کابل غږ کوي

په ښار کې د درې سوو تيليفونې غرفو نصبول، ښايي مراقبت او څارنې ته اړتيا ولري، خو د ښار بېوزلو اوسېدونکو ته دا موقع ورکوي، چې په لږو پيسو له خپلو خپلوانو سره خبرې وکړي.

کابل غږ کوي

په ښار کې د درې سوو تيليفونې غرفو نصبول، ښايي مراقبت او څارنې ته اړتيا ولري، خو د ښار بېوزلو اوسېدونکو ته دا موقع ورکوي، چې په لږو پيسو له خپلو خپلوانو سره خبرې وکړي.

د کابل په ورانو ويجاړو کوڅو کې د يوې لويې خولۍ په څېر ژيړ رنګه تيلفونونه په هر ځا کې ودرول شوي دي. خلک يې په ځير ګوري او د هغې د کارونې لپاره لېوالتيا ښيي.


د چمال الدين په نوم يو ښاري، چې د پوهنې په وزارت کې يې خپل کار پرېښی، پوښتنه کوي: ((وروره، زه څنګه کولای شم، په دې تليفون کې سکه (پيسه) واچوم؟))


جمال الدين ته وويل شول، چې دا تليفونونه په سکه کار نه کوي، بلکې د هغو کارتونو د کارونې له لارې کاريږي، چې دمخه چا اخيستې وي.


د دارې سوه نوي تيليفونونه چې د سړي له ونې لوړ ښکاري، يوه مرکزي پايه او د تليفون لپاره د کوبرا په څېر پلاستيکي خولۍ لري. دا تليفونونه د دريو مليونو اوسېدونکو جګړو ځپلو ښارياتو ته يو بل پرمختګ دی.


د تليفونو نيمايي برخه يې د کابل ښار د سړکونو او کوڅو په غاړو ودرول شوي دي. پاتې 150 نور يې په وزارتونو، لويو روغتونونو او د عمومي کارونې لپاره د پوليسو په حوزو کې نصب شوي دي.


دا تليفونونه چې د زمري د مياشتې په شلمه نېته خدمت ته واندې شول، د کابل بېوزلو ښاريانو ته يې د مخابراتو په ډګر کې نوې هيلې رامنځته کړي، چې د موبايل تليفونو اخيستلو او کارولو او يا د PCO د کارونې له لارې يې وسه نه رسيږي.


افغانستان د لومړي ځل لپاره د سکې اچولو تليفونونه په 1973 کال کې کار ته وړاندې کړل. هغه مهال ددې تليفون له لارې يوه تليفوني مخابره يوازې په يوه افغانۍ کېده. په کابل برسېره هغه تليفونونه په هرات، کندهار او مزارشريف کې هم ودرول شوي و.


د يو زيات شخصي مخابرو مرکزونه او تليفوني سيستم په 0 1992 کال کې د شوروي ځای کېنولي رژيم له راپرځېدو او په هغې پسې سم وروسته د کورنيو جګړو له امله ګډوډ شو، چې په خپلمنځي جګړو يې د کابل ښار په کنډوالو واړاوه.


اوس د (پوشش – Afghan Coverage) تر نامه لاندې يوې افغاني-امريکايي کمپنۍ د عامه تليفونونو يوه شبکه رامنځته کړې، چې ټوله بيه يې 180 زره امريکايي ډالره کيږي. دا پيسې د مخابراتو وزارت ورکوي، چې له شرکت سره يې د نصبولو لپاره د يو کال ساتلو او څارلو يو تړون لاسليک کړی دی.


ايراني – امريکايي، پېروز حميديان راد، چې د شرکت مشر دی، وويل، غرفې يې له ګاونډي هېواد ايران څخه راوړل کيږي او تليفونونه به پاکستان چمتو کړي.


هغه وايي: د تليفون کولو کارت د افغان پوشش د شرکت په سپارښتنه په ګاونډي هيواد ايران کې ډېزاين شوی او د يو، دوو، پنځولسو او شلو ډالرو په نومونو پلورل کيږي.


