Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

په هلمند ولايت کې له خپلو کورونو څخه د بېځايه کېدو د غميزې په اړه گوت څنډنه

د روانې جگړې له امله کليوال يو په بل پسې له خپلو کورونو څخه تښتي.
By Gul Ahmad Ehsan
په هلمند کې نوو جگړ د ولسي خلکو د بېځايه کېدو نوې څپې رامنځته کړي دي. (عکس: Al Jazeera/Flickr)

عبدالخالق د هلمند ولايت په مرکز، لښکرگاه کې د سرک په خوا کې يوه ديوال ته ډډه لگولې او په سوچونو کې ډوب دی.

هغه وويل، د هغه د کورنۍ پنځلس تنه غړي د ناوې په ولسوالۍ کې د طالبانو د وروستيو بريدونو له امله، چې ټول سويلي ولايت يې جارو کړی، له خپل کور څخه تښتيدو ته اړ ايستل شوي دي.

هغه وويل: «موږ دومره وکړای شول چې يوازې ځانونه وباسو او نور هر څه تر شا پرېږدو. اوس دلته په لښکرگاه کې د يوه ملگري په کور کې اوسيږو. ډېرې لږې پيسې راسره پاتې دي. موږ ته حکومت دوه سوه ډالره راکړي وو، چې تر دوو اوونيو پورې يې راورسولو.»

عبدالخالق وويل، پوهيږم چې زه او زما کورنۍ ډېره نېکمرغه وو. د هلمند نورې ډېرې بېځايه شوې کورنۍ بېکوره پاتې دي او يوازې د خلکو په خيراتونو چليږي.  

هغه وويل: «ما له حکومت څخه وغوښتل چې زموږ امنيت وساتي.»

د هلمند د نوې جگړې له امله ډېر خلک له خپلو کورنو څخه تېښتې ته اړ ايستل شوي دي. يو شمېر خيريه موسسې زيار کاږي ځانونه دې پېښې ته ورسوي، چې ځينې خلک يې «بشري ناورين» بولي.

د هلمند ولايت، د اپينو د توليد مرکز، له پخوا راهيسې سختو جگړو ځپلی دی. د طالبانو په وروستې چپاو کې جگړه د لښکرگاه څنډو ته راورسېده. سلگونه کوماندو له مخالفانو سره د جگړې لپاره رارسېدلي دي.

د هلمند ولايت د کډوالو او راستنېدونکو د چارو رئيس، نقيب الله زيارمل وويل، د ناوې، گرم سېر، ناد علي او مارجې ولسواليو او آن د لښکرگاه د ځينو سيمو شاوخوا ٨٠٠٠ کورنۍ د جگړې له امله بې کوره شوي دي.

هغه وويل، د کډوالو رياست زيار کاږي په ورته حالت کې د ښکېل شوو نورو خلکو نومونه هم وليکي او ځای په ځای يې کړي.

زيارمل وويل، زياتره کورنۍ ډېر ناوړه حالت لري. هغه زياته کړه، له مرستندويه موسسو سره په دې هيله په خبرو بوخت يو چې کورنيو ته بنسټيز توکي او د اړتيا وړ نور شيان چمتو کړي.

زيارمل وويل: «موږ تر اوسه پورې ٣٥٠٠ کورنيو ته نغدې پيسې، خوارکي توکي او نور مواد ورکړي دي.»

يو شمېر بېځايه شوو کورنيو په لښکرگاه کې کورونه په کرايه نيولي، په داسې حال کې چې نورو د ملگرو او خپلوانو په کورنو کې اړولي دي. يو زيات شمېر يې د بېځايه شوو کورنيو په يوه کمپ کې ځای په ځای شوي دي. سرچينې ډېرې لږې دي چې له امله يې زياتې کورنۍ له ولايت څخه وتلي دي.  

په کندهار کې د کډوالو د ادارې مشر، محمد عظيم نوابي وويل، په دې وروستيو کې ١٢٠٠ کورنۍ له هلمند څخه رارسېدلي دي.

هغه وويل: «موږ په يوې سروې پيل کړی چې له هغوی سره مرسته وکړو، ځکه بېځايه شوې کورنۍ له ډېرو ستونزو سره مخ دي.»

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د سيمه ييزې څانگې مشر، بلال صديقي وويل: «موږ په هلمند کې د روانې وضعې له امله اندېښمن يو، موږ له يو بشرې ناورين سره مخ يو.»

