افغانان له متحده ايالتونو سره امنيتي تړون لاسليک کوي، خو کله؟

.ولسمشر د هغه غونډې پرېکړه ونه منله چې پخپله يې رابللې وه

افغانان له متحده ايالتونو سره امنيتي تړون لاسليک کوي، خو کله؟

.ولسمشر د هغه غونډې پرېکړه ونه منله چې پخپله يې رابللې وه

US Navy serviceman on security detail in Farah province. The Afghan president is resisting conditions set out in a security pact which Washington says are essential if American forces are to remain beyond 2014. (Photo: ISAF Public Affairs)
US Navy serviceman on security detail in Farah province. The Afghan president is resisting conditions set out in a security pact which Washington says are essential if American forces are to remain beyond 2014. (Photo: ISAF Public Affairs)
Tuesday, 26 November, 2013

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د اديتور، حفيظ الله گردش ليکنه

په افغانستان کې ٢٥٠٠ د يادولو وړ کسانو له متحده ايالتونو سره تر اختلاف لاندې امنيتي تړون له کومې ستونزې پرته تصويب کړ. نوموړې غونډې په ډاگه او له تمې پرته غږ وکړ چې څومره ژر کېدای شي، دا تړون دې لاسليک شي.

دا [مشورتې] لويه جرگه پخپله ولسمشر حامد کرزي پر دوه اړخيز تړون د بحث او خبرو اترو لپاره رابللې وه. زيات شمېر څارونکي په دې اند دي، هغه دا کار د دې لپاره وکړ چې له واشنگټن سره د معاملې د دې کار دروند مسؤوليت نېغ په نېغه پخپله غاړه وانخلي. د پرېکړې لپاره د افغان ولس د استازو رابللو له لارې کرزي کولای شول پياوړی مټ ولري، خو پر ځای يې هغوی د اختلافي موضوعگانو، لکه امريکايي سرتېرو ته د قضايي خونديتوب ورکولو او يا د خلکو پر کورونو د [شپنيو] يرغلونو ودرولو، په اړه خبرې اترې وکړي.  

په دې غونډه کې لويې جرگې په ډېری رايو د نومبر په ٢٤ له څلور ورځو تودو خبرو اترو او سلا مشورو وروسته امنيتي تړون تصويب کړ. پر دې سربېره هغوی غږ وکړ چې دا تړون دې ډېر ژر پلی شي.

غونډې په پای کې يوه پرېکړه ليک هم خپور کړ او د امنيتي تړون په پاتې اختلافي ټکو يې د جوړ جاړې وړانديز وکړ.

د نوموړو سپارښتنو له مخې به متحده ايالتونه په راتلونکي کال کې د ناتو تر مشرۍ لاندې د زياترو سرتېرو له وتلو وروسته د خپلو پاتې سرتېرو قضايي خونديتوب ترلاسه کړي. هره پرېکړه به د امريکايي محاکمو له خوا په افغانستان کې ترسره کيږي. په اصولو کې د متحده ايالتونو سرتيري پر افغاني کورنو "له ځانگړو شرايطو پرته"،چې هغه هم به ورسره افغان ځواکونه ملگري وي، له يرغل څخه منع وي.

په پريکړه ليک کې راغلي دي، دوه اړخيز امنيتي تړون ښايي په يوې مياشتې کې لاسليک شي. دا کار به واشنگټن خوښ کړي چې له ٢٠١٤ کال څخه وروسته د شونتيا تر کچې د تړون پر بېړني ترلاسه کولو ټينگار کوي.

سره له دې دا د کرزي پلان نه دی، هغه غواړي لاسليک تر راتلونکي پسرلي پورې وځنډوي. دا هغه خبره ده چې د لويې جرگې په پرانيستې غونډې کې يې په تکرار کړې وه.  

د لوې جرگې په تالار کې پر دې اختلافونو ناندرۍ ووهل شوې. د لويې جرگې رئيس، پخواني دولتي مشر، صبغت الله مجددي، کرزي ته خبرداری ورکړ.

مجددي وويل: "ولسمشر بايد ژمنه وکړي چې تړون ډېر ژر لاسليک کړي. که هغه دا کار ونه کړي، نو زه به مجبور شم چې په سپينه ږيره له هېواد څخه ووځم؛ ځکه څوک زما خبره نه اوري."

په دې توگه کرزي هر هغه تړون رد کړ چې د متحده ايالتونو سرتيرو ته حق ورکوي، د افغانانو کورنو ته ورننوزي.

مجددي په ځواب کې وويل: "که امريکايان سرغړونه وکړي، نو خلک به يې په وړاندې لاريونونه وکړي. دا ولس مړ نه دي، ژوندی دی."

کرزي گوته وڅنډله، که چېرته پر کورونو يرغلونه دوام ومومي، نو تړون به باطل وي. هغه استازو ته په وينا کې وويل: "تاسو له ما غواړئ چې دا تړون په يوې مياشت کې لاسليک کړم. آيا د يوې مياشتې په موده کې سوله او امنيت په افغانستان کې ټينگيدای شي؟ که نه، نو مسؤوليت به څوک پر غاړه اخلي. البته دا به زه اوسم."

ولسمشر له خپلې لارې د هغو ټکو له امله واوښت چې د امينتي تړون په متن کې نه وو، ويې ويل، واشنگټن د ٢٠١٤ کال د اپرېل د مياشتې د ولسشمريزو ټاکنو نېټه وټاکله، چې د قانون له مخې ورته هغه نشي ودرېدای.

هغه وويل، په وروستيو خبرو اترو کې د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزير، جان کيري د امنيتي تړون د ډېر ژر لاسليک اهميت يادونه وکړه، نه د ټاکنو له بهير وروسته چې کېدای شي دويم پړاو ته د اړتيا له امله وځنډول شي.

هغه گډون کوونکو ته وويل: "ما ته دا پته ولگېده چې متحده ايالتونه غواړي په ټاکنو کې لاس ووهي. زما د دې خبرې دليل، چې موږ رڼې ټاکنې غواړو، دادی چې له کيري سره په غوڼدې کې ما ته دا ډار راپيدا شو."

د لويې جرگې گډون کوونکو د تړون د شاته اچولو له امله ډار څرگند کړ. د مرکزي افغانستان له دايکندي ولايت څخه بوستان علي فروزان وويل، امنيتي تړون د کرزي د دورې تر ټول مثبت کار دی، له دې امله يې بايد خپل ځايناستي ته پرې نږدي چې لاسليک يې کړي. 

لکه څنگه چې يې تمه کېدای شي، د خلکو نظريات د امنيتي تړون، لويې جرگې او د کرزي د چلن په اړه سره وېشلي دي.

سياسي شنونکي او د لويې جرگې غړي، عبدالغفور لېوال وويل، شرايطو د تړون لاسليک ته لاره ښه هواره کړې ده.

هغه وويل: "د افغانستان ختيځ او لويديځ گاونډيان (پاکستان او ايران) د تېرو لسو کلونو راهيسې په ناکرارۍ او د نفوذ په ډېرولو پيسې لگولي دي. هغوی به د تړون د لاسليک د مخنيوي او د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره خپل ټول ځواک وکاروي."

لېوال وويل، د راتلونکي کال د ټاکنو پر پايلو د اغېز د هڅو په اړه د کرزي اندېښنې چې هر څه  وي، "د تړون د لاسليک ځنډ به په ټاکنو کې د متحده اتيالتونو له لاسوهنې په پرتله ډېر زيانمن وي." 

د افغانستاندملى اييتلاف جبهى  په نامه د حکومت يوې لويې سياسي مخالفې ډلې د لويې جرگې له جوړېدو سره له دې امله د پرېکوڼ اعلان وکړ چې ويل يې د دا راز پرېکړو لپاره هغه [لويه جرگه] قانوني مرجع نه ده، خو اوس وايي کرزی بايد امنيتي ټړون لاسليک کړي.

د ملي ايتلاف وياند، فاصل حسين سانچارکي وپوښتل: "هغسې چېکرزيمشورتيلویه جرگه رابللېاو ویلی یېوو چېپرېکړې به يې مني، جرگې پرېکړه وکړه چې تړون بايد په يوې مياشتې کې لاسليک شي، نو اوس هغه ولې په وروستۍ ورځ نوې موضوعگانې رابرسېره کوي؟ د [تړون] په لاسليک کې ځنډ يو ډول خطا ده. کرزي غواړي له امريکا څخه دا امتياز تر لاسه کړي چې په راتلونو ټاکنو کې د هغه د خوښې د نوماند ملاتړ وکړي او ډله يې په سياسي واک کې پاتې شي."

سياسي شنونکي، جاوېد کوهستاني وويل، دا چې کرزی څه فکر کوي او يا څنگه د ځان په گټه شيان څرخوي، بېله خبره ده، خو په عملي ډول د تړون لاسليک ته د وخت ورکول يو عملي اړخ لري. 

هغه وويل: "که چېرته د مشورتي لويې جرگې سپارښتنې په تړون کې ځای شي او دا سمونونه له امريکايانو سره شريک شي، نوله شک پرته به څو مياشتې وخت ونيسي"

کوهستاني د دوه اړخيز تړون په اړه خپل نظر لري، ځکه هغه په دې اند نه دی چې امريکايي ځواکونه دې د بهرني تجاوز په وړاندې د افغانستان دفاع وکړي.

نوموړي زياته کړه: "که په تړونکېزموږ گټې ونه ساتل شي، نو که ژر لاسليک شي يا وروسته، کومه گټه نه لري."

د کابل ښار په لارو کوڅو کې له خلکو سره ابهام موجود دی.

په کابل کې د يوې نړيوالې موسسې کارکوونکی، احمد فريد د کوهستاني له نظر سره موافق دی، چې وروستي راغلي جزيات به د امنيت تړون په لاسليک کې ځنډ راولي. هغه پر امريکايانو هم پړه واچوله چې د افغانانو په وړاندې يې خپلې زيات شمېر ژمنې سرته نه دي رسولي."له دې امله اړتيا شته چې د هرې معاملې په وړاندې تضمينونه واخيستل شي."

واشنگټن پر دې فشار راوړي چې تړون له ٢٠١٣ کال څخه دمخه لاسليک شي، خو کرزی دې کار ته چمتو نه دی. همدا راز ځانگړي شرايط، لکه پر کورونو د يرغلونو پر بنديزسربېره هغه نور مخکيني شرايط هم ږدي، لکه عادلانه ټاکنې او د بشپړې سولې او ثبات تامين.

هغه مهال چې د ولسمشر بارک اوباما د امنيتي چارو سلاکارې، سوسن رايس د نومبر پر ٢٥ له ولسمشر کرزي سره وليدل، نو له هغه يې د هغه د نظر د بدلون غوښتنه وکړه.

د سپينې ماڼۍ په يوې وينا کې راغلي: "سفيرې رايس په بيا بيا وويل، له ډېر ژير لاسليک پرته به متحده ايالتونه بله چاره ونه لري، مگر دا چې له ٢٠١٤ کال څخه وروسته نوي پلانونه رامنځته شي او له مخې به يې د متحده ايالتونو او ناتو سرتيري په افغانستان کې شتون ونه لري."

د نوموړي وينا له مخې کرزي د تړون د لاسليک لپاره "نوي شرايط"رامنځته کړي او بيا يې وويل چې [تړون] به ژر لاسليک نشي.

حفيظ الله گردش په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر اديتور دی.


Afghanistan
Diplomacy
Frontline Updates
Support local journalists