Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

پښتنو نوماندو په هرات کې په اعتصاب لاس پورې کړ

د ټاکنو د پايلو له اعلان وروسته هغه پښتانه نوماندي، چې پارلمان ته يې لاره ونه موندله، وايي په سيستماتيک ډول له ليکې ايستل شوي دي.
By Shahpoor Saber
Some unsuccessful election candidates in Herat claim they were fell victim to a campaign to stop Pashtuns getting into parliament. (Photo: Tracy Hunter/Flickr)

په افغانستان  کې دآی ډبليو پي آر د خبريال، شاهپور صابر ليکنه

د افغانستان د [٢٠١٠ کال د] سپتمبر د پارلماني ټاکنو د پايلو له اعلانولو وروسته له هرات ولايت څخه پښتانه نوماندي ادعاکوي چې د درغليو او ډارولو له لارې له ليکې ايستل شوي دي.

سره له دې چې ددې ولايت څه ناڅه نيمايي نفوس پښتانه دي، خو د نوموړي توکم يوازې يو تن د پارلمان څوکۍ ګټلې ده. 

پاتې راغلو پښتنو نوماندو د نومبر د  مياشتې په ٣٠ نېټه، د ټاکنو د پايلو له اعلان شپږ ورځې وروسته، د هرات د والي د دفتر مخې ته په يو لاريون کې خپل خپګان څرګند کړ.

د هغوی له ډلې څخه د  الحاج قادر اکبر په نامه يو تن د هرات پر پخواني والي او د اوبو او برښنا پر اوسنيسر پرست  وزيراسماعيل خان  تور پورې کړ، چې د هغه په ملاتړ  پښتانه له منځه ايستل شوي دي. 

اکبر راټولو شوو خلکو ته د لوډ سپيکر له لارې وويل: ((په اسمعيل خان پورې تړلې د يوې معلومې ډلې په هڅو پارلمان ته د پښتنو د ورتګ مخه نيول شوې ده. داسې کړنې او پلانونه په ګوته کوي چې د هرات ولايت ځانګړو افرادو د پښتنو په وړاندې جهاد اعلان کړی دی.))

ددې ټکو له څرګندولو ورسته يو شمېر لاريون کوونکي ولاړل او ويل يې چې که دلته پاتې شي، نو د اسمعيل خان له ملاتړو سره به په لانجه واوړي. 

وروسته اکبر وويل، له خپل کاله څخه يې اغزن مزي تاو کړي دي او د شګو بوجۍ يې ايښي دي، چې د بريد لپاره چمتووالی ولري.

پارلمان ته يو بل نوماندي، محمد معروف فضلي وويل، په لومړنيو پايلو کې يې نوم د برياليو نوماندو په لست کې ليکل شوی و، خو د ټاکنو د خپلواک کميسون له خوا د ټاکنو له پروسيجر څخه د ادعا شوې سرغړونې په تور له لست څخه بېرته وايستل شو.

فضلي پر اسمعيل خان او د ټاکنو د شکايتونو د اورېدلو د کميسون پر وياند، ضيا رفعت  تور پورې کړ چې له لست څخه د پښتنو نوماندو د ايستلو کار د هغوی په لارښوونه شوی دی.

نوموړي غونډې ته وويل: ((که حکومت زموږ حقوق اعاده نه کړي، نو د مخالفينو [ياغيانو] له ډلې سره به يوځای شم.))

نورو پښتنو نوماندو هم په غونډه کې په ورته ډول د ناقانونه کارونو د سرته رسېدا ادعاوې وکړې. 

په وروستي لست کې د شاملو ١٥٣ تنو نوماندو په ډلې کې د ياسمين بارکزۍ په نامه  يواځنې يو پښتون توکمه نوماندې نوم شامل و، چې هرات ته د ځانګړو شوو ١٧ څوکيو څخه يوه يې ترلاسه کړې وه.

د والي د دفترمخې ته بله جوړه شوې غونډه د شينډنډ، ګلران، کوشان او  پښتون زرغون د پښتون ميشته ولسواليو د رايه ورکونکو وه

يو شمېر لاريون کوونکو د رايې ورکولو خپل کارتونه وسيځل. د هغوی په ډلې کې د عبدالستار الکوزي په نامه يو تن وويل: ((دا په بشپړ ډول جوته ده چې څرګند کورني او بهرني ځواکونه زيار باسي د پښتنو د نومونو په ايستلو د قومونو تر منځ بې اتفاقي او اختلاف زيات کړي.))

