افغانان د خپل هيواد خوشي کولو ته دوام ورکوي

يوه دايمى او تل پاتى سوله ښائي د افغان پناه غوښتونکو د سيلاب مخه ونيسي.

افغانان د خپل هيواد خوشي کولو ته دوام ورکوي

يوه دايمى او تل پاتى سوله ښائي د افغان پناه غوښتونکو د سيلاب مخه ونيسي.

د بريدونو، غلاو او ځورونى برسيره بيا هم په زرګونو افغانان بريتانى ته د مهاجرت د سخت سفر کولو دپاره په کتار کى ولاړ دي.


که څه هم يو ګڼ شمير افغانان خپل هيواد د بي ثباتى له امله خوشى کوي، خو دهغوى اصلى موخه مالى هدف دى. افغان مهاجر په دى عقيده دي چى هغوى په بريتانيه کى دومره پيسي ګټلاى شي چى پخپل هيواد کى ئى په خوب هم نه شواى ليدلاى. خو حتى که هغوى وکړاى شي چى انساني قاچاق کوونکو زياتى پيسى ورکړي او د خطر څخه د ډک سفر وروسته خپل هدف ته سالم او خوندي و رسيږي، بيا هم د هغوى آينده او راتلونکى تضمين نه ده. اوس په داسي حال کى چى په افغانستان کى پس له (٢٣) کلنو جګړى څخه يوه نسبي سوله رامنځ ته شويده، ګڼ شمير افغان مهاجر دا استدلال کولاى نه شي چى د دوى ژوند پخپل هيواد کى د تهديد او ګواښ سره مخامخ دى.


په دى نژدى وختونو کى يوه ځوانه افغان کورني چى د مطبوعاتو د زياتى توجه او پاملرنى سبب شوى وه، په بريتانيه کى د اوو مياشتو د قانوني دعوى د با يللو وروسته المان ته وليږل شوه. نوموړې کورنۍ په (٢٠٠٠) ميلادى کال کى د طالبانو د رژيم له امله لومړى المان او بيا بريتانئ ته پناه وړى وه.


د لويديځى نړۍ د ګڼ شمير هيوادونو څخه غوښتنه شوى چى نور افغان پناه غوښتونکي و نه مني او هلته د نورو مهاجرو افغانانو سره خپل هيواد ته په بيا راليږنه کى مرسته وکړي. په عين وخت کى په کابل کى انتقالي اداره پر هغو پلانو کار کوي چى بهرنيو هيوادونو ته د ښه ژوند دله پاره د افغانانو د تګ مخه ونيسي.


د کابل يوه اوسيدونکي عبدالدايان چى غواړي لندن ته ولاړ شي، وويل: که په افغانستان کى سوله او ثبات را منځ ته شي، نو په دوو کلنو کى به ډير مهاجر افغانان بيرته خپل هيواد ته را وليږل شي. نوموړي زياته کړه: يو ګڼ شمير خلک نه غواړي چى په همدي هيواد کى سوله را منځ ته شي، ولى چى هغوى ته به د خپل هيواد خوشى کول يو ګران کار وي.


حاجي چى لندن ته د افغانانو د ليږلو کار کوي، د جګړي او سولي راپور ورکوونکې ټولني ته يي وويل: ما تر اوسه پورى لندن ته د (٣٠٠) څخه ډير افغانان ليږلي دي. هغه د پاکستان په پايتخت اسلام آباد کى د خپل مرکز څخه افغانان د هوا، مځکى او حتى د سمندر له لارى لندن ته ليږي.


د بريتانئ پايتخت لندن ته په جعلي اسنادو سره چى له پاکستان څخه د وتلو له پاره ور څخه کار اخستل کيږي، د هوا له لارى لندن ته د مستقيم او راساً سفر بيه (٧١) ميلون پاکستاني روپۍ چى نژدى (٣٠٠٠٠) ډالره کيږي، ده. د هغه هوائي سفر بيه چى پر لارى درى تم کيدل ولري (٤١) ميلون روپۍ او د شپږو تم ځايونو د سفر بيه (٢١) ميلون روپۍ ده. خو هغه ناداره افغانان چى د مځکى له لارى سفر کوي د هوائي لارى د مستقيم او راساً سفر نيمه بيه ورکوي.


حاجي وويل: اوس چى د افغانستان او تاجکستان تر منځ هوائي لار پرانستل شويده، نو موئږ مهاجر لومړى هلته ليږو او بيا د هغه ځاى څخه ئي د مځکى له لارى د بلاروس (سپينى روسسيي)، يوکراين، اتريش، المان او فرانسى څخه لندن ته رسوو. نوموړي زياته کړه: د همدى لارى تر ټولو سخته برخه د فرانسى او بريتانئ تر منځ د سمندر ﻻندى د تونل څخه تيريدل دي.