له پاکستان څخه گڼ شمېر راستنېدونکو کډوالو وضع نوره هم پسې پېچلې کړې. اسلام آباد پر افغانانو زور راوړی چې خپلو کورونو ته ستانه شي.

پاکستان د شاوخوا درې مليونو افغانانو کوربه و، چې څه ناڅه نيمايي يې اسناد نه لري. يو شمېر يې هلته له لسگونو کلونو راهيسې ژوند کوي.

اوس پاکستان افغان کډوالو ته د ٢٠١٧ کال د مارچ پنځلسمه وروستې نېټه ټاکلې چې خپلو کورنو ته ستانه شي. سره له دې ملگرو ملتونو گوته څنډلې چې دا تگلاره ښايي ناوړه پايلې ولري. 

په دې وروستيو کې د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو ادارې (UNHCR) او د مهاجرت نړيواله ادرې (IOM) رپوټ ورکړی و چې هره ورځ له پاکستان څخه افغانستان ته ٧٥٠٠ کورنۍ راستنيږي.

وضع له «زغم څخه وتلې»

د هلمند د ولايتي شورا غړي گوته څنډي چې وضع د زغم وړ نه ده. لښکرگاه تر محاصرې لاندې دی او سرچينې وروستي بريد ته رسېدلي دي.

د امنيتي کمېټې مشر، بشير احمد شاکر وويل: «دا د زغم وړ نه ده. په زرگونه کورنۍ د جگړې له امله بېځايه شوي او بدمرغه ژوند لري. زه پر حکومت او همدارنگه پر سوداگرو غږ کوم چې له دغو کډوالو سره مرسته وکړي، ترڅو خپل خلک له لاسه ورنه کړو.»

د  هلمند يو ځايي فعال، بصير الحق عادل دا ومنله چې وضع د ناوړه کېدو لوري ته روانه ده.

هغه وويل: «نه حکومت او نه نړيوالو مرستندويانو د دغه خلکو غم خوړلی. د هلمند بېځايه شوې کورنۍ آن لومړنيو توکو ته لاسرسی نه لري. زه داسې کورنۍ پېژنم چې له لوږې څخه مري. د هلمند د خلکو ستونزې په خبرو او ويناوو نه هواريږي. حکومت ته پکار ده چې ووايي کوم گامونه پورته کولای شي.»

زيات شمېر بېځايه شوي خلک وايي، د هغوی په ولسواليو کې وضع د طالبانو تر وروستيو بريدونو دمخه په پرتله ييز ډول ارامه وه.

لښـکرگاه ته د گرم سېر له ولسوالۍ څخه راغلي، نعمت الله وويل: «جگړې موږ د کور پرېښودو ته اړ ايستلي يو. کله چې دلته راغلم، ما تر حاصل لاندې شنه ځمکه پرېښوده. حکومت را سره په لښکرگاه کې هم کومه مرسته ونه کړه. روزگار نشته، نه پوهيږم ماشومان به مو له څه راز راتلونکې سره مخ وي.»

د ناوې د ولسوالۍ يوه بزگر، مطيع خان وويل، هغه خپل موټر او د کور سامان په نيمه بيه وپلوره، ځکه د تگ لپاره يې هيڅ شی په لاس کې نه درلود.

د هغه په سيمه کې د جگړې له امله هغه او د هغه کورنۍ د ورځې د ډاره له کوره نشو وتلای او د شپې يې له ډاره خوب نشو کولای.

هغه وويل: «موږ له حکومته غواړو چې زموږ د راتلونکې په اړه فکر وکړي. زموږ د ماشومانو راتلونکې به څنگه وي؟ وضع له يوې ورځې څخه بلې ته خرابيږي. داسې کورنۍ شته چې نه پوهيږي چېرته د غرمې ډوډۍ وخوري او چېرته د سهار چای. هغوی سخت ژوند لري او له جدي ستونزو سره لاس گرېوان دي.»

د ناوې د اوسيدونکې د پنځلسو غړو د کورنۍ مشر، عبدالخالق وايي، غواړي بېرته کورنۍ خپل کلي ته يوسي. 

هغه وويل: «موږ له حکومت او بهرنيانو څخه د سولې د تامين سوال کوو. نه مو د هغوی پېسې پکار دی او نه خواړه. که چېرته مو بېرته ناوې ته د ورستنېدو چانس تر لاسه کړ، نو په خپل کلي کې به بېرته خپل عادي ژوند پيل کړو.»