افغانان د پوليسو له ځورونې څخه شکايت کوي

د کاپيسا اوسيدونکي وايي کاشکې د پوليسو افسرانو د ملي اردو د افسرانو په څېر [ښه] چال چلن کولاى.

افغانان د پوليسو له ځورونې څخه شکايت کوي

د کاپيسا اوسيدونکي وايي کاشکې د پوليسو افسرانو د ملي اردو د افسرانو په څېر [ښه] چال چلن کولاى.

Villagers tend their fields in Kapisa province. (Photo: ISAF Public Affairs)
Villagers tend their fields in Kapisa province. (Photo: ISAF Public Affairs)

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، ميوند ساپي ليکنه

اوولس کلن زبير د نورو سړيو او هلکانو په منځ کې د يو جومات دېوال ته ډډه لګولې ده. لاس يې په بنداژ تړل شوى او په غاړه کې يې ځوړند دى. هغه وايي دوه اوونۍ دمخه پوليسووهلى او لاس يې ورته مات کړى دى.

هغه وويل: "له بازار څخه پر بايسکل کور ته راروان وم. پوليسو ودرولم، له کومې خبرې پرته يې تالاشي کړم او ټولې پيسې يې راڅخه واخيستې. کله چې مې خپلې پيسې ترې وغوښتې، ډېر سخت يې وډبولم، پر ټوپک يې ووهلم  او لاس يې راته مات کړ."

"چاته څوک شکايت وکړي؟ نه حکومت شته او نه کوم قانون."

د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ اوسيدونکي وايي د افغان ملي پوليسو له ځورونې څخه پوزې ته راغلي دي. هغوى شکايت کوي او وايي [د پوليس] افسران بې احترامي کوي او کله ناکله خلک وهي او آن لوټوي يې.

ځايي اوسيدونکي وايي، برعکس د افغان ملي اردو سرتيري ښه دسپلين لري او د باور وړ دي.

په تګاب کې يو ډاکتر، چې ښه يې وګڼله نوم يې وانه اخيستل شي،  وويل، يوه پلا پوليس د هغه کورته د تالاشۍ لپاره راغلل، له اجازې پرته يې بکسونه پرانيستل، دوه تومانچې او درې زره امريکايي ډالر يې له ځان سره يوړل. 

هغه وويل: "د پيسو د اخيستلو هڅه مو وکړه،  خو هيڅ شى مو لاس ته رانغلل.

په دوديز ډول په تګاب کې هره کورنۍ په کور کې يو ټوپک لري. خو کله چې پوليس وسله واخلي، حکومت ته يې نه ورکوي او پر بل چايې پلوري."

نوموړي ډاکتر زياته کړه، ملي اردو هم د هغه کور تالاشي کړى، خو له زړه سوي نه ډک چلن يې کړى دى..

هغه وويل: "هغوى لومړى په ډېر ادب راڅخه اجازه واخيسته او بيا يې په تالاشۍ پيل وکړ. کله چې يې تالاشي پاى ته ورسوله، د ملي اردو افسر خپله پته راکړه او ويې ويل که د کور د تالاشۍ پرمهال يې څه شى ورک شوى و، نو د تاوان د اخيستلو لپاره دې ورسره اړيکي ونيسي."

د ٤٠ کلن ميرزا په نامه د تګاب د ميراخيلو د کلي اوسيدونکي وويل، ملي اردو د هغه کور څو ځلي تالاشي کړ او له هغوى سره يې ډېره ښه وضعه کړې.

هغه وويل: "زه د هغوى له چال چلن څخه زيات خوښ وم. ما هغوى ته د غرمې ډوډۍ او چاى ورکړ. خو سوګند خورم که پوليس واى، نو يوه پياله چاى به مې هم ورکړى نه واى."

هغه ادعا وکړه پروسږکال پوليسو له اوسيدونکو څخه ډوډۍ او اوبه وغوښتل او د کورونو د تالاشۍ پرمهال يې کورونه ورته لوټ کړل.

ځايي اوسيدونکي وايي ملي اردو د کلو د مشرانو درناوى کوي او په سيمې کې د عملياتو او تالاش دمخه ورته معلومات ورکوي.

د تګاب اوسيدونکي ٤٢ کلن رحمت وويل: "د اردو له قوماندانانو سره په غونډو کې هغوى موږ ته د تليفون شمېرې راکوي او راته وايي چې که سرتيرو ورسره ناسم چلن وکړ نو تليفون دې ورته وکړي.  دا خبره ددې ښکارندوى ده چى اردو ښه روزل شوي ده، ځکه پوليس خپل نومونه چاته نه ورکوي."

