افغانستان: د ښځينه اولاد د لرلو شرم
ښځې د نجونو د زېږولو له امله له ناوړه چلند سره مخ او درناوی يې نه کيږي.
افغانستان: د ښځينه اولاد د لرلو شرم
ښځې د نجونو د زېږولو له امله له ناوړه چلند سره مخ او درناوی يې نه کيږي.
پنځه څلوېښت کلنه جميله وايي، له دې امله چې شپږ نجونې مې زېږولي دي، په کورنۍ کې له رټنې سره مخ يم.
نوموړې ٤٥ کلنې مېرمنې، چې د ختيځ ولايت، ننگرهار اوسيدونکې ده، وويل، لوڼې يې هم وهل ډبول کيږي او ناوړه چلند ورسره کيږي.
هغې وويل: «کله چې مې شپږم ځل هم لور وزيږوله، د کورنيو ټولو غړو راسره خبرې بس کړې. آن د ناروغۍ په بستر کې مې مېړه ووهلم. ژوند مې تر دې کچې ستونزمن شوی، چې پر مرگ رضا شوې يم.»
د افغانانو ځانساتي دودونو تل د زوی زوکړې ته پر لور اهميت ورکړی دی. هلک ته د کورنۍ د اقتصادي امنيت د تضمينوونکي او په ځانگړي ډول په ننگرهار کې، چې زياتره اوسيدونکي يې پښتانه دي، په راتلونکې کې د کورنۍ د حقونو د مدافع او د عزت د ساتونکي په سترگه کتل کيږي.
په لويو ښارونو او د زده کړو لرونکو کورنيو کې دا چار چلند د بدلون په حال کې دې، خو له هغې سره سره کله ناکله هغه ښځې، چې ونشي کړای نارينه اولاد وزېږوي، له ناوړه چلند سره مخ، ټپي او آن وژل کيږي.
د دې لپاره چې په راتلونکې کې څوک نارينه ځايناستی (وارث) ولرلای شي، نارينه گان زياتره نور ودونه کوي.
دا خبره د ننگرهار د هسکې مېنې د ولسوالۍ اوسيدونکې، ٣٩ کلنې ماه نور د ژوند تجربه ده. نوموړې په ژړا خپله کيسه کوله.
هغې وويل: «تل به مې خسر، خواښې او د کورنۍ نورو غړو تر ذهني فشار لاندې نيولم. له هغه ووروسته چې مې لوڼې وزېږېدې، مېړه مې هم راته ستونزې او خپگان رامنځته کړ.»
نوموړې په دوام وويل: «زما د دويمې لوڼې له زېږېدو وروسته ټولې کورنۍ راباندې سترگې پټې کړې او بد چلند يې را سره پيل کړ. وروسته مې مېړه راته د بلې ښځې د کولو خبره وکړه.»
نارينه وايي، که چېرته يې مېرمن نارينه اولاد رانه وړي، نو د ټولنې له پېغورونو سره مخامخ کيږي.
د جبارخان په نامه يوه ځايي اوسېدونکې وويل: «زه دوې مېرمنې لرم. دواړو راته شپږ لوڼې راوړي. زوی نه لرم. خلک د زوی د نه لرلو له امله راباندې ملنډې وهي او ځوروي مې. هرڅوک را څخه پوښتنه کوي، ولې دې زوی نشته؟ دغه راز پوښتنې راته غوسه راولي او کله ناکله مې له مېرمنو سره جگړه کوم او خبره تاوتريخوالي ته رسيږي.»
د داخله ناروغيو متخصص، محمد لياقت عادل د ننگرهار [ولايت] د جلال آباد په ښار کې يو کلينيک چلوي. هغه وويل، خلک پر دې نه پوهيږي چې د ماشوم جنسيت [نجلۍ يا هلک] بيولوژيکي فکتورونه ټاکي.
هغه وويل: «ښځې د ماشوم په جنسيت کې هيڅ لاس نه لري. د نارينه سپرم د دی ټاکنه کوي چې ماشوم به هلک وي يا نجلۍ.»
نوموړي د ماشوم د جنسيت د ټاکلو پر لارو رڼا واچوله. هغه زياته کړه: «که چېرته د سړي X کروموزوم په تخمه کې د ښځې له X کروموزوم سره يوځای شي، نجلۍ نړۍ ته راځي. که د نارينه Y کروموزوم د ښځې له X کروموزوم سره يوځای شي، نو هلک نړۍ ته راځي.»
اسلامي کارپوهان وايي، نه يوازې د نجلې په وړاندې تعصب منع دی، بلکې دغه نجونې خپلې کورنۍ ته نېکمرغي راولي.
ديني عالم، مولوي نويد احمد آی ډبليو پي آر ته وويل: «تر هغه چې نجلۍ د پلار په کور کې ده، د هغوی د جنت کلي ده. کله چې واده شوه، د خپل مېړه ايمان بشپړوي او کله چې مور شي، جنت به يې تر پښو لاندې وي.»
نوموړي په دوام وويل: «د يوې نجلۍ له تولد وروسته تر٤٠ ورځو پورې د هغې پر کورنۍ د خدای رحمت اوري. موږ بايد د نجلۍ پر زېږېدو خوشاله اوسو. هغې ته بې احترامي ونه کړو، و نه يې وهو او يا مور ته د نجلۍ تر زېږېدو وروسته سپکاوی ونه کړو.»
