Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

ژورې څاگانې د افغانستان د اوبو زېرمې کموي

کرنیزې ځمکې د اوبو د کمښت له گواښ سره مخ دي.
By Bismillah Pashtoonmal
Farmland in Zabul province is drying up as water resources are drained by privately-dug wells. (Photo: Scott Olson/Getty Images)

د ژورو کنل شوو څاگانو د شمېر د زیاتوالي له امله په زابل ولایت کې د اوبو کچه ډېره ټیټه شوې  او د سلگونو ځايي کروندگرو معیشت يې له گواښ سره مخ کړی.

لږ اورښت خلک د څاگانو کنلو ته اړ ایستلي او په دې توگه د اوبو د سرچینو د لږېدو لامل شوي دي. په پایله کې اوبه له سیندونو او چینو څخه دغو څاگانو ته اوړي او د څښلو د اوبو کمښت رامنځته کوي.  

اوس کروندگر بورونه وهي او څاگانې لا پسې ژوروي، خو هغه هم مخ په وچیدو روانې دي اومعیشت يې گواښوی.

دوه څلوېښت کلن نظرمحمد د کندهار ولایت د گاونډ د ارغنداب د ولسوالۍ په تناره کلي اوسیږي. هغه آی ډبلیو پي آر ته وویل، پخوا به يې د خپلو کروندو د حاصلاتو له پلورلو څخه شاوخوا ۳۰۰۰ ډالره عاید لاسته راول.     

هغه وویل، خو اوس د اوبو د کمښت له امله اړ شوی چې د زابل ولایت  قلات ولسوالۍ ته وکوچیږي. هغه اوس هلته سابه پلوري.

هغه وویل: «موږ به د خپلو باغونو د اوبه کولو په موخه له خپلو څاگانو څخه د ډیزلي جنراتورونو په واسطه اوبه ایستلې. له دې امله چې گاونډیانو مو د خپلو کروندو د خړوبولو لپاره ژورې څاگانې وایستلې، زموږ څاگانې وچې شوې. زه نشم کولای بله څا وکنم. جنراتور ته تېل هم نشم اخیستلای  زما ټول حاصلات د اوبو د نشتوالي له امله وچ شول. ځکه قلات ته وکوچېدم او دلته سابه پلورم.»

په زابل ولایت کې د ۱۹۹۰ لسیزې په وروستیو کې د وچکالۍ په کلونو کې د شخصي څاگانو کنل زیات شول. د کروند گرو حاصلات وچ شول او اړ شول د سیندونو او چینو د وچېدو له امله په خپله د دغه ستونزې د هوارۍ لارې چارې ومومي.

د وچکالۍ له پای ته رسېدو وروسته د څاگانو کنلو دوام وموند او خلکو هڅه وکړه د اړتیا وړ اوبو د چمتوکولو لپاره څومره چې کولای شي، ژورې څاگانې و کني. د چارواکو د اټکل له مخې اوس شاوخوا ۵۰۰۰ ژورې څاگانې فعالې دي.

د زابل ښار د ترنک د سیمې اوسیدونکي، ۳۴ کلن محمد هاشم وویل: « پخوا کلونو کې ژورې څاگانې یوازې د ترنک رود په سویلي برخو کې کنل کېدې اوس مهال دغو څاگانو د اوبو کچه تر دې اندازې پورې ټیټه کړې چې زیاتره چينې او همدارنگه موجودې څاگانې وچې شوې دي. آن د ترنک رود نور په پسرلی او دوبي کې نه بهیږي.»

د وروستیو شمېرنو له مخې د زابل سویلی ولایت د کلو او بانډو نفوس شاخوا ۳۰۵۰۰۰ تنو ته رسېدلی دی.

دزابل ولایت په پنځو کې دوې برخې سیمې غرنیزې او یا نیمه غرنیزې سیمې دي  . پاتې نور يې د بادامو، ممیزو، زردالو او تورې زنکۍ (زیره) پر حاصلاتو ژوند کوي.  

د کرنې د ریاست  اداري مدیر، باز محمد حریفال آی ډبلی پي آر ته وویل، زابل شاوخوا ۶۵۰۰۰ هکتاره د کرنې وړ ځمکه لري چې کروندگر پکې زیاتره د صادراتو لپاره غنم، حبوبات او مېوې کري.

هغه وویل، مامورین يې نه یوازې د ولایت د اوبولگولو سیستم عصري کړي، بلکې کروندگرو ته وايي نوې غلې دانې، لکه، سویا، وکري چې لږې اوبه غواړي.

هغه وویل: «د شخصي څاگانو کره شمېره معلومه نه ده، ځکه زیاتره يې د طالبانو تر لاس لاندې سیمو کې کنل شوي دي. هغه اټکل وکړ چې ښايي ټوله شمېره به يې شاوخوا ۵۰۰۰ څاگانې وي، خو وايې چې ښکاري دا شمېره هم په لوړېدو ده.»