هغه ويل، له اوږدې مودې راهيسې پښتانه د بهرنيانو په ملاتړ د يو شمېر افغاني سياسي ډلو ټپلو تر ګواښ لاندې دي. هغه ګوته وڅنډله: ((زما په اند به يې پايلې ترخې وې.))

د هرات د ولايتي شورا مشر، نذير احمد حيدرزاده له تعصب څخه راولاړ شوي  شکايتونه رښتيا وبلل.

هغه وويل: ((زه د وضعې له امله ډېر اندېښمن يم. کېدای شي ډېرې جدي پايلې ولري. يو شمېر متعصبې ډلې او افراد زيار باسي په پارلمان کې ددې توکميزې ډلې د استازيتوب مخه ونيسي.)).

سياسي شنونکي، احمد سعيدي ګوته وڅنډله، که چېرته پښتانه په پارلمان کې په پوره توګه استازيتوب ونشي کړای، نو پايلې به يې ډېرې ناوړې وې. 

نوموړي د افغانستان د ټاکنو پر خپلواک کميسون او د ټاکنو د شکايتونو د اورېدلو پر کميسون پړه واچوله ((په لاسي ډول داسې اعمال سرته رسوي چې په افغانستان کې موجوده وضعه کاواکه کړي.))

هغه زياته کړه: ((زه وړاندوينه کوم چې له دې کار څخه به په افغانستان کې خونړۍ ناندرۍ او نور ناوړه  شيان رامنځته شي.)):

اسمعيل خان د ٢٠٠١ او ٢٠٠٤ کلونوتر منځ د هرات غښتلی والي و. د ځايي شنونکي، احمد غني خسروي د وينا له مخې هغه لا تر اوسه بشپړ اغېزلري او د پښتنو بد ايسي، چې له ولايت څخه د هغه د لرې کېدو يو لامل و.

له ګاونډي هېواد ايران سره د پياوړو سياسي او اقتصادي اړيکو د درلودلو له مخې په پيل کې داسې برېښېده چې د اسمعيل خان اداره نشي ړنګېدلی، چې هغه مهال د افغانستان ترټولو با ثباته سيمه ګڼل کېده.

د ١٩٩٤ کال په لومړيو کې [اسمعيل خان] د شينډنډ په ولسوالۍکې د يو پښتون جنګ سالار له پوځي ننګونې سره مخامخ شو. له هغه راوروسته د پېښې جزئيات څرګند نه شول. خو داسې بريښي چې د  ولسمشر حامد کرزي حکومت د والي [اسمعيل خان] پرځای د ننګوونکي ملاتړ وکړ. والي يې له ولايت څخه ګوښه  او په کابل کې يې د وزارت څوکۍ ورکړه.

اسمعيل خان د اړيکو د نيولو لپاره د آی ډبليو پي آر پرله پسې غوښتنو ته غبرګون څرګند نه کړ، خو د هغه يو پخواني همکار، غلام محمد مصؤن دا خبره بابيزه وبلله چې ګوندې پخواني والي دې د ټاکنو په بهير کې لاسوهنه کړې وي.

هغه وويل: ((که يو شمېر نوماندي پارلمان ته لاره پيدا کولی شي او يو شمېر نور د اسمعيل خان په امر له لست څخه ايستل کېدای شي، نو د ټاکنو خپلواک کميسون او د ټاکنو د شکايتونو د اورېدلو کميسون به په هيڅ ډول خپلواک نه وای.))

مصؤن وويل، کېدای شي اسمعيل خان په شخصي ډول ويلي وي چې کوم نوماندي د هرات لپاره غوره دي، خو په څرګنده يې د يوهچاملاتړ هم نه دی کړی. هغه د هر افغان تبعه په څېر حق لري چې ووايي کوم نوماندی غوره  دی.

د ټاکنو بهير د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د درغليو ډک بلل شوی او هغه موسسې  يې تر پوښتنې لاندې نيولي چې د هغې څارنه يې کوله. 

د ټاکنو د خپلواک کميسون مشر، فضل احمد معنوي د سپتمبر په ټاکنو کې د چارواکو د لاسوهنې په اړه د لويې څارنوالۍ ادعاوو ته د غبرګون په څرګندولو کې دا خبره په کلکه رد کړه او ټينګار يې وکړ، ((د يو شمېر افرادو له لاسوهنو سره سره کميسون هيڅ ډول فشار ته غاړه کېنښوده او  ژبني، توکميز او مذهبي مسايل يې په پام کې ونه نيول او پر ځای يې په خپلواک ډول پرېکړه وکړه.))