هغه وويل: «هر هغه څوک چې يوه مور د نجلۍ د زېږولو له امله له ستونزو سره مخ کوي او سپکاوی ورته کوي، د الله جل جلاله له ملامتۍ او سزا سره به مخ شي.»
ټولنيز فعال، نصرت الله وويل، داسې بريښي چې ټولنيز تعصب نه ايل کېدونکی دی.
هغه وويل: «دا موضوع پرېشانوونکې او له شرم څخه ډکه ده. موږ د خپلو اندېښنو په اړه له حکومتي چارواکو سره خبرې کړي او په ډېرو غونډو، کنفرانسونو او ورکشاپونو کې مو دا موضوع ياده کړې، خو تر اوسه دې ستونزې ته د هوارۍ کومه لار پيدا شوې نه ده.»
د ننگرهار د ولايتي شورا غړې، نيلوفر عزيزي له دې خبرې سره موافقه ده، هغې وويل: «ما په دې اړه په سلگونو کيسې اورېدلي چې ميندې د نجونو له زيږولو وروسته له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ شوي دي. دا کيسې ډېرې غموونکي دي.»
نوموړې وويل: «موږ د ښځو ستونزې د افغانستان د بشري حقونو له خپلواک کميسيون، د ښځو د چارو له وزارت او نورو ورته موسسو سره شرېکې کړي دي. هغوی د دې موضوع د هوارولو لپاره د خلکو د معلوماتو د کچې د لوړلو پروگرامونه پلي کړي دي.»
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د ښځو د څانگې مشرې، شريفې آی ډبليو پي آر ته وويل، هغې په خپلو سترگو ليدلي چې د لوڼو د راوړلو له امله ميندې تر کومې کچې له ناسم چلند سره مخ شوي دي.
هغې وويل: «ما [د ننگرهار د عامې روغتيا] په روغتون کې يوه پېښه ولېده، يوه مېرمن د نجلۍ له راوړلو وروسته د خپل مېړه له خوا گواښونو او سپکاوي سره مخامخ شوې وه. له نېکه مرغه موږ وکړای شول له هغې سره مرسته وکړو.»
يو شمېر ښځو، چې له ورته حالتونو سره مخ شوې وې، موږ ته مراجعه کړې، هغې وويل، «د دې ستونزې په اړه ښځې نشي کولای خپل غږ پورته کړي.»
شريفي په دوام وويل، دا اړينه خبره ده چې د دې چار چلند د بدلون په اړه د رسنيو او اسلامي عالمانو له لارې خپل غږونه پورته کړو. هغې زياته کړه: «موږ نه يوازې په ښارونو کې د معلوماتو د لوړولو پروگرامونه پر مخ وړ، بلکې په ولسواليو هم دا کار کوو.»
د ښځو د چارو ولايتي رئيسه، انيسه عمراني له دې خبرې سره موافقه وه، چې د ټولنيز فشار له لارې د گوتو په شمېر ښځې په رسمي ډول د ناوړه چار چلن په اړه خپل شکايتونه رسولای شي.
هغې وويل: «گڼ شمېر ښځې راځي او موږ ته خپلې ستونزې بيانوي. موږ هغوی ته سلا مشورې ورکوو، خو راته وايي چې قضيې يې ثبتې نشي.» نوموړې زياته کړه، د هغی له ډېرې مرستې سره سره لږې پايلې لاسته راغلي دي.
هغې وويل: «د ننگرهار په ښار او ولسواليو کې د سلگونو ورکشاپونو د جوړولو او د خلکو د عامه پوهاوي له پروگرامونو سره سره موږ ډېرې مثبتې لاسته راوړنې نه لرو.»
د محب الله محب په نامه يو ارواه پوه يادونه وکړه، د نارينه د نه لرلو له امله پر ښځو فشار د هغوی د ذهني کړاو لامل کيږي.
نوموړي په دوام وويل، د دغه کار له امله هغوی د دې وس له لاسه ورکوي چې خپله کورنۍ وروزي. دا کار د هغوی د ذهني سختې ناروغۍ لامل کيږي.
محب زياته کړه: «کله چې پر ښځې فشار راوړل شي، هغه له ژور خپگان سره مخ کيږي او ښايي ځان ووژني او يا آن خپه لور ووژني. له دې امله کورنيو ته پکار ده، چې د غه موضوع په اړه ډېر حساس اوسي.»
خو دغه حساسيت د ٣٢ کلنې بس بي بي په څېر ښځو په ژوندانه کې هيڅ وجود نه لري.
هغې آی ډبليو پي ته وويل: «مېړه مې زما د ښځينه ماشوم له زېږېدو وروسته کور پرېښود او تر شلو شپو پورې رانغی.»
نوموړې مېرمنې وويل: «مېړه مې تل ماته پېغورونه راکول چې هغه ته د زوی د راوړلو جوگه نه يم. هغه ويل، ته د نورو هغو ښځو په څېر ښه ښځه نه يې، چې هلکان زېږوي.»
نوموړې په دوام وويل: «ژوند مې له ستونزو ډک دی. د مېړه د ټولو خپلوانو بدې ايسم او بې احترامي مې کوي. زه څه گناه لرم او په دې کې زه څه ملامته يم. دا کار زما په لاسونو کې نه دی. دا د الله کار دی، خو سزا ماته راکول کيږي. زه هم زوی غواړم، خو دا کار زما په واک کې نه دی.»