د ځايي پوليسو يو افسر، احمد ګل د سيمې د اوسيدونکو ادعاوې رد کړې، ټينګار يې وکړ چې افسران نه بډې اخلي، نه د چا په کار کې لاس وهي او نه د تالاشۍ پر مهال غلا کوي. هغه وويل، ځايي اوسيدونکي مازې د افسرانو د پلټنې او تحقيق کار نه خوښيږي.

هغه وويل: "پوليس بايد د غلاګانو، جګړو، بډو او داسې نورو پېښو پلټنه وکړي. د پوليسو دا کار ځينو خلکو ته يو بريد او تجاوز ښکاري او له دې امله له پوليسو کرکه کوي. دا د پوليسو دنده ده چې تحقيق اوپلټنه وکړي."

نړيوالې ټولنې په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو له رانسکورېدو راوروسته په دې تمه د ملي اردو او مل يپوليسو په روزلو او سمبالولو کې ډېرې هلې ځلې وکړې، چې د ايتلافي پوځونو له وتلو وروسته به د افغانستان د امنيت د ټينګولو جوګه شي.  دمګړۍ د ملي اردو او ملي پوليسو په ليکو کې په ترتيب سره  ١٥٠٠٠٠ او ١٢٢٠٠٠  عملياتي پرسونل کار کوي.

دواړه ارګانونه د ايتلافي ځواکونوله خوا روزل شوي دي،خو عموما دا ټکى د پوهېدو وړ دى چې ملي اردو د ملي پوليسوپه پرتله ډېره مسلکي ده. د هېواد په هرځاى کې د پوليسو له چال چلن څخه خلک شکايت کوي. يوشمېر افسران له بشري حقونو څخه په سرغړونې تورن دي.

د تګاب ولسوالۍ د امنيې قوماندان وويل: "ما خلکو ته ويلي چې که پوليس له قانون څخه سرغړونه وکړي، نو سخته سزا به ورکړم. زما په اند به دا ستونزه په راتلونکې کې هواره شي." نوموړي له زياتې تبصرې ډډه وکړه، ځکه ويې ويل هغه په دې څوکۍ نوى ګومارل شوى او اوسنۍ وضعه ورته پوره روښانه، نه ده.

د کورنيو چارو د وزارت وياند، زمري بشري دا ومنله چې د پوليسو چال چلن د اندېښنې وړ خبره ده.

هغه وويل: "د خلکوادعاوې سمې دي، ځکه د پوليسو دنده سخته ده او له خلکو سره د ملي اردو په پرتله زيات اړيکي لري. طبعا د هېواد په يو شمېر سيمو کې خلک شکايت کوي.".

هغه زياته کړه: "موږ هلې ځلې کوو ددې ډاډ ترلاسه کړو چې پوليس په راتلونکې کې په ټولوسيمو کې له خلکو سره ښه وضعه وکړي، ترڅو دا ستونزه هواره شي."

د ملي اردو چارواکي وايي د اردو د ښه دسپلين ريکارډ تر يوې کچې جلب اوجذب شوو افرادو ته ددې احساس  له ورکولو سره تړاو لري، چې عادي افغانانو ته درناوى وکړي.   

د ملي دفاع وزارت وياند، جنرال ظاهر عظيمي وويل: "پر سرتېرو باندې د روزنې او تربيې پر مهال په پرله پسې ډول ټينګارکيږي چې څنګه له ځايي خلکو سره چال چلن وکړي."

يو سياسي شنونکى، نسيم له بشري سره يوه خوله دى، وايي ملي پوليس له دې امله له زياتو شکايتونو سره مخامخ کيږي، چې زياتره له خلکو سره اړيکي لري. هغه وويل که بېلارې افسران په سم ډول دسپلين ومومي، نو د پوليسو چال چلن به بهتر شي.

هغه وويل: "هغه پوليس بايد سزا وويني چې د خکو په ځورونې تورن دي او يا جنايتونو ته لاس اچوي. په دې توګه به نور په دې وپوهيږي چې د قانون په وړاندې مسؤوليت لري."

متقاعد جنرال حى ګل وايي د ملي پوليسو دسپلين د زياترو جلب او جذب شوو افرادو د مخينې له مخې کار او زيار ته اړتيا لري.  

هغه وويل: "د مسلکي افرادو په پرتله زيات شمېر جهادي قوماندانان او جنګ سالاران د پوليسو په ليکو کې ورننوتي دي. دا ستونزه ترهغه هوارېداى نشي، ترڅو پوليس مسلکي نشي."

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists