افغانستان: د ښځو پر تذکرو تر ټولتاکنو وړاندې سوداګرې شوې

پر تذکرو باندې ګټوره سوداګرې د ټاکنو بهیر لا پسې غیرمشروع ګرځوي.

افغانستان: د ښځو پر تذکرو تر ټولتاکنو وړاندې سوداګرې شوې

پر تذکرو باندې ګټوره سوداګرې د ټاکنو بهیر لا پسې غیرمشروع ګرځوي.

Afghan women show identification cards as they wait to cast their votes. (Photo: Banaras Khan/AFP/Getty Images)
Afghan women show identification cards as they wait to cast their votes. (Photo: Banaras Khan/AFP/Getty Images)

د افغانستان د سویل ختیځ پکتیا ولایت اوسیدونکي خبرداری ورکوي چې د ښځو پر تذکرو باندې مخ په غوړیدونکې سوداګري د تلې د میاشتې تر ټولټاکنو وړاندې زیاتوالی موندلی دی او د دې ډار شته چې په فساد ککړ نوماندان ښایې د همدې غلا شویو رایو نه ناوړه ګټه پورته کړي.

محافظه کارانه دودونه د دې سبب ګرځیدلي تر څو د پکتیا ولایت ښځې تذکرې و نه لري، کوم چې په دې را روانو ټولټاکنو کې د رای ورکولو لپاره د هغو لرل له اصلي شرطونو څخه ګڼل کېږي. وروسته له هغه چې رای ورکوونکی د نوم لیکنې په یوه مرکز کې ثبت کېږي، نو بیا د هغه په تذکره باندې شاته یو سټیکر لګول کېږي او په دې سره رای ورکوونکی د رای ورکولو جوګه ګرځي.

که څه هم د تذکرې د اخیستلو په مهال او همداشان د رای ورکولو په خاطر د همدې تذکرې د ثبت په وخت کې باید په خپله د تذکرې د څښتن موجود واوسي، خو داسې ښکاري چې ځینې سیمه ایز خلک تذکرې په یوې غیر مستقیمې لارې تر لاسه کوي.
 

په دې برخه کې ځینې خلک ادعا کوي چې هغوی له هغو ښځو سره د مرستې په خاطر چې نشي کولای په خپله راشي د دوی لپاره تذکره اخلي او سټیکر پرې لګوي، خو ځینې نور بیا همدا ګټه لرونکې ډول درغلۍ په ښکاره بڼه تر سره کوي.

د دې ولایت د میرزکې ولسوالۍ د انډوام د کلي قومي مشر، حاجي پادشاه بیا د جګړې او سولې د رپوټ ورکولو انستیتوت (IWPR) ته وویل چې زه له دوو عکاسانو سره په کلي کې وګرځیدم او هغوی د ښځو د میړونو یا نارینه خپلوانو په شتون کې د هغوی عکسونه د تذکرو لپاره اخیستل.

د حاجي پادشاه په وینا چې هغه وکولای شول چې په یوه وخت کې له ۲۰ تر ۳۰ پورې تذکرې تر لاسه کړي او بیا یې وروسته همدا تذکرې د رای ورکولو لپاره د نوم لیکنې دفترونو ته وړي تر څو هلته سټیکر پرې ولګوي.

نوموړي زیاته کړه: «زه دا کار ښځو ته د خدمت په خاطر کوم تر څو هغوی ته همدا پروسه اسانه کړم.»

خو د ځینو خلکو لپاره بیا دا کار د فساد په خاطر یوه ښه زمینه ګرځیدلې ده. حبیب ګل (مستعار نوم)، چې د څمکنۍ ولسوالۍ د سلیمانخېلو په کلي کې ژوند کوي وايې چې اوس یې د تذکرو په پیر او پلور کې ښه کاروبار جوړ کړی دی.

دغه ۴۵ کلن سړی وایي چې په دې وروستیو اوونیو کې یې د ښځو په نوم ۳۷ تذکرې پلورلې دي.

هغه وایي: «د یوې ښځینه تذکرې بیه د ۱۰ نه تر ۳۰ ډالرو په منځ کې ده.»

ځینې خلک بیا د کورنۍ د ښځینه غړو له تذکرو څخه د یوې ګټورې سرچینې په توګه ګټه پورته کوي.

۲۴ کلنه خاطره چې د ګردیز ښار د زاهوی په سیمه کې ژوند کوي وایې چې اوونۍ وړاندې، زما تره زما او زموږ د کورنۍ د شپږو ښځو لپاره د رای ورکولو لپاره چمتو شوې تذکرې کور ته راوړي.

