Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

[په ننگرهار کې د] ښځينه ښوونکو د شمېر زياتوالی

د نجونو د زده کړې په وړاندې د اوږدې مودې خنډونو لرې کېدو ته د پرمختگ په سترگه کتل کيږي.
By IWPR Afghanistan

 

 

 

    

 

د ځايي چارواکو په وينا له تېرو دوو کلونو راهيسې د افغانستان په ختيځ، ننگرهار ولايت کې د ښځينه ښوونکو په شمېر کې د پام وړ زياتوالی راغلی دی.

له پرمختگ سره د مخالفو دودونو او همدارنگه د دندو د لږوالي له امله د ښوونکو د روزنې له پوهنځيو څخه زيات شمېر فارغې شوې مېرمنې د خپلې خوښې په ډگر کې کار نشي موندلای. 

د ننگرهار ولايت د پوهنې د رياست له خوا د چمتو شوو معلوماتو پر بنسټ دمگړۍ په ننگرهار کې ١٤٠٠ تنه ښځينه ښوونکې پر دندو بوختې دي. په ٢٠١٤ کال کې دا شمېره تر يو زر پورې رسېده.

د جلال آباد ښار په څلورمې ناحيې کې د آلايي د لېسې مديرې، مينې شېرزاد وويل، د نارينه ښوونکو په پرتله د ښځينه ښوونکو د شمېر زياتوالی له ورايه څرگنديږي. 

هغې وويل: «له يوې ورځې نه بلې ته د ښځينه ښوونکو شمېر زياتيږي. دا کار د زده کړې د بهير د ودې او پراختيا لپاره يو ښه خبر دی. زه له کورنيو څخه غوښتنه کوم چې خپلې لوڼې پرېږدي زده کړه وکړي او له دې لارې په هېواد کې د ډېر شمېر نجونو د روزلو زمينه چمتو کړي.»

په ننگرهار کې ټول ټال ٩٠٢ ښوونځي موجود دي چې ٨٢٠ زره زده کوونکي پکې لوست لولي. په دې ډله کې ٢٨٦ لېسې او پاتې نور لومړني او منځني ښوونځي دي.

د ننگرهار د پوهنې د رياست په وينا نجونې د زده کوونکو ٤٠ سلنه جوړوي.

د جلال آباد د ښار په پنځمه ناحيه کې د نازو انا د لېسې مديرې، شيما وويل: «د ښځينه ښوونکو د شمېر زياتوالی يوه لويه بريا ده. موږ او زده کوونکي له دې امله خوښ يو.»

نوموړې په دوام وويل: «پخوا مو د گوتو په شمېر ښځينه ښوونکې درلودل، زياتره د لوړ عمر لرونکو نارينه ښوونکو تدريس کاوه. اوس د ښځينه ښوونکو شمېر لوړ شوی دی. هغوی هم خوشاله دي چې کار کوي.»

د نازو انا په ليسې کې په دندې يوې نوې گومارل شوې ښوونکې، مهينې وويل، په ښوونځي کې د زده کړې پر مهال يې ټول ښوونکي نارينه وو.

هغې په دوام وويل، اوس دا خبره سرچپه شوې ده.

نوموړې وويل: «ما تل غوښتل ښوونکې شم، چې د نجونو په زده کړه کې مرسته وکړم. نن مې خوب رښتيا شوی او د نازو انا په ليسه کې ښوونکې يم. له نورو ښځو هم غوښتنه کوم چې ښوونکې شي.»

د ننگرهار د والي د دفتر رئيس، احمد ضيا عبدلزي هم د ښځينه ښوونکو د شمېر د لوړېدو ستاينه وکړه.

هغه وويل: «ولايتي اداره په دې اړه زيار کاږي چې اسانتياوې چمتو کړي، د ښځينه ښوونکو شمېر لوړ کړي او د ښوونځيو موجودې ستونزې هوارې کړي.»

د پوهنې د رياست د رسنيو مشر، محمدآصف شينواري وويل، د پوهنې رياست د ننگرهار په بېلا بېلو ولسواليو کې د ښځو د روزنې له يو شمېر مرکزونو سره مرسته کړې ده. 

سره له دې چې زيات شمېر ښځې د ښوونکې په توگه روزل شوي دي، خو يو شمېر يې نه غواړي دا کاري فرصت ترلاسه کړي.

د ننگرهار د ښوونکو د روزنې رئيس، داوود ابراهيم خېل وويل، هر کال شاوخوا ١٥٠٠ تنه ښځينه زده کوونکې فارغيږي. 

شاوخوا ٥٠٠ تنه د کورنيو د مخالفت، امنيتي ستونزو او د پوهنې د وزارت د نه استخدام له امله د ښوونکې په توگه کار نشي کولای.

د قاري دين گل په نامه د ننگرهار يوه مدني فعال وويل، د نجونو له زده کړو سره د مرستې په موخه بنسټيز کارونه روان دي.

هغه وويل: «د ښځينه ښوونکو د شمېر زياتوالی يو ښه خبر دی. موږ خپلو هڅو ته دوام ورکوو او په لرې پرتو سيمو کې د خلکو د معلوماتو د کچې د لوړلو د پروگرامونو له لارې دا پيغام خلکو ته رسوو چې د نجونو زده کړه ټولنې ته څومره اړينه ده.»

ابراهيم خېل له دې سره موافق دی چې نور ډېر کار ته اړتيا شته. هغه وويل: «اوس موږ د پخوا په پرتله ډېر نارينه او ښځينه زده کړه لرونکي ښوونکي لرو. موږ هڅه کوو د ښوونې او روزنې سيستم مسلکي کړو.»

د ښځينه ښوونکو د شمېر زياتوالی د نجونو په زده کړه کې مهمې پايلې لري.

که کورنۍ وپوهيږي لوڼو ته يې ښځينه ښوونکې لوست وايي، نو اجازه به ورکړي چې ښوونځيو ته لاړې شي. زده کوونکي په خپله د ډاډ احساس کوي او په ازادانه ډول ټولگيو ته ځي.

د نازو انا د ليسې زده کوونکې، رڼا وويل: «اوس ډېره خوشاله يم چې ښځينه ښوونکې لوست راکوي. د پوښتنو کول راته ډېر اسان بريښي. پخوا به مې له نارينه ښوونکو څخه پوښتنو کولو ته زړه نه ښه کولو.