د حمديان راد په وينا د کابل دننه د يوې دقېقې لپاره د تليفون بيه پنځه سينته وي. ولايتونو ته د تليفون بيه په يوې دقېقې کې نهه سينته او بهرنيو هېوادونو ته به له 18 څخه تر 22 سينتو پورې وي. د تليفونونو د کارتو ګټه د مخابراتو وزارت ته ورکول کيږي.


د شرکت چارواکي تړون ته په افغانستان کې د يو مخکښ ګام د ايښوولو په سترګه ګوري. حميد راد وايي: ((څنګه چې دا کار زموږ د شرکت لومړۍ (په افغانستان کې) پروژه ده، موږ ته به (دم ګړۍ) کې زياته مادي ګټه ونه کړي، خو ددې وياړ به تر لاسه کړو، چې د کمپنۍ نوم په تليفونونو او د تليفون په کارتونو وليکو.))


د مخابراتو وزارت معين، انجنير حسام بريالي آی ډبليو پي آر ته وويل: ((څنګه چې د موبايل او ديجيتل تليفونو ته د ټولو افغانانو وسه نه رسيږي، موږ دا پروژه پلې کړه، ترڅو د هغوی ستونزو ته د حل يوه لاره ومومو.))


بريالي وويل، په کابل کې ددې شبکې په غځولو برسېره به يو شمېر نورو ولايتونو، لکه هرات، کندهار او بلخ ته هم دا پروژه وغځول شي


د پوهنې له وزارت بهر، د کوڅې په دوو تليفونونو کې 22 کلن عبدالشکور تليفون کولو او نور متجسس انډيوالان يې له خواوشا راټول شوي و.


هغه په خوښۍ وويل: ((سره له چې ددې تليفونونو شمېره کمه ده، خو بيا هم يې د کابل د نيمايي استوګنو خلکو ستونزې يې له منځه وړي دي.))


د شخصي موبايل تليفون لويې شبکې روشن او افغان بيسيم شرکتونه داسې نه انګيري، چې دا نوي تليفونونه به د هغوی په فعاليتونو کوم اغېز وکړي.


د افغان بېسيم شرکت رئيس، حبيب هاشمي وويل: ((هر شرکت غواړي، خپلومشترياتو ته په کمو بيو ښه خدمت وکړي. موږ دې ته چمتو يو چې له خپلو سيالو (شرکتونو) سره سيالي وکړو، چې له لارې به يې خلکو ته ښه ګټه ورسيږي.))


د پوهنې د وزارت کارکوونکی جمال الدين له اوسنيو تليفونونو خوښي څرګنده کړه، چې وبه کړای شي، د موبايل تليفونونو بيه راټيټه کړي. هغه وايي: ((که چېرته ددې تليفونونو شمېره زياته شي، افغان بېسيم او روشن به خپل سيم کارت او ټاپ-ټپ کارتونه په ارزانه بيه ولوري. ))


يو هټېوال عبدالهادي خوشحال دی، چې د کور ترڅنګ يې يو تليفون ودرول شو. هغه وايي: ((دا د هغو خلکو لپاره ډېره ښه خبره ده، چې نه شي کولای موبايل تليفونونه واخلي.))


کابليانو به کوڅو ته د تليفونونو تر راتګ د مخه له موبايل پرته د عامه تليفونونو مرکزونو (PCOs) ته ورتلل، چې د موبايل او ديجيتل تليفونونه يې درلودل. تليفون د خبرو د اوږدوالي له مخې شمېرل کيږي او خبرو کولو د ځای له مخې د يوې دقېقې لګښت اخيستل کيږي.


د يوې PCO خاوند 22 کلن عبدالسلام د دوو کلونو راهيسې د تليفون دا عامه مرکز جوړ کړی او دورځې شپږ ډالره ګټي، خو په راتلونکې کې له هغې څخه ډاريږي. هغه وايي: ((تليفونونه په دې وروستيو ختونو کې ودرول شول او په فعاليت يې پيل وکړ. تر اوسه يې زموږ په کاروبار باندې کوم اغېز نه دی کړی. خو په راتلونکې به هرو مرو زموږ کار تراغېز لاندې راولي.))


Frontline Updates
Support local journalists