افغان کروندگر له اردو څخه د خپلو ځمکو بيه غواړي

.د ختيځ ولايت اوسيدونکي د هغو ځايونو په وړاندې پيسې غواړي چې ناټو پکې خپلې هډې جوړې کړي دي

افغان کروندگر له اردو څخه د خپلو ځمکو بيه غواړي

.د ختيځ ولايت اوسيدونکي د هغو ځايونو په وړاندې پيسې غواړي چې ناټو پکې خپلې هډې جوړې کړي دي

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، ذبيح الله غازي ليکنه

د افغانستان په ختيځ کې د کونړ ولايت اوسيدونکي شکايت کوي چې د هغوی په پراخه کرنيزو ځمکو کې پوځي هډې جوړې شوي او په وړاندې يې د ځمکې خاوندانو ته هيڅ شی نه دی ورکړ شوی او يا هم ډېر لږ څه ورکړل شوي دي. 

د کونړ غرنيز ولايت له پاکستان سره په گډه پوله پروت دی، د ياغيانو د فعاليت پر مرکز اوښتی او له ٢٠٠١ کال راهيسې پکې نړيوالو پوځونو شاوخوا لس هډې جوړې کړې دي. دا هډې په لومړي سر کې د ناتو له خوا کارول کېدل، خو اوس يا بېرته پرېښودل شوي او يا هم د افغان اردو ملي ځواکونو ته سپارل شوي دي؛ ځکه په پام کې ده چې په راتلونکي کال کې نړيوال پوځونه له افغانستان څخه ووځي.

د ځمکو خاوندان ادعا کوي، له دې امله يې طالبان ځوروي چې خپله ځمکه يې د حکومتي پوځونو په واک کې ورکړې، خو اوس د [امنيت د] لېږد بهير د هغوی د تاوان اخيستلو کار نورهم پسې ستونزمن کړی دی.

د وټه پور د ولسوالۍ اوسيدونکی، ٦٠ کلن محمد فقير وايي، اووه کاله دمخه بهرينو ځواکونو د هغوی د کلي د خلکو له اويا زره مربع متره ځمکې څخه دېوال راتاو کړی او پوځي تاسيسات يې پکې جوړ کړي دي. په ياده ځمکه کې شپږ زره هکټاره په ده پورې اړه لري، چې اوس ورته د کرکيلې لپاره يوازې دوه زره مربع متره ځمکه پاتې ده.  

هغه وايي د ناتو تر مشرۍ لاندې د افغانستان لپاره سوله ساتو نړيوالو ځواکونو (ايساف) ورته يوازې يوه پلا د دوه سوه امريکايي ډالرو معادل پيسې ورکړي دي. 

فقير وويل: "دا يې اووم کال دی چې بهرني ځواکونه زما ځمکه کاروي. زه په  يوه ښوونځي کې چپړاسي   يم. نهه کسيزه کورنۍ را په غاړه ده. هغوی ته نفقه نشم  پيدا کولای."

د وټه پور د ولسوالۍ يو قومي مشر، حاجي محمد شېر خان وويل، د هډو د کارولو لپاره نيول شوې ځمکه حاصل خيزه او سمسوره کرنيزه ځمکه ده.

هغه وويل: "بهرنيانو راته ډېر غټ تاوان رارسولي."هغه زياته کړه، د ناتو د هډو د شتون له امله ياغيان بريدونه کوي او له امله يې ځايي خلکو ته زيات زيان اوښتی دی. هغه وويل، دوه کاله دمخه پر نوموړو هډو د طالبانو د بريد له امله شلو تنو ملکي خلکو ته مرگ ژوبله واوښته.  

شېرخان په دوام کې وويل، څو کلونه مو د موضوع د هوارۍ لپاره انتظار وکيښ، خو هيڅ په لاس رانغلل.

هغه وويل: "يو وخت د دې ځمکو د ستونزې د هوارۍ لپاره يو پلاوی له کابل څخه راغی، خو هيڅ کار يې هم ونه کړ. سربېره يې د خپل لگښت په نامه سل زره افغانۍ [١٨٠٠ امريکايي ډالره] له خلکو څخه واخيستې."

د ځايي حکومت چارواکو، د هغوی په وينا، دا کار د ځمکې ناقانونه غصب وباله او غندنه يې وکړه. 

د کونړ والي، شجاع الملک جلاله وويل: "بهرنيو پوځونو له خپلې اړتيا ډېره ځمکه نيولې ده."

