په هرات کې د نشه يي توکو استازي پلورونکي

په هرات کې د نشه يي توکو استازي پلورونکي

د آى ډبليو پي آر خبريال، فواد احمد ليکنه

يوه ورځ د مازيګر په څلورو بجو کورته روان وم. د هرات ښار د نوي ښار په څلورلارې کې مې د ترافيکي سورڅراغ د لګېدو له امله موټرودراوه. زياتره وختونه دلته کوچنيان ولاړ وي او په دې هيله چې څوک پيسې ورکړي، د موټرو ښيښى پاکوي.

دوه هلکان چې عمرونه به يې له يوولسو څخه زيات نه وو، زما د موټرخواته راغلل او د ښيښو په پاکولو يې پيل وکړ. ما منعه کړل او ورته ومې ويل: "ځئ، لوست ولولئ!" يو يې ځواب راکړ: "موږ بېوزلي يو.کور ته ډوډۍ پيدا کوو."

بل ملګري يې په لوړ غږ وويل، هغه درواغ وايي. هغه پلاراو ورور لري. هغه ددې لپاره سوال کوي، چې په پيسو يې خپل ځانته سګريټ او اپين واخلي.

دې خبرې ماته يو ټکان راکړ، د څراغ له شنه کېدو وروسته مې موټر يو اړخ ته ودراوه او د هلکانو پسې کښته شوم. له موندلو وروسته مې ورته وويل، آيا په رښتيا معتاد يې؟ هغه ځوب راکړ: "کاکا دا ستا کار نه دى. ځه او خپل کاردې کوه."

ما ورته وويل مرسته به درسره وکړم او بيا مې ترې وپوښتل چې معتاد يې؟ هغه په غوسه وويل: "هو، زه معتاد يم. سګريټ او اپين څکوم! اوس خوشحاله شوې؟"

له دې خبرې وروسته يې منډه کړه او کور ته لاړ. په هماغه شپه تر نيمي شپې پورې ددې هلک په فکر کې وم. بله ورځ مې د آى ډبليو پي آر له دفتر سره اړيکه ونيوله او د موضوع په هکله مو خبرې اترې وکړې. هغوى راته وويل چې د موضوع په اړه په بيړه په ليکلو پيل وکړم.

ما د کورنيو چارو په وزارت کې له نشه يي توکو سره د مبارزې له رئيس، غلام جيلاني دقيق سره د يوې مرکې د سرته رسولو غوښتنه وکړه. هغه ته د تګ په لار کې راته دا فکر پيدا شو چې ښايي کوچنيانو راته درواغ ويلي وي.

خو دقيق د هغوى خبره رښتيا وبلله.

هغه راته وويل: "له بده مرغه په هرات کې د ١٠٠٠٠ کوڅه ډبو ماشومانو له ډلې څخه ٢٢٠٠ تنه دمګړۍ معتاد دي. په هرات کې د شهامت په نامه يو کلينيک دى، چې د دکوچنيانو او همدارنګه د لويانو درملنه کوي، خو هغه ډېر لږ ظرفيت لري."

نوموړي وويل پر نشې د کوچنيانو د اموخته کېدو يو لامل د هغوى ميندې او پلرونه دي چې پخپله معتادين دي. زياتره معتادين افغان کډوال وو، چې له ايران څخه راستانه شوي دي.

له هغه ځايه د پوليسو امنيه قوماندانۍ ته لاړم چې له اداري مدير محمد ادريس سره مرکه وکړم.

هغه راته يو بله اندېښته بيان کړه. هغه وويل: "کوچنيان نه يوازې نشه يي توکي کاروي، بلکې د هغې په قاچاق کې هم ښکيل دي. د قاچاق وړونکو زياتره ډلې ماشومان د نشه يي توکو د قاچاق لپاره ګوماري."

هغه زياته کړه، کله چې کوچنيان بنديان شي، هيڅوک يې پوښتنه نه کوي. موږ د هغوى ټولو لپاره کوټې نه لرو. نوموړي وويل: "يو شمېر مو دارالتاديب ته لېږلي دي. هلته هم امکانات ډېر محدود دي."