هغه وویل: «موږ لگیا یو چې د کروندگرو ته اوبو لگولو د څڅیدونکي او پاشونکي سیستم په اړه معلومات چمتو کړو، تر څو وکړای شي په لږو اوبو خپلې کروندې اوبه کړي.»

د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ رئیس، حفیظ الله شاه نوري ومنله چې اوس په زرگونه دغه څاگانې د خلکو معیشت ته زیان پېښوي.

هغه وویل، په داسې حال کې چې د ستونزې د هوارۍ کومه اسانه لار نشته، خو په ټاکلي وخت او ځانگړې بودجې به د هغه ریاست یوه لاره ومومي.  

هغه وویل: «موږ دمگړۍ پر کوچنیو پروژو کار کوو، ترڅو ویالې او زېرمې بېرته فعالې کړو. موږ به یو ځواب ومومو.»

د حاجي محمد صدیق په نامه یو سوداگر چې قلات کې د وچو مېوو کاروبار کوي، وویل، وویل ډېری بزګران پخپلو حاصلاتو کې دکموالي نښه ګوري  په تېره  د بادامو او ممیزو باغونه ډېر زیات زیانمن شوي دي.

هغه وویل: «داسې بریښي چې د څاگانو اوبه لږ معدني او غذايي مواد لري. له دې امله د خلکود ځمکو دمیوو پر حاصلاتو منفي اغیزه کړې . داسې نه ښکاري چې غنم، غلې دانې او سابه ډېر اغېزمنې شوې وې، خو د مېوو صادرات رالویدلي دي.»

د کرنې انجنیر، معصوم عزیزي آی ډبلیو پی آر ته وویل، له شک پرته دغه، څاگانې د تر ځمکې لاندې  اوبو کچه ټیټه او چینې او رودونه يې وچ کړي دي.

هغه پر حکومت غږ وکړ چې بندونه جوړکړي، زیاتې ونې وکري او ځنگلونه جوړ کړي، چې د څېړنو له مخې د اوبو د کچې په لوړولو کې مرسته کوي.

د زابل د والي ویاند، گل اسلام سیال وویل: «موږ له مرکزي حکومت څخه څو څو ځلې غوښتنه کړې چې د اوبو د ډنډونو او د زېرمو په جوړولو پیل وکړي.»

هغه وویل: «د دغو پروژو جوړول به کروندگرو ته دا زمینه چمتو کړی چې نور د ژورو څاگانو کنلو ته اړتیا و نه لري. موږ ته به د دې موقع راکړي چې واوره او د باران اوبه زېرمه کړو او ځمکه والو او خپلو خلکو د اوبو د نشتوالي ستونزه هواره کړو.»

په نوموړي ولایت کې د څښلو د اوبو د نشتوالی یوه بله لویه ستونزه ده.

د قلات اوسیدونکي، عبدالسلام وویل، د زیاتو اوبو د ترلاسه کولو لپاره يې خپله موجوده څا نوره هم پسې ژوره کړې ده.

نوموړي ۵۲ کلن سړي آی ډبلیو پي آر ته وویل: «پخوا به مو اوبه له ۱۰ – ۵۰ متره ژورې څا څخه تر لاسه کولې، اوس مو هغه څا تر ۸۰ متره پورې نوره هم وکنله، خو اوبه يې کفایت نه کوي.»

نوموړي په دوام وویل: «هر کال د اوبو سطح ټیټیږي او څا ژوروم. ډېرې پیسې مې د څا په ایستلو او جنراتونو لگیږي.»

د قلات  اوسیدونکي، ۲۷ کلن میرویس، چې شاوخوا ۱۷ جریبه  ځمکه خړوبوی، وویل، زما حاصلات به د ویالو په اوبو اوبه کېدل.

هغه زیاته کړه: «اوس نه یوازې د څاگانو پر کنلو او د هغې پر تجهیزولو پیسې لگوو، بلکې جنراتور ته د سون مواد هم اخلو. د دغه اندازه پیسو د ورکړې وس هر څوک نه لري.»

هر څوک د اوبو د کمښت له امله خپه نه دي. ۳۷ کلن عبدالعزیز، چې څا د کنلو کاروبار لري، وايي، ژورو څاگانو ته د زیات شمېر خلکو د غوښتنې له امله بډای شوی دی.

هغه د یو متر څا د کنلو په وړاندې درې – څلور ډالره اخلي. که چېرته ځمکه کاڼې او ډبرې ولري، نو اجوره يې زیاتیږي. هغه وویل، د ورځې له لسو څخه تر دیارلسو  ډالر ه اخلی.

نوموړي په دوام وویل: «د ژمي له پای څخه تر اوړي پورې راڅخه خلک غواړي چې نوې څا ورته وکنم، یا موجودې څاگانې ورته ژورې کړم.»

«زه دومره مصروف یم، چې د سر گرولو ته وزگار نه یم. کروندگر او د کورونو خاوندان گوري چې  د ځمکې لاندې اوبو کچه هر کال تیټیږي.»