جلاله ژمنه وکړه چې موضوع به د مرکزي حکومت غوږونو ته ورسوي. "په هغو سيمو کې چې ملي پوځونه ځای په ځای شوي، د دفاع وزارت بايد د هغه ځمکې خاوندانو ته يو څه بدل ورکړي."

د کونړ د ولايتي شورا مشر، حاجي ميا حسن عادل وويل، موضوع يې څو، څو ځلې له بهرنيو ځواکونو سره شريکه کړې، خو کومه گټه يې نه ده کړې.

هغه وويل: "دا له خلکو سره ډېره بې عدالتي ده. بهرنيان هم بايد خپل قانون ولري... چې له مخې يې د ځمکې خاوندانو ته د هغوی حق ورکړي."

د آی ډبليو پي آر رپوټ ورکوونکي له ايساف سره اړيکې ونيولې، خو کوم ځواب يې تر لاسه نه کړای شو. 

د پوځ له خوا د ځمکې غصب د افغانستان په نورو برخو کې هم يو ستونزه ده. (د بېلگې لپاره وگورئ: د پوځ له خوا د ځمکې د نيولو له امله د افغانانو غوسه زياته شوې.)

په کونړ کې له دې امله موضوع لا پسې پېچلې شوې چې د پيسو او تاوان د ورکړې مـسؤوله مرجع معلومه نه ده.

ځايي اوسيدونکي وايي، دمخه يې يوه پلا موضوع په کابل کې د ايساف د مرکزي دفتر غوږونو ته رسولې. هلته ورته ويل شوي وو، د بن د تړون له مخې، چې له ٢٠٠١ کال را په دې خوا يې د دولت بنسټ کيښود، د افغانستان د دفاع وزارت دنده لري د بهرنيو پوځونو له خوا د کارولو شوې او نيول شوې ځمکې په وړاندې پيسې ورکړي.   

د دفاع وزارت دوياندمرستيال ، جنرال دولت وزيري آی ډبليو پي آر ته ددې خبرې پخلی وکړ چې مالي تاوان يا د ځمکې په وړاندې ځمکه هغه چاته ورکول کيږي چې جايداد يې د ملي اردو له خوا نيول کيږي. 

نوموړي زياته کړه: "د دفاع وزارت په زور نه د چا ځمکه نيسي او نه يې نيولې ده."

د تاوان د نه ورکړې موضوع د ناتو په وړاندې د خلکو کرکه راپارولې ده.

د حاجي محمد قيوم په نامه يوه قومي مشر وويل: "په کونړ کې بهرنيو پوځونو ملکي خلک وژلي او ځورولي دي. تر اوسه هم هغه ځمکه ورسره ده چې په زوره يې نيولې ده. بهرنيو پوځونو په هغو سيمو کې خپلې هدې او ودانۍ جوړې کړي چې د خلکو کورونه [يې په گاونډ کې] پراته دي. خلک چاته د خپلو حقونو د اخيستو لپاره ورشي؟ حکومت پړه پر بهرنيانو اچوي. که يو ځلې بهرنيان ووتل، هغوی به چېرته پيدا کوو؟"

د کونړ ولايت د پارلمان يوه غړي، رفيع الله حيدري لوړه وکړه، دهغه خلکو غم به وخوري، چې ځکمه ترې اخيستل شوې.

نوموړي ژمنه وکړه: "کله چې دا موضوع وپلټل شوه، د هغه چا غم به وخوړل شي، چې بهرنيانو ورڅخه په زور ځمکه اخيستې او پيسې يې نه دي ورکړي."

د ځمکې خاوندان وايي، هغوی د طالبانو له زور زياتې سره مخامخ دي او له دښمنانو سره د مرستې پړه پرې اچوي.

د وټه پور د ولسوالۍ يوه اوسيدونکي، روح الامين وويل، بهرنيو ځواکونو ته د خپلې ځمکې د ورکولو له امله ورته د ياغيانو گواښونه رسيدلي دي.

هغه وويل: "موږ د ژرندې د دوو پلونو تر منځ نښتي يو. بهرنيانو مو ځمکه په زور نيولې او طالبان راته له دې امله د مرگ گواښونه کوي. موږ نه پوهيږو، څه وکړو."

ذبیح الله غازی په افغانستان کی د آی ډبلیو پی آر له خوا روزل شوی خبریال دی.

هجرت الله اختيار په ننگرهار کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی خبريال دی.


Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists