افغان چارواکي غواړي تلويزيوني بوګنوونکي تصويرونه خپاره نشي

د ياغيانو د بريدونو تصويرونه د کړېدلي ولس ټپونه تازه کوي.

افغان چارواکي غواړي تلويزيوني بوګنوونکي تصويرونه خپاره نشي

د ياغيانو د بريدونو تصويرونه د کړېدلي ولس ټپونه تازه کوي.

Wednesday, 15 February, 2012

په افغانستان کې د آی ډبليو پی آر د خبريال، خان محمد دانشجو ليکنه

د افغانستان د روغتيا وزارت سپارښتنه کړې، ترڅو تلويزيونونه د تاوتريخوالي د انځورنو خپرول ودروي، چې يو شمېر ليدونکي، په تېره بيا هغه چې جګړې ډارولي دي، پريشانه او غمجن نه کړي.

د روغتيا وزارت وياند، غلام سخي نور اوغلي وويل: «د روغتيا وزارت پر رسنيو واک نشي چلولای، خو له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه يې څو څو ځلې په ليکلي ډول غوښتنه کړې چې د داسې صحنو د خپرولو مخه ونيسي.»  

د فرهنګ وزارت په کمپاين کې ورګډ شوی او پر افغاني تلويزيوني کانالونو يې پړه اچولې چې په جګړې کې د ټپي شوو او وژل شوو خلکو تصويرونه خپروي.

د اطلاعاتو فرهنګ وزارت مرستيال مبارز راشدي وويل، [د اطلاعاتو او فرهنګ] وزارت تلويزيوني کانالونو ته څو څو ځلې لارښوونه کړې ترڅو د داسې توکو خپرول ودروي او د تلويزيونو له مسؤولينو سره يې په دې اړه غونډې کړي دي.

راشدي وويل: «د رسنيو په قانون کې په څرګند ډول د تاوتريخوالي د صحنو خپرول منع شوي چې د خلکو په رواني حالت منفي اغېز کوي.»  

هغه دا ومنله، سره له دې چې دا وزارت نوموړې خپرونه ناقانونه بولي، خو تر اوسه يې کوم کانال جريمه کړی نه دی.

د کابل ښار د خيرخانې مينې اوسيدونکي، ۴۷ کلن غني غوربندي وويل، دهغه لس کلن زوی په يوې بمي چاودنې کې فلج شوی دی. هغه د داسې خپرونو او تصويرونو په ليدلو ډېر ډاريږي.

هغه ويل: «ډاکټرانو لارښوونه کړې چې هغه بايد تلويزيون ونه ګوري او يا هغه مهال چې داسې صحنې خپريږي، بايد تلويزيون چوپ [ګل] شي او که نه لږ تر لږه بايد بلې خونې ته يوړل شي.» 

د کابل پوهنتون فارغه،  نجلا عظيمي درې کاله دمخه له يوځانمرګي بريد څخه ژوندۍ پاتې شوه. هغه وايي، پر تلويزيون د داسې تصويرونو ليدل  تل زاړه ټپونه تازه کوي. 

هغې وويل: «له هغه بريد راوروسته چې کله د تلويزيون پر مخ داسې صحنې ګورم، نو مطالعه نشم کولای.» هغې زياته کړه،  په خپلو ازموينو کې لومړی پاتې راغلم، خو وروسته بريالۍ شوم.  

هغې وويل: «که کوم ماښام د تلويزيون پر مخ داسې صحنې وګورم، نو ځانله نشم ويده کېدای. يوه خور مې راسره په کوټه کې ويده کيږي، خو له هغې سره سره د شپې ډاريږم. که چېرته د تلويزيوني کانالونو چارواکو لږ شانته وجدان درلودای، نو هيڅکله به يې په دې توګه د خلکو د غمجنولو له لارې پيسې نه ټولولای.» 

د يو تلويزيون مشر آی ډبليو پي آر ته وويل، د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونه او يو شمېر نورې بهرنۍ موسسې د طالبانو په لاس د قرباني شوو خلکو د تصويرونو د خپرولو لپاره پيسې ورکوي. د طلوع د خصوصي تلويزيوني شبکې يو مسول صديق  احمدزاده وويل نوموړې ادارې د  سوداګريزو اعلانونو د خپرولو پر مهال ل موږ ته دا  تصويرونه راليږي.

نوموړي زياته کړه: «هغوی د تبليغاتو په موخه دا «تصويرونه] تلويزيونونو ته چمتو کوي.»

احمدزاده وويل، د طلوع تلويزيون عايداتو ته د اړتيا په موخه هغه خپروي.

په ۲۰۰۶ کال کې د رسنيو جوړ شوی قانون تلويزيونونه نندارې ته د داسې تصويرونو له وړاندې کولو څخه منع کوي چې له خشونت او تاوتريخوالي ډک وي، رواني زيانونه، په تېره بيا په کوچنيانو کې، رامنځته کوي او يا د اړوند قرباني شوي شخص بې حرمتي پکې شوې وي.

احمدزاده وويل، له قانون څخه د خپرونو د مخنيوي په توګه بايد کار وانخيستل شي، ځکه په هغې کې نه ده څرګنده شوې چې خشونت او تاوتريخوالی څه معنا لري.

راشدي وويل، دا خبره سمه نه ده، د رسنيو قانون د هغې څرګنده پېژندنه کړې ده.

هغه وپوښتل: «که چېرته موږ رسنيو ته ووايو چې درواغ ونه وايي، نو آيا دې ته به اړتيا ولري، چې «درواغ»  ورته معنا او يا يې ورته تشريح کړو ؟» 

د افغانستان ملي رادېو تلويزيون هم غمجنوونکي تصويرونه خپروي، خو د نوموړي تلويزيون يو چارواکي عيسی آريا پر هغې له څه ويلو څخه ډډه وکړه.

د دفاع وزارت ونه منله چې د خپرونو لپاره پيسې ورکوي. د نوموړي وزارت وياند، جنرال ظاهر عظيمي وويل، د ولايتي بيارغاونې ډلې دا کار کوي. د ولايتي بييارغاونې ډلې ګډ پوځي –  ملکي ځواک دی چې د ناتو تر مشرۍ لاندې د نړيوال سوله ساتي ځواک له خوا چليږي. 

عظيمي وويل: «ځينې بهرنۍ موسسې او د ولايتي بيارغاونې ډلې داسې [تصويرونه] تلويزيوني ستېشنونوته ورکوي.» 

د کورنيو چارو وزارت هم د تلويزيوني تصويرونو د چمتو کولو او يا پيسو ورکولو څخه انکار وکړ، وايي له داسې خپرونو سره مخالف دي.

د کورنيو چارو د وزارت وياند، محمد صديق صديقي وويل: «نه ښايي هغه شيان د تلويزيون له لارې خپاره شي، چې د رسنيو قانون پر خلاف وي، ترڅو د خلکو رواني سوکالي وساتل شي.»

د متحده ايالتونو له سفارت څخه د داسې تصويرونو د خپرولو په اړه وپوښتل شول، ويې ويل امريکا د رسنيو د منځپانګو ملاتړ نه کوي چې تاوتريخوالی يا بنسټپالنه رامنځته کوي، سره له دې که دا کار د شفافيت او معلوماتو ته د رسېدا په ګټه هم وي.

د کابل د رواني روغتون رئيس، تيمورشاه مصمم وويل، تلويزيوني کانالونه بايد ښه سوچ وکړي، آيا د تاوتريخوالي داسې صحنې خپرې کړي چې د ښځو او له لسو کلونو ټيټ کوچنيانو د ليدلو مناسب نه وي.

هغه زياته کړه: «بايد تلويزيوني کانالونه د هغو خلکو د بشري کرامت حقونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، چې ټپيان يا وژل شوي دي.»  

په کابل کې د يو خصوصي روغتون کارکوونکي، ډاکټر صبور بابکرخېل وويل، د هغه ملګري د يو شمېر کوچنيانو درملنه کوي چې د تلويزيون له لارې يې د وژل شوو او يا کړېدلو خلکو تصويرونه ننداره کړي دي. نوموړي زياته کړه، تر ټولو غوره درملنه به دا وی چې له لومړي سره داسې صحنې نندارې ته وړاندې نشي.

سياسي شنونکي داود سلطان زوی وويل، که چېرته حکومت  د رسنيو د قانون د پلي کولو وس هم ونه لري، تلويزيوني ستېشنونه بايد ځانته اخلاقي جرات ورکړي او د تاوتريخوالي د صحنو خپرول ودروي.

خو هغه په دې اړه د حکومت  سخت غبرګون غوره بولي، سپارښتنه کوي: «ددې [صحنو] د ښودلو تر ټولو ښه لار مجرمانو ته د سختې سزا ورکول دي.»

Frontline Updates
Support local journalists