افغان پوليس په لويو لارو کې پر سرغړونو تورن دي

موټر چلوونکي وايي د دې پرځای چې پوليس لاره خوندي کړي، خلک ځوروي او پيسې ترې اخلي.

افغان پوليس په لويو لارو کې پر سرغړونو تورن دي

موټر چلوونکي وايي د دې پرځای چې پوليس لاره خوندي کړي، خلک ځوروي او پيسې ترې اخلي.

افغان پوليس، چې موټرې دروي او تالاشي کوي يې، د مخالفانو د بريدونو په پرتله ورسره ډېره اندېښنه د پيسو د شکونې او بډو اخيستلو وي.

د پوليسو تالاشۍ د دې لپاره په لويو لارو پرتې دي چې پر سړکونو د شکمنو فعاليتونو، د مخالفانو د تگ راتگ او د وسلو د قاچاق مخه ونيول شي. خو هغه انځور چې د هېواد په سويل او ختيځ کې د آی ډبليو پي آر په مناظرو کې ويناوالو وړاندې کړ، د پېسو له شکونې پرته نور څه نه دي.   

د ننگرهار ولايت په مرکز، جلال آباد کې ليکوال او ژورنالست، محمدآصف شينواري د مناظرې گډون کوونکو ته وويل: «امنيتي ځواکونه بايد زموږ پر سړکونو د دندې پر مهال وسلې ولټوي او د قاچاق مخه ونيسي. هغوی هغه موټر چلوونکي هم جريمه کوي چې اسناد يې شکمن وي، خو خزانې ته د انتقال پرځای پيسې له ځانونو سره ساتي.»

د لويديځ ولايت فراه په مناظره کې د ولايتي شورا غړي، سيد احمد خان وويل: «هغه خلکو ته ښايي ځانگړې روزنه ورکړل شي چې پر سړکونو تالاشي کوي، ترڅو يې کړنې د خلکو د پارېدنې لامل نشي.»

د ننگرهار د والي سلاکار، اکبر شېر د ترافيکي چارو په اړه يو شمېر اندېښنې مني، خو ټينګار کوي، پوليس بايد «هغه مخالفان او جنايتکاران په نښه کړي چې پر سړکونو او ښارونو کې امنيت گواښوي.»

 له شېر څخه د مناظرې يوې ښځينه گډون کوونکې پوښتنه وکړه، پوليس له هغو مخالفانو سره څنگه مقابله کوي چې د تالاشۍ له پوستو څخه په بورقو کې تېريږي. يوازې ښځينه افسرانې کولای شي، ښځې تالاشي کړي، خو ښځې په دومره شمېر نه دي. نوموړي ومنله چې دا يوه ستونزه ده.    

هغه وويل: «زموږ د ټولنې خلک نه غواړي چې خويندې او ميندې يې د پوليسو په ليکو کې کار وکړي. له دې امله نيمگړتيا شته او زموږ افسران نشي کولای د اخلاقو له مخې ښځې تالاشي کړي. هغوی اجازه لري له تالاشۍ پرته لاړې شي.» خو ويې ويل، سره له دې «د ننگرهار پوليسو تر اوسه ١٧ شکمن مخالفان نيولي، چې د ښځو جامې يې اغوستې وې.»

د يوې بلې مناظرې گډون کوونکو، چې د کابل – کندهار پر لويه لار د غزني د پروت ولايت په مقر ولسوالۍ کې جوړه شوې وه، وويل، د پوليسو چلن ځايي خلک له ځانه پردي کوي.

د مدني ټولنې فعال، نقيب الله حميدي وويل: «که چېرته قانون په سم ډول پلی شي، دا ستونزې هواريږي.»

د دفاعي چارو کارپوه، واټي خان اندېر وويل، د موټرو تالاشي اړينه ده. نوموړي وويل، د رنگه ښېښو لرونکي موټر نه درول کيږي.

هغه وويل: «حکومت نشي کولای خپله د لټولو تگلاره په سم ډول پلې کړي، ځکه د تورو ښېښو لرونکي موټرونه له پوستو څخه له تالاشۍ پرته تېرېږي.»

همدغه ټکي ته شينواري هم گوته ونيوله، چې ويل يې، هغه افسران چې د تورو ښېښو د لرلو اجازه لري، پوليس نشي کولای هغوی ودروي.

 د مقر ولسوالۍ د پوليسو د قوماندانۍ مرستيال، جمعه خان تسل وويل، تر هغه چې د مرکزي حکومت تگلاره بدلون ونه مومي، د دې کار مخنيوی گران دی.

هغه وويل: «که پر تورو ښيښو لرونکو موټرو په کابل کې بنديز ونه لگول شي، نو په ولايتونو کې به بنديز هيڅ معنا ونه لري.»

 

 

Frontline Updates
Support local journalists