افغانستان: د جنسي تحريم شرم

کله چې نارينه گان څو ښځې وکړي، احساساتي بيه يې کېدای شي ډېره لوړه وي.

افغانستان: د جنسي تحريم شرم

کله چې نارينه گان څو ښځې وکړي، احساساتي بيه يې کېدای شي ډېره لوړه وي.

An Afghan woman in central Kabul, Afghanistan.
An Afghan woman in central Kabul, Afghanistan. © Paula Bronstein /Getty Images

شپږ دېرش کلنه زرمينه په هرات کې له خپل مېړه، موټر چلوونکي جمعه گل او بنې سره اوسيږي.

هغې وويل: «ما له جمعه گل سره ١٧ کاله دمخه واده وکړ، خو له شپږو کلونو وروسته هغه بله نجلۍ واده کړه.»

له هماغه ورځې وروسته يې مېړه ورسره کوروالی نه دی کړی.

هغې وويل: «ډېره سخته ده چې د مېړه په ژوندون کې څوک د کونډتوب احساس وکړي. ماته ډېره سخته  ده چې څرگنده کړم، څنگه احساس کوم.»

زرمينې وويل، څه دپاسه لس کاله کېږي چې د ناگڼلې ښځې احساس کوم او په جنسي لحاظ مې زړه مات شوی دی. 

هغې وويل: «کله چې وغواړم له مېړه سره مې يوځای شم، خو چې ورنژدې شم، بس رټي مې. ځم او قرانکريم مچې کوم او له الله څخه زغم او بښنه غواړم، ځکه داسې کومه لار نشته چې له کوره ووځم او له بل کوم نارينه سره اړيکې ونيسم او جنسي تنده مې ماته کړم.»

تر ټولو بده دا ده، چې هغه له جمعه گل او خپلې بنې سره يوځای په يوه کور کې اوسيږي او کوټې يې يو بل ته مخامخ پرتې دي.

په اسلام کې له کوروالي وروسته د ټول ځان مينځل فرض دي، زرمينې وويل، دا څرگنده خبره ده چې د هغې مېړه او دويمه ښځه خوندور جنسي ژوند لري. 

هغې وويل: «زما له کړاوه د ډک ژوند تر ټولو ناوړه برخه تېر يوولس کلونه دي، چې سهار له خوبه د پاڅيدو پر مهال خپله بنه گورم، په شپه کې له مېړه سره له کورالي وروسته سهار غسل کوي.»

د اسلامي قانون له مخې نارينه د څلورو ښځو د ودولو حق لري، خو په دې شرط چې له ټولو سره يو خېل چلند وکړي.خو په عمل کې داسې نه ده، که مېړه بل واده وکړي، لومړنۍ مېرمن له ياده ايستل کيږي.

د افغانستان په محافظه کاره ټولنه کې په دې اړه په ښکاره خبرې کول شرم گڼل کيږي. آی ډبليو پي آر په لويديځ ولايت، هرات کې له يو شمېر ښځو سره خبرې کړي، چې ويل يې د مېړه دويم واده يې د هغوی ژوند ويجاړ کړی دی. همداراز د هغو ترخو کلونو په اوږدو کې چې له خپلو مېړنو سره يې فزيکي اړيکې نه دي نيولې، د نور اولاد د راوړلو مخه يې هم نيول شوې ده.  

گڼ شمېر اسلامي عالمان له دې سره موافق دي چې وايي، له څلورو مياشتو څخه د ډېر وخت لپاره د کوروالي نه کول منع دي. شرعي قوانين يوې ښځې ته اجازه ورکوي چې که چېرته يې مېړه د فزيکي اړتياوو د نيولو وس و نه لري، له هغه څخه طلاق وغواړي.

د هرات ولايت د حج او ديني چارو رئيس، عبدالوحيد عاصمي وويل: «په اسلام کې د واده کولو له دوو موخو څخه يوه د جنسي غوښتنو پوره کول دي. کله چې يو سړی خپله ښځه له جنسي مقاربت څخه بې برخې کړي، نو الله جل جلاله ته به د خپل عمل ځواب ورکوي.»

هغه زياته کړه: «که چېرته يوه مېرمن شکايت وکړي چې مېړه يې ورسره له مقاربت څخه سرغړوي، محکمه حق لري د هغوی تر منځ پر جلاوالي حکم وکړي.»

ټولنيز فشارونه او د خلکو د شرم له امله د گوتو په شمېر ښځې دغه گام پورته کوي.  

څلوېښت کلنه نفيسه د هرات ښار په نواباد سيمه کې اوسيږي. له پنځه ويشتو کلونو راهيسې عبدالقيوم ته واده شوې ده.

هغې وويل: «په پنځلس کلنۍ کې واده شوم. د درېم اولاد له زېږېدو وروسته مې مېړه بل واده وکړ. هغه له ما سره په تېرو ١٩ کلونو کې کوروالی نه دی کړی.»

نوموړې وويل: «ځينې شپې، چې غوښتل مې له مېړه سره مې يوځای شم، په خپله کوټه کې مې ورته د ملاستې ځای جواړو، خو هغه له دويمې ښځې سره پاتې کېده. له خپلې کوټې څخه به مې ورته غږ وکړ چې شپه له ما سره تېره کړي، خو هغه به ښکنځلم.»