خاطره وايي: «تیره شپه مې پلار زما له وروڼو او ترونو سره په دې بحث درلود چې دا تذکرې په کومه بیه وپلوري.»

د سیاسي چارو کارپوه، ظاهرګل ظهیر وايي چې د ښځو پر تذکرو باندې سوداګرې د ټاکنیز فساد په اړه یوه نوې رسوایې ده او د تذکرو د وېش د مرکزونو کارکوونکي ا و د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پر چارواکو باندې یې انتقاد وکړ چې نه باید دا شان درغلۍ کېدونکو تذکرو باندې ټاپه او سټیکر ووهي.

هغه وویل: «د تذکرو پیر او پلور د نوې کړکېچ د پیلیدو پیلامه ده او ښایې چې راتلونکې ټولټاکنې ناقانونه وګرځوي.»

ځینې سیمه ایز چارواکي د ښځو د تذکرو پر سر د سوداګرې موضوع ردوي.

سیداجان بسمل د پکتیا ولایت د وګړو د ثبت د مدیریت مدیر او د تذکرو د وېش مسوول دی. نوموړې د درغلۍ ټولې ادعاګانې رد کړي او زیاته یې کړه چې ښځې باید په خپله لکه د نارینه وو په څیر د تذکرو د تر لاسه کولو مرکزونو ته ورشي او په خپله خپلې تذکرې تر لاسه کړي.

بسمل وايي: «موږ هره ورځ تر ۱۰۰ زیاتې تذکرې د ښځو لپاره وېشو.»

ځینې نور خلک بیا په دې اړه چې ښځې دې د سیمه ایزو زورځواکانو له خوا په ټولټاکنو کې د هغوی په ګټه رای اچولو لپاره استعمال نشي ډېر کم ډاډه دي.

د پکتیا ولایت د ښځو د چارو د ریاست یوه استازې، موسکا منګل بیا وایي چې دا ډول درغلۍ د ښځینه اتباعو هغه بنسټیز حق چې د هېواد په دیموکراتیک بهیر کې د هغوی برخه اخیستل دي، غلا کوي. همداشان د ښځو په منځ کې دا عامه پوهاووی چې په روان کال کې ټولټاکنې تر سره کېږي، ډېر کم و.

نوموړې په پکتیا کې د همدې بې رحمه حاکمو دودونو تهت په کتو سره داسې ادامه ورکړه: «ښځې دا حق نه لري چې ځانونه نوماند او یا هم د نورو لپاره رایه وکاروي.»

منګل زیاته کړه: «دا د بښلو وړ کار نه دی چې یو میړه دې د خپلې ښځې رایه وپلوري.»

له بلې خوا، د پکتیا ولایت په زیاترو کلیو کې ښځو پر دې ټینګار درلود چې همدا دود دلته اوس هم روان دی.

د لجې منګل د ډوډی د کلي اوسیدونکې ۲۱ کلنه خاتمه بیا د جګړې او سولې د رپوټ ورکولو انستیتوت ته وویل چې پلار یې د دوی د کور د ښځو اووه تذکرې د کلي په یوه مشر باندې په ۶۰ ډالرو باندې وپلورلې.

۴۳ کلنه نسیمه، د سیدکرم ولسوالۍ د کوهسین د سیمې اوسیدونکې بیا وویل چې څو ورځې وړاندې د هغې میړه، خان زمان او ورور یې فقیر محمد کلي ته عکاس راوست تر څو عکس یې واخلي.

خو څو ورځې وروسته یې اوښی له ۱۶ تذکرو سره راغی چې پر ټولو تذکرو باندې سټیکرونه هم لګیدلي وو.

نسیمه زیاتوي: «ما د دوی له خبرو څخه دا درک کړه چې یوازې زما میړه او فقیر محمد غواړي چې دا تذکرې وپلوري.»

د زرمت ولسوالۍ د کلالګو د کلي اوسیدونکې ۵۱ کلنه بي بي حوا بیا وایي چې د میړه یې هم په دې وروستیو کې ورته تذکره واخیسته او په سیمه ایز دفتر کې یې د رای ورکولو سټیکر ورته پرې ولګاوه.

بي بي حوا وایي چې میړه یې ترې ځینې عکسونه واخیستل او راته یې وویل چې تذکره درته اخلم، خو وایې چې هېڅکله کومې رسمې ادارې ته نه یم ورغلې او تذکره یې راته راوړه.

حوا زیاته کړده: «زه یوه نالوستې ښځه یم؛ ما ته چې مې میړه هر څه ووایي زه هغه کار کوم.»

Frontline Updates
Support local journalists