ومې پتېله چې دارالتاديب ته لاړ شم، خو په لومړي سر کې چارواکو د مرکې خبره ونه منله. ما له يو شمېر نورو مسؤولينو سره اړيکه ونيوله او په پاى کې د دارالتاديب رئيس، مير محمد صديق حسيني د مرکې اجازه راکړه.

هغه ډېر په غوسه و او څنګه چې هلته ورسېدم، راته يې ويل: "د عسکونو اخيستلو حق نه لري. يوازې له يو يا دوو تنو سره مرکه وکړه." هغه ټينګار وکړ چې يو تن پوليس بايد راسره ملګرى شي.

په افغانستان کې زياتره چارواکي له ژورناليستي کارونو سره بلديت نه لري. هغوى له ژورناليستانو سره مرسته يو اضافي او بې ګټې کار بولي. ما غوښتل يوازې واوسم، ځکه که پوليس راسره ملګرى وي، نو کېداى شي کوچنيان حقيقت ونه وايي.

د بند کوټې ته په لاره مې زيار وايست چې له پوليس سره انډيوال شم. هغه وويل: "زما عکس واخله او چاپ يې کړه. بيا دې څنګه چې زړه وي مرکه وکړه."

هغه له کوټې بهر کښېناست او زه يوازې دننه لاړم.

هلته مې ١٣ کلن عبدالله وليد. هغه وويل کورنۍ يې ډېره بېوزلې ده او پلار يې په ايران کې معتاد شوى دى. مور يې (د خلکو) جامې پرېمينځي او کشرۍ خور يې ښوونځي ته ځي.

عبدالله د هرات په ښار کې د موټرو ښيښې پاکولې او د ورځې يې سل افغانۍ ګټلې. يوه ورځ په يو پارک کې پر څوکۍ ناست و او د خپل ژوند او کورنۍ په اړه په سوچونو کې ډوب و، ويې لېدل چې يو سړي ورته متوجه دى.

کله چې د پيسو د غوښتلو لپاره ورغى، سړي ورته وويل که له ماسره کار وکړي، نو نور به سوال کولو ته اړتيا پيدا نه کړې. هغه وويل: "ما ورته وويل څه وکړم؟ هغه وويل، زه به درته کڅوړې درکوم او ته به يې کورونو ته وړې. زه به يې تاته چل وښيم. دا کار به دورځې يوه پلا وي او زه به درته 500 افغانۍ درکړم

عبدالله وويل، لومړى وډار شوم، خو کله چې مې پيسو ته فکر وکړ، نو د محتوا له پېژندلو پرته مې يوه کڅوړه يوړه.

عبدالله وويل: "پنځه سوه ګون نوټ مې ميده کړ، سل افغانۍ مې مور او نورې پاتې مې پلار ته ورکړې. کله چې مې پلار پيسې واخيستې، نو په ژوند کې يې د لومړي ځل لپاره مچې کړم."

عبدالله وويل د ناصر په نامه هغه سړي يوه ورځ د غرمې ډوډۍ لپاره کورته وبللم. له کيسې وروسته يې ځمکې ته کتل او په ژړا يې پيل وکړ.

هغه وويل: "کله چې ناصر کور ته يوړم، نو لواطت يې راسره وکړ. زر افغانۍ يې راته راکړې. راته يې وويل چاته ونه وايم، که نه، نو وبه وژل شم."

عبدالله وويل پوليسو کڅوړې په لاس ونيولم اودلته د دارالتاديب رياست ته يې راوستلم. هغه وويل ناصر او ملګري يې هم بنديان شول.

هغه په ژړا له ما غوښتنه وکړه: "د خداى لپاره يوڅه وکړه چې زه خلاص شم. پلار زما په کيسه کې نه دى. مور او خويندې مې له لوږې مري."

يو مها ل و چې د دارالتاديب رئيس زموږ په لورى راغى او په غوسه و. هغه وويل: "تاسو خبريالان موږ ته هيڅ غوږ نه نيسئ. له دې ځايه ځه!"

