ښاروال پر لويې غلا تورن دی

د پل علم ښاروال وايي: "زه هغه څه کوم، چې زړه مې غواړي." په داسې حال کې چې د فساد په وړاندې د مبارزې اداره او د سيمې والي د نوموړو ادعاگانو په اړه د خپلې بې وسۍ خبره کوي.

ښاروال پر لويې غلا تورن دی

د پل علم ښاروال وايي: "زه هغه څه کوم، چې زړه مې غواړي." په داسې حال کې چې د فساد په وړاندې د مبارزې اداره او د سيمې والي د نوموړو ادعاگانو په اړه د خپلې بې وسۍ خبره کوي.

View of Pul-e Alam. (Photo: 1st Lt. John Severns, US Air Force/Wikimedia Commons)
View of Pul-e Alam. (Photo: 1st Lt. John Severns, US Air Force/Wikimedia Commons)

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، عبدالمقصود عزيزي ليکنه

د افغانستان يو ښاروال د عامه شتنمۍ په غصب او اختلاس تورن دی.

د افغانستان د فساد ضد اداره، د لوگر والي او د ښاروالۍ پخواني کارکوونکي ټول وايي، داسې لاسوندي لري چې احمدخان الفت په يو لړ قضيو کې د قانون خلاف اجراات کړي دي.

الفت، چې له ٢٠١٢ کال راهيسې د لوگر د ښاروال په توگه کار کوي، هر راز ناسم اجراات ردوي.

د فساد ضد د څارنې او ارزونې د گډې خپلواکې کمېټې (MEC)يو کارکوونکي، امين الله امانت وويل، نوموړې ادارې د ښاروال د ناسم چلن په اړه د څو قضيو اسناد لاس ته راوړي دي.   

هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "احمدخان الفت نه يوازې پر فساد او درغلۍ تورن دی، بلکې پر لويې غلا، بډې اخيستنې، ناقانونه مقررۍ او تبديلۍ، د ځمکې پر غصب او په لسگونو قانوني سرغړونو تورن دی."

د امانت د وينا له مخې د فساد ضد ادارې، له هغه وروسته چې د الفت په اړه يې په لسگونه شکايتونه تر لاسه کړل، پر پلټنو او څېړنو پيل وکړ.

امانت زياته کړه: "د څېړنې په بهير کې ټول هغه مالي سندونه چې الفت موږ ته وښودل، درغل وو. هغه د دې لاسوندو په جوړولو د ښاروالۍ په لسگونه مليونه افغانۍ عايدات اختلاس کړي دي."

يو بل کارکوونکي وويل، څو مياشتې دمخه د هغه ادارې د الفت په وړاندې د قانوني اقدام سپارښتنه کړې ده، خو مرکزي حکومت هيڅ گام نه دی پورته کړی.

د لوگر ولايت کفيل، محمدهاشم فيضي آی ډبليو پي آر ته وويل، کره لاسوندي په لاس کې لري چې الفت د ښاروالۍ له پيسو څخه په مليونونه افغانۍ اختلاس کړي دي.

د بانک له حساب څخه د پيسو ورکېدل

د ښاروال په وړاندې د څو ادعاگانو له ډلې څخه يوه ادعا د اده چې هغه د ښاروالۍ له بانکي شمېرې څخه دولتي پيسې ايستلي دي.

د لوگر د ښاروالۍ د مالي او حسابي چارو پخواني مسؤول، عين الدين آی ډبليو پي آر ته وويل، الفت د ٢٠١٢ کال په اوږدو کې په پل علم کې له عزيزي بانک څخه پنځه ځلې ١٣٠٠٠٠ ډالره ايستلي دي.

هغه وويل، ښاروال ورته وويل هغسې، چې د ښاروالۍ مقرره يې غوښتنه کوي، پر چک لاسليک وکړي.

هغه وويل: "ښاروال په خپل دفتر کې په بېلا بېلو وختونو کې درې ځلې راته وويل او ټينگار يې وکړ چې چکونه لاسليک کړم. نوموړو چکونو کوم قانوني بنسټ نه درلود."

عين الدين وويل، کله چې ما انکار وکړ، نو ښاروال زما تقلبي لاسليک جوړ کړ.

عين الدين وويل، وروسته له هغې چې د پيسو له ايستلو خبر شو، نو د هغه مهال د لوگر والي، محمد اقبال عزيزي ته يې خبر ورکړ. هغه د څېړنې امر وکړ. آی ډبليو پي آر د نوموړې څېړنې د ٥٢ پاڼو نقل لاسته راوړی. په څېړنه کې موندل شوې وه چې الفت له بانکي حساب څخه ١٣٠ زره ډالره اختلاس کړی دی.