نفيسې وويل، مېړه يې ورسره ناوړه چلند کاو او آن وهله يې. له دې کار څخه پنځه کلونه وروسته يې هغه د هرات په صافي آباد سيمه کې د خپل ورور کور ته ولېږله.

هغې په دوام وويل: «عبدالقيوم په دې پنځلسو کلونو کې هيڅکله زما د لېدلو لپاره زما د ورور کور ته رانغی. هيڅکله يې له ما سره د مقاربت هڅه نه ده کړې.» نوموړې زياته کړه، له هغې سره يې مالي مرسته هم نه ده کړې.

اوس نفيسه د خلکو جامې مينځي، خياطي کوي او د پستې د پاکولو په فابريکه کې کار کوي چې خپل ځان او اولادونو ته اعاشه او اباته پيدا کړي.

د نفيسې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې لا تر اوسه له مېړه څخه يې طلاق نه دی اخيستی هغې وویل (( ځکه زه يوه مسلمانه ښځه يم او له مېړه څخه د مېرمنې جلا کېدل لوی شرم گڼل کيږي.»

د هرات ولايت د ښځو د چارو رئيسې، محبوبې جمشېدي وويل، له هغو مېړونو څخه ډېر شکايتونه رارسېدلي چې نه غواړي له خپلو مېرمنو سره څملي.

هغې وويل: «ښځې زما دفتر ته راځي او پوښتنه راڅخه کوي: کله چې مو مېړونه له موږ سر کورالی ونه کړي، موږ څنگه کولای شو خپل ځانونه ارضا کړو؟»

د هرات د څارنوالۍ د جنسي تاو تريخوالي د څانگې څارنوالې، ماري ميهند يار له دې سره موافقه ده چې دا يوه ستونزه ده، خو سره له دې ښځو ته گرانه ده چې په دې اړه خبرې وکړې.

هغې وويل: «د دې حقيقت له مخې چې زموږ پر ټولنه محافظه کاره دودونه برلاسي دي، ښځې شرم گڼي چې د جنسي مقاربت له بې برخې توب څخه شکايت وکړي.»

ميهند يار په دوام وويل: «ښځې خپل شکايتونه د تاوتريخوالي په بڼه ثبتوي. کله چې موږ څېړنه کوو، کله ناکله گورو، اصلي لامل يې دا دی چې مېړه يې ورسره له کوروالي څخه غاړه غړوي.»

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د حوزوي څانگې مشر، عبدالقدير رحيمي وويل: «دا د خپگان خبره ده چې گڼ شمېر ښځې پر اسلامي قوانينو نه پوهيږي او انگيري چې مېړونه يې حق لري هغوی له مقاربت او کوروالي څخه بې برخې کړي.»

نوموړي وويل: «د هرات ډېری ښځې دا ناسم تعبير لري چې اسلام نارينه گانو ته د ډېرو ښځو د ودولو اجازه ورکړې، له دې امله هغوی د دې حق لري چې له درېم او څلورم واده وروسته خپله لومړنۍ او دويمه مېرمن له جنسي مقاربت څخه بې برخې کړي.»

دويمه يا درېمه مېرمن تل پر خپلو مېړونو زور راوړي چې خپله لومړنۍ مېرمن له مخې لرې کړي.

د ٣٠ کلن داوود مېرمن، سوميه، چې له هغه سره يې په دولس کلنې کې واده کړی، وايي: «په هرات کې مشهوره وينا ده چې وايي، ځوانه مېرمن تل رخه کوي، له دې امله نه غواړم چۍ مېړه مې له لومړۍ مېرمنې سره کوروالی وکړي.»

سوميې، چې د هرات ښار په شپږمه ناحيه کې اوسيږي، وويل، هغې د خپل مېړه له لومړۍ ښځې سره ډېره رخه درلوده. زياته يې کړه، د هغې په ټولنه کې نارينه گانو ته دا عامه خبره ده چې درې يا څلور مېرمنې واده کړي.   

هغې وويل: «له داوود سره زما د واده ١٨ کلونه تېريږي، خو نه مې په ياديږي چې کله يې مېړه پرېښی وي، له لومړۍ مېرمنې نوربي بي سره کوروالی وکړي.»

د هرات ولايت د پوليسو د قوماندانۍ د جنايي څېړنو رئيس، عبدالباري وويل، دا ستونزه ډېره پراخه ده.

هغه وويل: «زياتره نارينه گان، چې دوې مېرمنې لري، د هغوی له حقونو څخه سرغړونه کوي او نه غواړي  ورسره څملي.» هغه يادونه وکړه، دا ناشونې خبره ده جې پر موضوع څوک په څرگند ډول وپوهيږي، ځکه د گوتو په شمېر ښځو په دې اړه پوليسو ته شکايتونه کړي دي. 

نوموړي وويل: «هرات داسې يو ولايت دی چې رسم او رواج پکې ډېرې ژورې ريښې لري، له دې امله لږ شمېر خلک دغه راز موضوعگانې پوليسو ته راوړي.» هغه زياته کړه، کله چې دغه راز شکايتونه وشي، د منځگړيتوب لپاره د کلو شورا ته وړاندې کيږي.

«پوليس د خلکو دودونو  فرهنگ ته درناوی لري، له دې امله عدلي ادارو ته نه وايو چې په دغه راز قضيو کې لاس ووهي.»

آی ډبليو پي آر له يوې ښځې سره مرکه کړې، چې پتېلې يې وه پرخپل مېړه د فشار راوړلو لپاره قانوني اقدام وکړي، ترڅو ورسره يوځای شي.

د پوليسو په قوماندانۍ کې له غوښتنليک ورکولو څخه وروسته هغې له آی ډبليو پي آر سره په خبرو کې د هرات ښار د بکر آباد د سيمې اوسيدونکې ٣٠ کلنې مېرمن وويل، چې نوم يې وانخيستل شي.

هغې وويل: «لس کاله دمخه مې د پوليسو له يو افسر سره واده وکړ. دوه کاله دمخه مې مېړه له دوېمې ښځې سره بل واده وکړ او د دغه واده له مهاله هغه له ما سره مقاربت نه دی کړی.»

«ما په خپل غوښتنليک کې ليکلي چې دوه کاله کيږي له خپل مېړه څخه غواړم، له ما سره کوروالی (جنسي مقاربت) وکړي، خو نه يوازې هغه زما دا غوښتنه رد کړه، بلکې ويې وهلم.»

هغې وويل، سره له دې چې اسلام ورسره واده ته د پای د کېښودلو اجازه ورکړې، خو ډاريږي چې دا کار به يې ژوند نور هم پسې تريخ کړي. 

«له دې امله چې مور او پلار مې بېرته نه غواړي، له خپل مېړه څخه طلاق نشم اخيستلای.»

د آی ډبليو پي آر خبريال له دغې مرکې وروسته ډېر ژر وليدل چې د دغه ښځې مېړه له هغې سره مخ شو او گواښ يې ورته وکړ چې که کور ته يې ورستنه شي، نو و به يې وژني. 

نوموړي په لوړ غږ وويل: «تا ماته سپکاوی وکړ او په دې چې له تا سره مې کوروالی نه دی، کړی، د خپلو همکارانو په وړاندې دې وشرمولم.»

گڼ شمېر مېرمنې له ځان سره کړيږي او د وضعې د بدلون لپاره ورته ځان بې وسې ښکاري.

د هرات د ښار د بارامان د کوڅې اوسيدونکې، سيد بي بي په اتلس کلنۍ کې واده کړی.

اوس هغه ٤٤ کلنه ده او وايي، مېړه يې د هغې د عمر له ښځو سره لږه مينه لري.

هغې وويل: «احمد ١٤ کاله دمخه ايران ته لاړ او دويم ځل يې له يوې ايراني نجلۍ سره واده وکړ. له دغه دويم واده وروسته به په هر اوړي لس، دولس ورځې هرات ته راتله. احمد په هرات کې د اوسېدو پر مهال له ما سره يو يا دوې ځلې کوروالی کاوه.»

سيد بي بي په دوام وويل: «هر کال مې له هغه څخه غوښتل چې لږ تر لږه په هرو دوو مياشتو کې يو ځل کورته راشي، ترڅو مقاربت وکړو، خو هيڅکه هم  داسې ونشول.»

پروسږکال احمد خپله ايرانۍ ښځه طلاقه کړه او د اوړي په رخصتۍ کې يې له سيد بي بي سره ډېر په مهربانۍ چلند وکړ.

«خو هرات ته له راتگ څخه يو څو ورځې وروسته يې زموږ له يوې گاونډۍ ٢٤ کلنې نجلۍ سره درېم واده وکړ.» له دې وروستی واده څخه وروسته زما ژوند بيخي گډوډ شو.

هغوی درې واړه په يوه کور کې اوسيږي. د سيد بي بي خونه د هغې د مېړه او درېمې مېرمنې د خونې مخامخ پرته ده. هغې وويل، د هغوی ټولې عاشقانه خبرې اورېدای شي. دا کار هغې ته سپکاوی او د زغم وړ نه دی چې هغوی دواړه له يو بل سره په څرگنده جنسي مقاربت کوي.

هغې وويل: «د مېړه له درېم واده وروسته مې مېړه آن يو ځلې راسره نه دی يوځای شوی. مېړه مې له دې امله راباندې پړه اچوي، چې زه زړه يم او دايې راته په زغرده ويلي چې هغه غواړي له خپلې ٢٤ کلنې مېرمنې سر واوسيږي.»

سيد بي بي وويل، هغه د ډېر شرم له امله طلاق غوښتلای نشي. ډاريږي چې ځان او خپلې کورنۍ ته به شرم واوړي.

هغې زياته کړه: «زه به هيڅکله خپل مېړه ونه بښم چې له څو کلونو راهيسې يې زما د مېړه په توگه خپل مسؤوليت سر ته ندی رسولای.»

Frontline Updates
Support local journalists