افغان ياغيان او د هغوی تليفوني ترانې

د طالبانو ترانې د هېواد په سويل ختيځ کې له تليفونونو اورېدل کيږي.

افغان ياغيان او د هغوی تليفوني ترانې

د طالبانو ترانې د هېواد په سويل ختيځ کې له تليفونونو اورېدل کيږي.

د آی ډبليو پي آر د خبريال، هجرت الله اختيار ليکنه

دولت خان وويل: «زه يو پنځه کلن زوی لرم، موسيقي نه اوري، خو راته وايي چې د طالبانو ترانې ورته واوروم.  بيا پخپله يې هم ورسره تکراروي.»       

(د طالبانو دا ترانې) د دولت خان په ګرځنده تليفون کې ثبتې دي. نوموړی د افغانستان د ننګرهار ولايت اوسيدونکی دی. هغه او زوی يې د ياغيانو له خوا د توليد شوو ترانو او ويدويي فلمونو د زياتيدونکو مينه والو په لويې ډلې کې شامل شوي دي.  

نوموړې ترانې او ويديويي کليپونه د هغه پروپاګند يوه برخه ده چې د ياغيانو له خوا د خلکو، په تېره بيا د ځوانانو، د احساساتو د پارولو په موخه توليديږي. 

دا ترانې، چې آن د طالبانو د سوګند خوړلو دښمنانو تر منځ هره ورځ لاس به لاس کيږي، په داسې يوې لارې  څرګند ملاتړ ته د خلکو پام رااړوي، چې نه يې پخپله ياغيان کولای شي او نه حکومت.

دولت خان وويل: «زما په تليفون کې د طالبانو شاوخوا ۵۰ترانې ثبتې دي. دا ترانې له بې معنا موسيقۍ، ډهل او فلمونو څخه ډېرې ښې دي، چې د تلويزيون له لارې خپريږي. د طالبانو د ترانو په اورېدو سړی نه ګنهګاريږي. خو که تلويريون ته وګوري نو هره شېبه ګنهګاريږي.»      

ښايي موسيقي د نوموړي غورځنګ لپاره  يوازنی څرخ وي، چې له ۲۰۰۱  کال څخه دمخه يې د خپلې واکمنۍ پر مهال د نورو بنديزونو په لړ کې د موسيقي پر اورېدو هم بنديز لګولی و. د اسلامي شعايرو او هېوادپالنې په اړه له موسيقۍ پرته ترانو نه يوازې اجازه درلوده، بلکې هڅول کېدې هم.  د طالبانو د شريعت غږ رادېو په خپرونو کې دې ترانوډېر شهرت هم موندلی و.     

اوس دا ترانې، په تېره بيا د افغانستان په هغو برخو کې د نوو غږيزو او انځوريزو ګرځنده تليفونو په برکت بېرته راژوندۍ کيږي، چې د طالبانو نفوذ پکې زيات دی.

هرڅوک ددې ترانو او فلمي کليپونو د اورېدلو او ليدلو لپاره خپل، خپل دليلونه لري؛ څوک يې مازې د ساعت تيرۍ لپاره اورې او ګوري او څوک پرې له طالبانو سره زړه سوی او خواخوږی څرګندوي. نوموړي کليپونه آن د حکومتي کارکوونکو او افغان امنيتي ځواکونو په لاسونو کې اوړي رااوړي، چې دنده يې له ياغيانو سره جګړه جوړوي.

د افغان امنيتي ځواکونو يو کارکوونکي، چې د ننګرهار د خوږياڼيو د ولسوالۍ اوسيدونکی دی،  وويل، د هغه په تليفون کې دا ترانې او کليپونه ددې لپاره اچولي، چې که چېرته د طالبانو لاس ته ورشي، کېدای شي دا ترانې يې د ژغورنې لامل شي. 

هغه وويل: «رښتينې خبره داده، چې دا ترانې د خپل ژوند د ژغورلو په موخه پخپل تليفون کې ساتم. د هغې ترڅنګ، دا ترانې کوم بدوالی نه لري. دا ټولې هېوادنۍ سندرې او اسلامي ترانې دي. موږ هم ددې خاورې بچيان او مسلمانان يو. له دې امله يې اورو.» 

له هغه څخه د هغو ويديويي کليپونو په اړه پوښتنه وشوه، چې ځوانان پکې ځانمرګی بريدونو ته هڅول کيږي، نوموړي سرتيري وويل:  «هو، دا رښتيا ده. داسې سندرې او فلمونه شته چې ځوانان جګړې او ځانمرګو بريدونو ته هڅوي. زه هغه نه تاييدوم. غواړم په داسې هغو بنديز ولګول شي.»    

آی ډبليو پي آر  په جلال اباد کې په يو کتاب پلورنځي کې له ناستو درېو تنو سره خبرې اترې کړی، چې د يو ماشوم سندره يې اورېدله. ماشوم په دې سندره کې له خپلې مور څخه غوښتنه کوله چې د هغه د کلاشينکوف په ميله کې «يو ګل کښيږدي»  او د هېواد د ازادۍ لپاره جګړې ته يې واستوي.

لومړی وويل، يوازې د ترانه ويونکي غږ يې خوښېده، خوکله چې ترې وپوښتل شول د ترانې پيغام په دوی څه اغېز وکړي، يو يې په غوسه وويل: «ولې د موسيقۍ، بهرنيو فلمونو او [تلويزيوني] ډرامو  د اغېز په اړه پوښتنې نه کوې؟ هغه له بد اخلاقۍ ډکې دي؛ ټولنه د نابودۍ لوري ته بيايي؛ له ځوانانو خپل هېواد، عزت او دين هيروي؛ او زموږ کلتور، ژبه او تاريخ له منځه وړي.»  

هغه وويل، له افغاني تلويزيوني کانالونو څخه د طالبانو ترانې «زر ځله»  ښې دي. هغه زياته کړه: «ددې هېواد بچيان د خپل هېواد لپاره جنګيږي. هغوی زموږ ورونه دي. موږ د هغوی د ترانو په اورېدلو نه شرميږو.»         

له دې تبصروڅخه څرګنديږي چې طالبانو خلکو ته له شخصي لارو څخه د ځانونو د ورنژدې کولو نوی ميتود موندلي. دا داسې يو تکتيک دی چې افغان حکومت او د هغه نړيوال شريکبانډې يې، د پوره سرچينو او د خلکو د زړونو د لاسته راوړلو د پرګرامونو له لارې،  نشي ترلاسه کولای.  

حکومت لګيا دی هلې ځلې کوي  يو شمېر ادعاگانې  ردې کړي، چې وايي د جنګ سالارانو، فساد او بې قانونۍ مشري کوي. په داسې حال کې چې د ناتو تر مشرۍ لاندې پوځونو زياتره ولسي خلکو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو، د کورنو نابللې تالاشۍ او د مسلمانانو عقېدې ته د سپکاوۍ له امله د خلکوغوسه راپارولې ده.   

د ننګرهار د والي وياند، احمدضيا عبدالزي وويل، خلک کولای شي هغه څه واوري، چې زړه يې غواړي. حکومت به هڅه وکړي د هغو خپرونو مخه ونيسي، چې تبليغاتي اړخ ولري او يا څوک د ياغيانو په ليکو کې جګړو ته وهڅوي. هغه دا هم وويل، چې  دا يو ستونزمن کار دی.

هغه وويل: «ترانې او ويديويي کليپونه په پټه توليد او وېشل کيږي. په ننګرهار کې داسې کوم ځانګړی ځای نشته چې دا کار وکړي. زموږ امنيتي ادارې زيار باسي د داسې شيانو مخه ونيسي.» 

د ننګرهار د امنيې قوماندان، عليشاه پکتياوال وويل، د طالبانو د ترانو او ويديوي کليپونو په توليد او وېش کې زياتوالی راغلی دی. هغه په ټينګه وويل،  چې پوليس به په دې اړه کوټلي ګامونه واخلي. هغه وويل،  په دې وروستيو کې يې يو کسد ترانو او تبليغاتي ويديوګانو له ۶۰  سي ډيګانو سره نيولی دی.

سياستپوه، عبدالبصير د طالبانو د  رسنيزو فعاليتونو شهرت ته د يوې اغېزمنې وسيلې په سترګه ګوري.      

هغه وويل: «تبليغات د جګړو په ګټلو له پوځي او ايديالوجيکی پلوه مهم او اساسي رول لري. که شاوخوا وګورې، نو نن د ننګرهار د څه ناڅه ټولو اوسيدونکو په جيبونو کې دا ترانې پرتې دي. زه په دې اند يم چې دا ترانې او سندرې د طالبانو د برياليتوب  ستر لامل دی. هغوی خپل اغېز په خلکو کې زيات کړی دی.»    

هغه ګوته وڅنډله، که طالبانو دې کار ته دوام ورکړ، نو دا تبليغاتي ماتې به په رښتينې پوځي بري واوړي.

د طالبانو د ترانو زياتوالي سره ښايي د جلال آباد د ښار د موسيقۍ د پلورولو پر هټيو باندې يو لړ بمی بريدونو هم مرسته کړي وي، چې افغاني دوديزې سندرې يې پلورلې.  (د زياتو معلوماتو لپاره وګورئ: د موسيقۍ هټۍ په جلال آباد کې چوپې دي.)

د موسيقۍ د کاروباريانو د سيمه ييزې اتحاديې مشر او د موسيقۍ د يوې هټۍ خاوند، عبدالغني وويل، دې صنعت ته ډېر سخت زيان رسېدلی دی.

هغه وويل: «له شکهپرته زموږ کاروبار صفر ته رسېدلی. خلک نور هغومره کسيټې نه اخلي، چې دمخه به يې اخيستې. موږ د خپلو هټيو کرايې له خپلو جيبونو څخه ورکوو. خو لا تراوسه پر دې باور نه شم کولای، چې خلک دې د موسيقۍ پرځای د طالبانو ترانې واوري. يوازې زما لس سلنه مشتريان له ما څخه د طالبانو د ترانو کسيټې غواړي.»   

Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists