبي زاده وویل، په دولتي ملاتړ به فابریکې خپل تولیدات سم کړي او آن دا تېل کیدای شي  بهر ته صادر کړي.

په بلخ ولایت کې دکنجد  لا تر اوسه د چمتال، چاربولک، شولګرې او د البرز په غرونو او همدارنګه په جوزجان ولایت او د سرپل ولایت د کوهستاناتو په ولسوالۍ کې کرل کیږي.  

د بلخ د والي ویاند، منیر فرهاد له دې سره موافق دی چې دا به افغان کروندګرو ته یو ښه صنعت وي او آن د نشه يي توکو له سوداګرۍ سره مقابله کولای شي.

هغه وویل: «موږ باید خپل کروندګر وهڅوو  چې د کوکنارو پر ځای شړشم، پومبه او پومبه (پندانه) وکري، ځکه په دې کار ډېره ګټه کوي.» هغه ګوته وڅنډله، چې ټولې صنایع تر ګواښ لاندې دي.

نوموړي زیاته کړه «د نوې تکنالوژۍ په رامنځته کېدو او میکانیزیشن د کنجد ، شړشمو او زغرو د تېلو دودیزې فابریکې د ورکېدو له خطر سره مخ دی. ستونزمنه ده چې دکنجدو ، شړشمو او د زغرو د تېلو ګاڼۍ ګانې دې له فابریکو سره سیالي وکړای شي په داسې حال کې چې ډېر غوړي اوتیل له بهر څخه هېواد ته راوړل کیږي. د بېلګې په توګه د فابریکو تولید شوي تېل کیلو په یو ډالر ... پلورل کيږي، له دې امله به خلک غوره وبولي د ټیټې بيې تېل واخلي.»

فرهاد وویل، دا به ډېر لوی زیان وي که چېرته دا سکتور له منځه لاړ شی.

هغه وویل: «پخپله د افغاني فرهنګ په څېر، دکنجدو،  شړشمو او زغرو د تېلو فابریکې له نسلونو نسلونو موږ ته راپاتې دي.  د ا دویز پروسس، لکه څنګه چې پېړۍ دمخه و، همغسې باید زموږ د فرهنګ د یوې برخې په توګه وساتل شي.»

Support our journalists