عين الدين آی ډبليو پي آر ته وويل، پر کار باندې د الفت له پيل څخه تر خپل گوښه توب پورې يې د ښاروالۍ په مالي اسنادو کې گڼ شمېر لاسوهنې موندلي دي. 

په افغانستان کې د ښاروالۍ ادارې ټولې پر خپلو عايداتو چليږي او له مرکزي حکومت څخه بودجه نه ترلاسه کوي.

د الفت له مقررۍ يوه ورځ دمخه عين الدين په عزيزي بانک کې د ښاروالۍ د پيسو معلومات ترلاسه او ورته ويل شوي وو، چې نژدې اتيا مليونه افغانۍ د ښاروالۍ په حساب کې پرتې دي. د عين الدين له تبديلۍ دوه ورځې وروسته نوموړې پيسې ١٦ مليونو ته ورسېدې، چې د متحده ايالتونو د يو نيم ډالر له مخې ٢٨٠ زره ډالره کېدل.

عين الدين وويل، هغه باور نه کوي چې ښاروال دې د نوموړو پيسو نيمايي هغه چېرته د ښاروالۍ پر کوم کار لگولې وي.

هغه وويل: "څنگه يو مليون ډالره له باني حساب څخه ورکيږي؟ خلک دې پخپله قضاوت وکړي چې پيسې څه شوې."

د تړونونو د لاسليک په اړه پوښتنې

نورې ادعاگانې د ساختماني قراردادونو په اړه دي.

د ٢٠١٢ کا په دسمبر کې الفت د ودانولو له يوه شرکت سره په پل علم کې د ښاروالۍ د شاوخوا دېوال د جوړولو لپاره د ١٧٠٠٠٠ ډالرو يو تړون لاسليک کړ.

د ښاروالۍ د هغه مهال د انجنيرۍ د څانگې مسؤول، ميراحمد وايي د کار په اړه د هغه له ادارې سره چا سلا مشوره نه وه کړي. د تړون د پيسو په اړه کوم اعلان هم نه و شوی.

احمد وويل: "ښاروال لاسليک شوی تړون ما ته راکړ او د لاسليک غوښتنه يې را څخه وکړه. کله چې ما انکار وکړ، نو راته يې وويل، وځه، له خپلې څوکۍ رخصت (موقوف) يې."

له هغه وروسته چې احمد له کاره وشړل شو، د ودانولو کار پيل شو.

آی ډبليو پي آر د ښاروالۍ له يوه بل کارکوونکي، شبير احمد سره، چې د ښاروال غوښتنې يې سرته رسولې نه وي او په ورته توگه له کاره شړل شوی و، خبرې وکړې.

شبير احمد د ښاروالۍ د براوردونو مسؤول و، هغه آی ډبليو پي آر ته وويل، د ٢٠١٣ کال د مارچ په مياشت کې ښاروال هغه ته د کابل –پل علم پر سړک د ٣٦٠٠ متر مربع کټارې د ويجاړولو لارښوونه وکړه. نوموړي دېوالونه په ٢٠٠٨ کال د ښاروالۍ د سلگونو زره ډالرو په لگښت جوړ شوي وو.

د شبير احمد د وينا له مخې الفت د هغې پرځای د نوو کټارو د لگولو لپاره له يو بل شرکت سره، له مناقصې او د ښاروالۍ له انجينرانو سره له سلا مشورې پرته، تړون لاسليک کړ.

نوموړي زياته کړه: "هيڅ يو لېونی به داسې ونه کړي چې نوې او سمې کټارې ويجاړې او پر ځای يې نورې جوړې کړي."

له هغې وروسته چې د تړون چارې سرته ورسېدې، ښاروال له هغه وغوښتل هغه اسناد لاسليک کړي، چې په کې ليکل شوی وو: زړې کټارې له کاره لوېدلې او د نوې کټارو د جوړولو لپاره د ١٦٠٠٠٠ ډالرو په بيه يو نوي تړون ته اړتيا ده.

شبيراحمد وويل، په دې اړه يې خبر شوی و چې د قرارداد په وړاندې پيسې اخيستل شوي، له دې امله يې له لاسليک څخه انکار وکړ. 

الفت له دې خبرې وروسته د هغه لاس له کاره ونيو، ورته يې وويل: "څنگه چې ته زما امر نه مني، زما هم ته په کار نه يې."

د شبير احمد له گوښه کولو وروسته، الفت د انجينرۍ د څانگې له اتو تنو نورو کارکوونکو څخه وغوښتل چې پاڼې لاسليک کړي، خو هغوی يو هم له دې کار سره موافقه ونه کړه. په دې کار پسې وروسته دا اته تنه هم له کار وشړل شول. آی ډبليو پي آر له نوموړو اتو سره مرکه وکړه او له کار څخه د هغوی د شړلو د مکتوب يو نقل يې لاسته راوړی دی.  

وروستنۍ ادعا دا وه چې دولتي ځمکه يې پر نغدو پيسو پلورلې ده.

د فساد د ضد ادارې کارکوونکي، امانت وويل، د ٢٠١٣ کال د جون په مياشت کې د MECادارې د ځمکې د پلورلو موضوع وپلټله او ويې موندله چې ښاروال هغه په ١٧٥ زره ډالرو پلورلې ده.

په پارلمان کې د لوگر استازي، حاجي محمد اکبر ستانکزي د نوموړو پيسو په اړه نور معلومات هم وړاندې کړل. هغه وويل، تر پوښتنې لاندې ٢ ،٢ هکتاره دولتي ځمکه له الفت څخه مخکني ښاروال، محمد هاشم حسيني د يوه جامع جومات جوړولو ته ځانگړې کړې وه. هغه وويل، پرځای يې الفت نوموړې سيمه د استوگنې پر ٢٥ نومورو ووېشله او ټوله يې پر يو نفر وپلورله. 

ستانکزي وويل: "ښاروال هره نومره په اووه زره ډالره وپلورله او ټولې پيسې يې خپل جيب ته واچولې."

آی ډبليو پي آر د نوموړي خرڅلاو لاسوندي ليدلي دي.

ښاروال ناسم اجراات ردوي.

کله چې د آی ډبليو پي آر دې رپوټ ليکونکي ټول اسناد د الفت ښاروال مخې ته په خپل لاس وړاندې کړل، نو هغه يو شمېر رد کړل او پر نورو يې خبرې نه ونه کړې.  

د سړک د غاړې د دېوالونو د تړون په وړاندې د بډو اخيستلو د ادعاگانو په اړه هغه وويل، "زه ښاروال يم، نه يو عادي سړی. زه د خپل واک له مخې هغه څه کوم چې زړه مې غواړي."

آی ډبليو پي آر د هغه ځمکې د خرڅلاو په اړه اسناد ور وړاندې کړل، چې جومات ته ځانگړې شوې وه، خو هغه انکار وکړ او ويې ويل چې هيڅ شی يې نه دی پټ کړی.

نوموړي زياته کړه: "څه چې ته وايي هغه يوه دسيسه ده. زه هغه يوه هم نه منم."

الفت د ښاروالۍ په بانکي حساب کې له اتيا مليونو څخه  ١٦ مليونو افغانيو ته د شتمنۍ د رالوېدلو په اړه هغه وويل: "د ښاروالۍ بودجه محرمه ده. هغه په رسنيو پورې هيڅ اړه نه لري."  

وروسته آی ډبليو پي آر له کار څخه د يوولسو تنو کارکوونکو د شړلو په اړه وپوښتل، الفت وويل، نوموړې تبديلۍ د دندې تنزل او ارتقا ده، نه د چا د خوشالۍ يا خپگان لپاره.

نوموړي زياته کړه: "زه کوم فاسد سړی نه يم، چې بډې واخلم. زما ټول کارونه له پلان او قانون سره سم دي."

له کاره د گوښه کولو په اړه له پرله پسې پوښتنو وروسته ښاروال په غوسه شو او ويې ويل، "نه غواړم رسنيو ته د خپلو کارکوونکو د تبديلۍ دلايل وړاندې کړم."

ښاروال په همدې وينا خپله مرکه پرې کړه او له عزيزي بانک څخه د ١٣٠ زرو ډالرو د ايستلو په اړه يې نورو پوښتنو ته ځوابونه ورنه کړل.

د دې پوښتنې په وړاندې، چې ولې د لوگر د ولايت مقام د الفت په وړاندې د پراخو اسنادو له شتون سره سره د هغه په وړاندې کوم اقدام نه کوي، [د لوگر] د والي مرستيال، فيضي وويل، هغه همدومره واک درلود چې ټول حقايق يې مرکزي حکومت ته وړاندې کړل.

هغه زياته کړه: "دا د کابل کار دی چې احمدخان الفت ولې له دندې څخه نه گوښه کوي او څارنوالۍ ته يې نه معرفي کوي."

عبدالمقصود عزيزي په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر له خوا يو روزل شوې خبريال دی.

دا رپوټ د ننگرهار او ارزگان په پروژه کې د آی ډبليو پي آر د افغان ډله ييزو رسنيو د انتقادي رپوټ ورکولو د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شو.

Afghanistan
Rule of law
Frontline Updates
Support local journalists