افغان مېرمنې د میراث د حق لپاره مبارزه کوي

د ناپوهۍ او ارادي بې پروایۍ له امله د کورنۍ ښځینه غړې زیاتره د میراث له حق څخه بې برخې پاتې کېږي.

افغان مېرمنې د میراث د حق لپاره مبارزه کوي

د ناپوهۍ او ارادي بې پروایۍ له امله د کورنۍ ښځینه غړې زیاتره د میراث له حق څخه بې برخې پاتې کېږي.

Afghan women often remain excluded from their legitimate inheritances. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)
Afghan women often remain excluded from their legitimate inheritances. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)
Wednesday, 4 April, 2018

آی ډبلیو پي آر په خپلې یوې څېړنې کې برسېره کړه چې د سویلي ولایت کندهار مېرمنې د کورنیو د نارینه ګانو له خوا د خپل میراث له قانوني حق څخه بې برخې کیږي.

د اسلامي قوانینو له مخې د کورنیو ښځینه غړې حق لري چې د خپل پلار دمرګ څخه وروسته دهغه د شتمنۍ یوه برخه  تر لاسه کړي. خو په دغه کار تل سترګې پټیږي. ګڼ شمېر مرکه شوو خلکو آی ډبلیو پي آر ته ویلي، دپلار له مرګه وروسته وروڼه  د هغوی دپلار په میراث کې ورته برخه نه ورکوي.

د څلوېښت کلنې زرمینې په نامه یوې کونډې وویل، ورونو يې ورته د پلار په مال کې د میراث برخه ور نه کړه.

د هغې مېړه دوه کاله دمخه په یوې ترافیکي پېښه کې و وژل شو. زرمینه له خپل یوولس کلن زوی او پنځه کلنې لور سره یوازې پاتې شوه.  

هغې وویل: «زما د ورونو چار چلند سم او عادلانه، نه دی. زما بېوزلۍ ته نه ګوري، زما د پلار میراث یې نه دي ویشلي چې ما ته پکې خپل قانوني حق راکړي.»

د اسلامي شریعت له مخې د یوې کورنۍ خور یا لور حق لري د خپل ورور یا ورونو په مال کې درېمه برخه تر لاسه کړي. د ناپوهۍ او ارادي بې پروايۍ له امله نارینه میراث وړونکي تل د کورنۍ ښځینه غړې له خپل قانوني حق څخه بې برخې کوي.   

د کندهار اوسیدونکي، نورمحمد آی ډبلیو پي آر ته وویل، هغه د اسلامي شریعت له مخې له خپل مسؤولیت څخه ښه خبر دی، خو بیا يې هم پرېکړه کړې چې د خپل پلار شتمني له خپلې خور سره برخه نه کړي.  

هغه وویل، که دغه کار وکړي، یعنې خپلې خور ته میراث ورکړي، نو د سیمې فرهنګي نورم به يې تر پښو لاندې کړی وي. دغه کار به يې هغه او خور ته زیان ورسوي.

هغه وویل: «که یوه ښځه په میراث کې خپله برخه واخلي، نو ولس د هغې ورونو ته ډارن وايي.»

«خور هم د سوالګرې او بې شرمې په نامه یادیږي. ځايي کورنۍ هغې ته پېغورونه ورکوی اوکورنۍ يې کلونه کلونه د ولس له ملنډو او پېغورونو څخه نه خلاصیږي ،زما خور کونډه ده، خو خپل میراث نشي اخیستلای. همدغه راز غوښتنه يې هم نشي کولای.»

یو شمېر مېرمنې وايي، د خپلو ورونو د دغه کار له امله له بېوزلۍ سره مخ دي. د کندهار د درېمې ناحیې اوسیدونکې، مریم د خپل ځان کیسه وکړه چې د پنځلس کلنۍ په عمر يې کورنۍ د اتو زرو ډالرو په وړاندې کوژده کړه.  

هغې وویل، له خپل مېړه سره درې کاله واوسېده. وروسته هغه پر نشه يي توکو روږدی شو او د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته د درملنې لپاره لاړ.

له هغې وروسته مریم له خپل لېور سره اوسېده. لېور يې د هغې اعاشه او اباته نشوه کولای. مریم وايي د خپل پلار په میراث کې برخه نه ورکول کیږي او هغه د ژوند کولو بله لار نه لري.  

