Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

په هلمند کې خراب درمل

وارد شوي درمل خلکو ته رښتينی خطر پېښوي.
By Gol Ahmad Ehsan

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، ګل احمد احسان ليکنه

د افغانستان سويل ته د هلمند په ولايت کې ناروغه کېدل له خطره ډک کار دی، ځکه درملنه  د ناروغۍ په پرتله ډېره ناوړه ده.  ځايي اوسيدونکي وايي د لږ لوستو درمل جوړوونکو له خوا د درملو پخپل سر خرڅلاو زياتره د خلکو ژوند ته ستر ګواښ ورپېښوي. 

تاريخ اوښتي درمل له پاکستان څخه د قاچاق په ډول راوړل کيږي، د هلمند او د افغانستان د نورو سيمو په بازارونو کې په ښکاره پلورل کيږي.

بهلول خان د هلمند ولايت د مرکز، لښکرګاه ښار  په خپل درملتون کې ناست و، چې يو ځوان هلک سانيولی راننوت او له هغه يې وغوښتل د [ناروغه] مور د ليدلو لپاره ورسره لاړ شي.

کورته د رسېدو پر مهال هغه [بهلول خان] ته څرګنده شوه، ښځه د هغه  سيروم د(څاڅکو) له تيريدو  وروسته بېهوښه شوې وه، چې زوی يې ورته راوړي و. درمل جوړوونکي [بهلول خان] پرې درمل بند کړل او ښځه يې له هغه وروسته په منډه روغتون ته يوړه، چې ويې ليدل د درملو د پای ته د رسېدو له نېټې  څخه يو کال تېر شوی دی.

هغه وويل: «د تاريخ تېر شوو درملو پلورنکي قاتلان دي.  هغوی نه له حکومت ډاريږي او نه له خدای (جل جلاله). هغوی د خلکو پر ژوند سوداګري کوي. که له لوږې مړ هم شم، نو تاريخ تېر شوي درمل به ونه پلورم.»  

دکتور محمد اشرف نادري وويل، هره ورځ ورته داسې ناورغان راوړل کيږي، چې له درملتونونو څخه يې تاريخ تير شوي درمل اخيستي وي.

هغه وويل: «موږ د زياترو هغو درملنه کوو، خو يو شمېر يې د همدې درملنو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي يا يې ناروغي تر دې کچې پېچلې کيږي، چې بايد د درملنې لپاره بهر ته لاړ شي.»

هغه وويل، خلک پر ناحقه پر روغتيايي کارکوونکو پړه اچوي، چې [ناروغ ته] درمل ليکي. هغوی په دې نه پوهيږي چې درمل پلورونکي ناسم کار کوي.

هغه وويل: «ډاکټر ناروغي تشخيصوي او لازم درمل ليکي، خو کله چې درملتون ناروغ ته بې کيفيته يا تاريخ تېر شوي درمل ورکړي او ناروغ جوړ نشي يا يٍې ناروغي بدتره شي، نو بيا خلک وايي ډاکټران په څه شي نه پوهيږي.»

 د احمدشاه په نامه د ګرمسېر ولسوالۍ يوه اوسيدونکي وويل، وضعه له لويو ښارونو پرته په نورو ځايونو ناوړه ده.

هغه وويل: «په کلو کې نه ډاکټران شته، نه درملتونونه. درمل د نورو توکو ترڅنګ هټۍ والا  پلوري. کليوال هغوی ته راځي او خپله ناروغي ورته بيانوي. هټۍ والا ورته  په هټۍ کې موجود درمل ورکوي. دا چې ناروغانو ته څه پېښېږي، هغوی پرې سر نه خوږوي.»

هغه وويل، د يو شمېر کلينيکونو روغتيايي خدمتونه تر ټولو ناوړه دي. هغه وايي: «هغو نرسانو چې دوه مياشتني يا درې مياشتني کورسونه لوستي وي، په کلو کې يې کتنځي پرانيستي، ناروغان ګوري او درمل ورکوي.  که کوم يو ومري، نو وايي اجل يې راغلی  او وخت يې پوره و.»

[د هېواد] بازارونو ته د ټيټې کچې يا تاريخ تېر شوي زياتره درمل له ګاونډيو هېوادونو، پاکستان او ايران څخه د قاچاق وړنکو له خوا راوړل کيږي او ډېره ګټه لاس ته راوړي.  

د هلمند ولايت د عامې روغتيا د رياست مرستيال، دکتور يارمحمد ناصري وويل: «ددې درملو کيفيت صفر دی.  نژدې سل په سلو کې ټيټه درجه لري يا يې تاريخ اوښتی وي. موږ يې په اړه څه نشو کولای.»  

په هلمند کې د روغتيايی قوانينو مسؤول چارواکي، دکتور عبيدالله داودزاده وويل، په دې ولايت کې د درملو د چيک کوم لابراتوار نشته.

هغه وويل: «موږ يوازې په کابل کې يو لابراتوار لرو چې درملو کيفيت ټاکلی شي. په نورو ولايتونو کې داسې کوم لابراتوار نشته. دا يوه لويه ستونزه ده.»  

نوموړي دې ټکې ته په يادونې، چې د ګمرک کارکوونکي د ددې درملو د مخنيوي لپاره لازم وسايل نه لري، وويل: «سوداګر له ايران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه هره ورځ په لسګونه ټنه ټيټ کيفيته درمل واردوي او پر خلکو يې پلوري. نه پوهيږم چې څومره خلک به ددې درملو له امله مړه شوي وي. دا ستونزه په ټول افغانستان کې موجوده ده.»  

دکتور داود زاده وويل، د هلمند چارواکو په تېرو درېو مياشتو کې دوه ټنه تاريخ تېر درمل نيولي او د خلکو پر وړاندې يې سيځلي دي.

ستونزه عامه ده. د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي د سږکال په لومړيو کې يې ۳۳۰ ټنه نيول (ظبط) شوي درمل له منځه وړي دي.