محمد سلطان د نوموړي تونل د خطر څخه په ډک سفر ښه خبر دى. نوموړې چى د کابل د پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي محصل دى، وويل: زما دوو ورونو د نوموړي تونل څخه د تيريدو له پاره د انسانانو يوه قاچاق کوونکي ته (٨٠٠) ډالره ور کړي وه چى هغوى يي د شلو تنو نورو مهاجرو سره په هغو نوو ګاډو کى پټ کړي وه چى د فرانسي څخه بريتاني ته د همدى تونل له لارى په ريل ګاډي کى وړل کيدل.


نوموړي زياته کړه: پر لارى په تونل کى د اکسيجن او هوا د کموالي له امله د پټ کړه شوو کسانو له ډلى څخه څلور تنه مړه شول. هغه وويل: هغه مهال چى دوى لندن ته ورسيدل، زما ورونو پوليسو ته ځانونه ور وسپارل چى لومړى هغوى د مهاجرو يوه کمپ ته وليږل شول خو وروسته ور ته په بريتانيه کي زموئږ د خپلوانو د يوى کورنى سره د اوسيدو اجازه ورکړل شوه.


محمد ولي دومره بختور نه وو. نوموړې د کابل په جنوب کي د لوګر د ولايت څخه لندن ته د مځکى له لارى په تګ باندى شپږ مياشتي تيرى کړى او په پاى کى خپل هدف ته پس له ډيرو زحمتونو اود ربړونو له ګاللو څخه هم و نه رسيد. هغه اته لکه روپى په پور اخستى وى او قاچاق کوونکو ته يي ور کړى وى. همدى قاچاق کوونکو محمد ولي او يو څو تنه نور مهاجر د ايران له لارى ترکيي ته بيولي وو.


کله چي هغوى د ترکيي څخه بلغاريي ته بيول کيدل، پر پوله د نيولو په وخت کى د پوليسو د سپو لخوا و داړل شول او هم د پوليسو لخوا ووهل شول. خو قاچاق کوونکو وکړاى شواى چي هغوى خوشى کړي. دا ځل هغه پريکړه وکړه چي د هغوى د ټپونو برسيره هغوى د ترکيي څخه يونان ته بوزي. محمد ولي وويل: موئږ دا ځل بيا د ترکيي د پوليسو لخوا ونيول شو، خو زموئږ يوولسو تنو انډيوالانو ځانونه سيند ته لاهو کړل چي شپږ تنه په سيند کي ډوب شول، ولي چي لامبو ئي زده نه وه.


د همدى ټولو ربړونو د ګاللو وروسته هغوى په داسى حال کي دافغانستان لويديځ ولايت هرات ته ورسيدل چي د روغتون جامى ئي په تن وى. محمد ولي وويل: موئږ د سيمي د خلکو په مرستو سره تر خپلو کورونو پوريى ورسيدو، خو موئږ ډير بختور وو، ولي چي ما پر لارى په واوره کي ډير مړي وليدل.


د افغانستان لنډ مهاله اداره ادعا کوي چى دوى ډير دا ډول ګامونه اوچت کړي دي چي په بهرنيو هيوادونو کي د افغانانو د پناه غوښتولو مخه ونيول شي. د کورنيو چارو د وزارت د پاسپورټونو د څانګي رئيس خان محمد وويل: د دفاع وزارت موئږ ته امر کړي دى چي د (٢٢) څخه د (٢٨) کلنو تر منځ د عمر ځوانانو ته د عسکري د مکلفيت له امله بايد پاسپورتونه ور نه کړل شي.


خو بيا هم د انتقالي ادارى په قانون کي ځينى خلاوى شته. د مثال په ډول د سوداګرۍ په اجازه ليک سره چي بيه ئي يوازى (٦٠) ډالره ده، هر څوک کولاى شي چى پاسپورټ تر لاسه کړي. د سوداګرۍ په وزارت کى د سوداګرۍ د اجازه ليکونو رئيس غلام علي د جګړى او سولي راپور ورکوونکې ټولني ته وويل: تر اوسه پوري (٢٠٠٠٠) افغانانو د سوداګرۍ اجازه ليکونه تر لاسه کړيدي، خو د زرو تنو څخه لږو سوداګرو په کار پيل کړيدى.


نوموړي زياته کړه: پاتى هغو کسانو چي د سوداګرۍ اجازه ليکونه يي تر لاسه کړيدي، هيواد يي خوشي کړيدى او زموئږ دپاره دا ګرانه ده وپوهيږو چي څوک د سوداګرۍ له پاره او څوک د هيواد د خوشى کولو له پاره د سوداګرۍ اجازه ليکونه تر لاسه کوي.


دانش کړوخيل د جنک او سولى د راپور ورکوونکې ټولني يو خبريال دى.


Frontline Updates
Support local journalists