مریم وویل: «له سهاره تر ماښامه وږې ناسته یم، خواړه نشته چې ويې خورم. پر ټولو هغه شتو مې ورونو ګېډه اچولې، چې له پلار څخه راپاتې وو.»

«کله چې مې یوه ورور ته خپلې ستونزې بیان کړې او له پلار څخه د راپاتې شو پیسو یوه برخه مې ترې وغوښته، هغه خپه شو. له کوره مې ووت او تر اوسه بیا نه دی راغلی.»

د کندهار ولایت د ښځو د چارو رئیسې، رقیې اڅکزۍ وویل، ښځې د دغه راز ناسم چلن په اړه د رپوټ ورکولو زړورتیا نه لري، له دې امله د عدالت لپاره مبارزه له ستونزو سره مخ ده.

هغې وویل، په ټولو هغو پېښو چې ورباندې خبره ده، ښځو ته د هغوی د میراث د حق د نه ورکولو له ادعا سره یوې محکمې هم ملاتړ نه دی کړی.

هغې وویل: «په عدلي سکتور کې د اداري ګډوډۍ او فساد له امله له دغو قضیو څخه د یوې په اړه هم پرېکړه شوې نه ده. له یوې ښځې سره هم محکمې مرسته نه ده کړې چې خپل حقونه لاسته راوړي، له دې امله ګڼې مېرمنې له خپلې ادعا څخه تېرې شوې دي.»

نور چارواکي نه مني چې لامل به يې دا وي. بېلابېلو ادارو مختلفې شمېرې وړاندې کړي چې د عدلي سیستم له خوا څېړل شوې دي.

د کندهار د عدليې رئیس، نیک محمد احمدي وویل، دغه راز ۲۱ قضيې ورته معلومې دي چې په تېر کال کې څېړل شوي دي.

هغه وویل، یوولس قضيې هوارې شوې دي. لس نورې به ډېر ژر هوارې شي.

هغه وویل: «د میراث داسې کومه قضیه نشته چې ځنډول شوې وي او د مدعيې له حق څخه سرغړونه شوې وي او یا څوک له فساد سره مخ شوی وي.»

د افغانستان د بشري حقونو د سیمه ییزې څانګې مشرې، شګوفې سهار آی ډبلیو پي آر ته وویل، د میراث د تر لاسه کولو د حق په اړه خلک رپوټ نه ورکوي.

هغې وویل، ښځې د کورنیو د غړو د خپګان او کرکې له امله د خپل میراث اخیستلو ته زړه نه ښه کوي.

سهار وویل، څلور قضيې ورته معلومې دي چې ښځو د کورنیو له خوا د میراث له حق څخه د بې برخې کولو په اړه پروسږکال چارواکو ته په رسمي ډول غوښتنلیکونه وړاندې کړي. ټولې څلور قضيې د پرېکړي لپاره محکمې ته استول شوی دي.

هغې وویل: «دلته ښځې د خپلو غږونو د پورته کولو زړورتیا نه لري. د میراث د حق غوښتل کورنیو ته د شرم او سپکوالي د اړولو لامل کیږي.»

د کندهار د ولایتي شورا منشي، خالدې احمدي وویل، چارواکي له موضوع څخه خبر دي او زیار کاږي د منځګړی توب او محاکمو دواړو له لارې راپورته شوې ناندرۍ هوارې کړی.

هغې وویل: «موږ دغه ستونزه په دوو لارو څېړو. لومړی، زیار کاږو چې د منځګړتوب له لارې يې هواره کړو او که پېښه ډېره پېچلې شوې وي او ښکېل لوري موافقه ونه کړي، نو د پرېکړې لپاره يې محکمې ته استوو.»

ټولې کورنۍ یو ډول نه دی او ورپاتې شوی میراث په خپلو کې ویشي. د کندهار ښار یوه اوسیدونکي، حاجي نصرت الله وویل، له پلار څخه پاتې شوې شتمني يې د خپلو ورونو او درېو خویندو تر منځ وېشلې ده.    

هغه زیاته کړه: «سره له دې چې خویندې مې میراث اخیستلو ته اړتیا نه لري، خو دا حق هغوی ته اسلام ورکړی. خپلو ورونو ته مې قناعت ورکړ او ورته مې وویل، سمه لاره دا ده چې هغوی ته هم په میراث کې خپل حق ورکړو.»

Support our journalists