افغانستان: د هلمند لوی پل له خطر سره مخامخ دی

ددې ډار شته که پل د ډېر تګ راتګ له امله ولويږي، نو اقتصادي اړيکې به وشليږي.

افغانستان: د هلمند لوی پل له خطر سره مخامخ دی

ددې ډار شته که پل د ډېر تګ راتګ له امله ولويږي، نو اقتصادي اړيکې به وشليږي.

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، احمد احسان ليکنه

د افغانستان په لويديځ کې د هلمند دسين دپاسه جوړ شوی لوی پل د ترافيکو تر دروند فشار لاندې خراب شوی. ځايي اوسيدونکي ډاريږي که ولويږي، نو د هېواد له بازارونو څخه به جلا شي. 

نوموړی ۱۸۰متره اوږد پل په ۱۹۵۶کال کې هغه مهال  جوړ شوی، چې امريکا د هلمند د وادي په پراختيا کې پانګه اچولې وه. 

نوموړی پل، چې د هلمند ولايت مرکز، لښکرګاه ته څېرمه جوړ شوی، د سين د هاخوا سيمې له لښکرګاه سره نښلوی او د اوږده واټن ترافيک هم له هغې ګټه اخلي.

هره ورځ شاوخوا ۲۰۰۰موټرې او لارۍ د پل له دواړو خواوو څخه تيريږي. پل د لارويانو د تګ راتګ پر مهال د هغوی تر پښو لاندې زنګيږي.

د پل ستنې ډوبې شوې دي. سمنټ خراب او ټوټه ټوټه شوي دي او اوسپنې ترې راوتلي. د باران اوبه د ويالو پر ځای د ډنډونو په سر کې ولاړې دي.

د مارجې د ولسوالۍ يو موټر چلوونکي، چې توره لونګۍ يې پر سر ده، له هغه وروسته چې له پل څخه د تېرېدو دعا يې وکړه، وويل: «پل خپل ژوند خوړلی دی. کله چې موټرې ورباندې تيريږې، خوځيږي. فکر کوې چې دادی لويږي. هرکله چې ددې پل دپاسه تېرېږو، نو سا مو تنګه، تنګه کيږي.»       

لارويان هم خپل ژوند په لاسونو کې اخلي، ځکه  دواړه خواوو ته کټارې زيانمنې شوې دي.

د څېرمه کلو او کروندو کرنيز توليدات د افغانستان ختيځو او مرکزي سيمو ته د انتقال په خاطر د سين لويديځې خواته ډېرۍ پراته دي. نور پلونه هم شته، خو يو يې هم نژدې نه دی. لښکرګاه ته نژدې دا يو پل نه دترافيک ډېر زيات کار اخستل کېږي  

د مارجې نوموړي موټر چلوونکي وويل: «موږ اندېښمن يو چې که چېرته پل ولويږي، نو له انساني زيان پرته به  له مرکز (لښکرګاه) څخه شپږ ولسوالۍ جلا شي. تر څو چې ددې موجود حکومت  چارواکی په واک پاتې وي، خدای خبر که دا پل جوړ شي.»  

د هلمند ولايتي شورا غړی، حاجی علي احمد وويل، خلک تل د پل دپاسه د تېرېدو پر مهال اندېښنو اخيستې وي. 

هغه وويل: «موږ دا اندېښنې د کلو د پراختيا او بيا جوړولو  له وزير سره شريکې کړي دي. موږ له هغه څخه د موجود پله ترڅنګ د بل پله د جوړونې غوښتنه کړې. نوموړي ژمنه کړې، خو تر اوسه مو د هلمند له خلکو (چارواکو)  څخه مثبت خبر تر لاسه کړی نه دی.»  

پر اقتصادی ارزښت سربېره،  پل امنيتي خواکونه هم په منظم ډول کاروي. نوموړي زياته کړه: «که چېرته پل ولويږي، څو (ډوله) اړيکې به زيان ومومی او پرې به شي.»    

د هلمند چارواکي  دا مني چې پل له خطر سره مخامخ دی. لامل يې د هغې زوړوالی او د درنو موټرو او لاريو تېرېدل راتېرېدل بولي.

د هلمند ولايت د فوايد عامې رئيس، عبدالقادر نصرت وويل: «پل (په يو مهال کې) د  ۲۵ټنه وزن لپاره جوړ شوی و، خو اوس پرې له پنځوسو ټنو څخه درانه ګاډي او لارۍ تيريږي. پخوا دومره زياتې موټرې په پل نه تېرېدې، خو اوس پرې هره ورځ  ۲۰۰۰موټرې تيريږي راتيريږي. له دې امله داندېښنې وړ خبره ده.»    

نصرت دا خبره ددې لپاره وکړه چې پل زيات ستراتيژيکي اقتصادي اهميت لري. د مرکزي حکومت د پاملرنې وړ دی.

هغه وويل: «ما څو څو ځلې کابل ته وړانديزونه کړی دي او له پراختيا سره په هره اړونده غونډو کې مې يادونه کړې ده. خو تر اوسه هيچا هم پرې غوږ ګرولی نه دی.»    

ترافيک پوليس وايي هغوی هر وخت د درنو موټرو د تنظيمولو هڅې کړې دی، خو ګټه يې نه ده کړې.

د هلمند ولايت د ترافيکو رئيس، عبدالرحمن عزيزي وويل: «موږ موټرچلوونکو ته څو څو ځلې ويلي، چې په يوه وخت کې دوه يا درې بار شوې موټرې پر پل تېرې نشي، خو هغوی زموږ خبرو ته غوږ نه نيسي. په يوه وخت پنځه يا شپږموټرې له پله تيريږي.»  

له دې اندېښنو سره سره د هلمند د والي وياند، محمد داود احمدي وويل، دمګړۍ کوم خطر متوجه نه دی.

هغه وويل: «موږ د خپلو  انجينرانو له ډلې سره غږېدلي يو. هغوی موږ ته ډاډ راکړی چې پل کومه ځانګړې ستونزه نه لري. په دې وروستيو کې د موټرو شمېره ډېره شوې، له دې امله پل خوځيږي.»  

احمدي وويل، ځايي چارواکي له مرکزي حکومت سره په تماس کې دي، چې يو بل موازي پل جوړ کړي.     

د هلمند هغه اوسيدونکي دا خبرې نشي ډاډمنولای، چې له پل څخه هره ورځ تيريږي راتيريږي.  

د ګل محمد په نامه د لارۍ يو موټر چلوونکی، چې د فارم محصولات لښکرګاه ته راوړي، وويل: «چارواکي په مزو چړچو اخته دي. هغوی د خلکو پروا نه لري. پل د اعتماد وړ نه دی. تاته وايم. که چېرته ولويږي، د هلمند خلک به په سوال او درويزه ګرۍ لاس پورې کړي.»

ګل محمد وويل، له پل څخه د تېرېو په اړه د هغه په زړه پورې لاره داده، تر هغه پورې انتظار وباسي چې ترافيک لږ شي او بيا چې څومره کولای شي، په بيړه له هغه تېر شي.

د مارجې ولسوالۍ يو  ۷۰کلن زوړ بزګر د پله له جوړېدو (۱۹۵۰) دمخه وختونه ياد کړل.

نوموړي بزګر وويل: «ښه مې په ياد دي، هغه مهال چې (دا) پل جوړ شوی نه و،  د هلمند خلکو ډېر خراب ژوند درلود. کله چې جوړ شو،نو ژوند ورسره ډېر بدلون وموند. زه په ټينګه وايم چې دا پل بايد زموږ د نېکمرغۍ د يوې نښې او سمبول په توګه وساتل شي.»

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists