افغانان فساد يو دردوونکی ميراث بولي

بډي اخيستل د سيمه ييزو او مرکزي حکومتي ادارو گډه ناروغي ده

افغانان فساد يو دردوونکی ميراث بولي

بډي اخيستل د سيمه ييزو او مرکزي حکومتي ادارو گډه ناروغي ده

Thursday, 27 November, 2014

په افغانستان کې د ای ډبلیو پی ار ژونالیستانو لیکنه

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر له خوا په وروستيو تنظيم شوو مناظرو کې برخوالو فساد د پخواني ولسمشر، حامد کرزي او د طالبانو د پېر يو گډ دردوونکی ميراث وباله.

د بادغيس، بغلان او کاپيسا ولايتونو اوسيدونکو وويل، حکومت پخپله په بډو او فساد کې ښکېل دی، نو ځکه نشي کولای په دې درېو ولايتونو کې د پراخ فساد په وړاندې مقابله وکړي.

په بغلان ولايت کې د مناظرې گډون کوونکې، بصيرې صفدري د ولايت له وياند، محمود اکمل څخه وپوښتل، ولې د دې ځای سړکونه دومره ناوړه حالت لري.

اکمل له هغې سره يوه خوله و چې د بنسټيزو خدمتونو کچه خورا ټيټه ده، ويې ويل: «د سړکونو ناوړه حالت د بغلان د ولايت نيمگړتيا نه ده، د درغلۍ سرچينه په کابل کې ده.»

د مدني ټولنې يوه استازي وويل، ولايتي اداره دنده لري چې د خپلې نيمگړتيا بار پخپلو اوږو واخلي.

د عبدالقادر په نامه د مدني ټولنې نوموړي فعال وويل: «موږ د بغلان په ځايي حکومت کې د فساد پر شتون سترگې نشو پټولای.» هغه زياته کړه، د ترهگرۍ په وړاندې روانې جگړې د دې ستونزې په وړاندې مقابله ستونزمنه کړې ده. 

په کاپيسا کې د مناظرې برخوال، د نجراب ولسوالۍ د لوکاخېلو د کلي اوسيدونکي، پيرمحمد وويل، په حکومتي پروژو کې شفافيت د فساد د مخنيوي تر ټولوغوره لاره ده.

يوه ويناوال ومنله چې بډې او شوکه په حکومتي ځايي ادارو، په تېره بيا د پوهنې په ډگر کې يوه عامه خبره ده. په مناظره کې د کاپيسا د پوهنې د رياست استازي، محمد ناصر وويل، هغه زيات ډاډمن نه دی چې د ولسمشر، اشرف غني له خوا د ماليي نوی ټاکل شوی وزير دې بنسټيز بدلونونه راوستلای شي.   

د بادغيس ولايت د مقر په ولسوالۍ کې د ځوانانو د ځايي ټولنې غړي، محمد اصف باهر وويل، په دې ولايت کې زده کړه د فساد او جگړې له امله زياته زيانمنه شوې ده.     

باهر وويل، د مقر د ښوونځيو زياتره ښوونکي له خپلو حقونو ناخبره دي او له دې امله د دايمي ښوونکو پر ځای د قرارداديانو په توگه گومارل شوي چې د قانون له مخې تر لږ حمايت لاندې دي.

هغه وويل: «حقيقت دا دی چې د پوهنې چارواکي نه يوازې هغوی ته د اصلي معاش په پرتله لږ معاش ورکوي، بلکې هره مياشت ترې بډې هم اخلي.»

د باهر د وينا له مخې د فساد او کمزوري تدريسي معيار له امله زده کوونکي ښوونځيو ته له تگ څخه زړه تورن شوي دي

Frontline Updates
Support local journalists