هغه پوليس ته مخ واړاوه او ورته ويې ويل چې له دې ځاى مې وباسي او خپل دفتر دننوتو به وخت دروازه يي هومره په زوره ووهله چې ان زه وډار شوم

په هرات ښار کې د پوليسو د قوماندانۍ وياند، نورخان نېکزاد هم د مرکې په اړه لومړى زړه نازړه و، خو له ډېر ټينګار وروسته حاضر شو.

هغه وويل، د نشه يي توکو د قاچاق په تور يې زيات کوچنيان نيولي او دارالتاديب ته يې استولي دي.

نورخان په دارالتاديب کې د پوليسو له خوا د کوچنيانو د وهلو او ډبولو د ادعاګانو په اړه وويل: "کيداى شي کله چې څوک يو جرم وکړي او پوليس يې بنديان کړي، نو يو سوک سپېړه يې و وهي."

هغه زياتې خبرې ونه کړې او د مرکې د پاى ته رسولو له امله يې بښنه وغوښته.

کله چې مې خپله ستونزه د کوچنيانو د دفاع د مرکز رئيس، مير غلام صديق سره شريکه کړه، هغه وخندل او ويې ويل: "تاسې ژورنالستان ډېرې چيغې وهئ، خو څوک يې نه اوري."

نوموړي يوه پياله چاى راکړ او داسې پاڼې يې راوښودې چې د ١٠٠٠٠کوڅه ډبو کوچنيانو په اړه په کې رپوټونه چمتو شوي وو. هغوى زياتره د هرات ښار ته له نورو ولايتونو څخه راغلي دي. هغه د کوڅه ډبو کوچنيانو د شمېر د ډېرېدو لامل بېوزلي، وزګارتيا، ناامني او د حکومتي چارواکو بې پروايي په ګوته کړ.

زما رپوټ ښه اغېز وکړ، ځکه کله چې کيسه يو ځل بيا د ځايي يو شمېر رسنيو له خوا خپره

شوه، چارواکي د کوڅه ډبو کوچنيانو لپاره د درملنې د يو مرکز د جوړېدو په فکر کې شول.

يو څه موده وروسته خبر شوم چې په يوې مياشتې کې پر اپينو باندې د يو شمېر بسپنه ورکوونکو هېوادونو په مرسته له نشه يي توکو سره د مبارزې د وزارت له خوا د معتادو کوچنيانو د درملنې يو مرکز جوړ شو.

ما د نوموړي مرکز يو څه برخې وکتلې او تر ليدو وروسته خوشحاله شوم. وجدان مې يو څه راحت شو، ځکه ومې کړاى شو چې د خپل قلم په واسطه له ياده وتلو ماشونو او ځوانانو لپاره يو څه خدمت وکړم.

خپل دفترته له راتګ وروسته په خپلې څوکۍ وغځېدم او د يو څو دقيقو لپاره مې عبدالله په سترګو کې ګرځېدو راګرځېدو. پر هغه شوي ظلمونه مې سترګو ته مجسم کړل. کيداى شي د هغه په څېر په سلګونه کوچنيان له دې بدمرغۍ سره لاس او ګرېوان وي.

دا کيسه په هرات کې د فواد احمدي له مخکينۍ ليکنې سره تړاو لري، چې د دسامبر په ١٧ د آى ډبليو پي آر له خوا خپره شوې وه.

په يوې کيسې پسې بله د آى ډبليو پي آر د کار او هغه ننګونو څرګندونه کوي چې زموږ تر روزنې لاندې خبريالان ورسره د کار په بهير کې مخامخ دي.

دا کيسه زموږ ژورنالستانو ته اجازه ورکوي چې د خپلو کيسو په اړه کره معلومات راټول کړي او پوه شي چې دا موضوع هغوى ته ولې مهمه ده او پخپله څومره له هغې اغېزمن شوي دي . دا کار د يو ليکوال په وړاندې پرتې ستونزې هم روښانه کوي، ځکه هغوى غواړي د موضوع زړه ته ورننوځي.  

Frontline Updates
Support local journalists