په قرغزي جېلونو کې د بنديانو حالت

له جېلونو څخه په وتلو ښځينه بنديانو باندې ډېر لږ زړه سوی کيږي او راتلونکې ژوند ته هغوی زياتې هيله منې نه ښکاري.

په قرغزي جېلونو کې د بنديانو حالت

له جېلونو څخه په وتلو ښځينه بنديانو باندې ډېر لږ زړه سوی کيږي او راتلونکې ژوند ته هغوی زياتې هيله منې نه ښکاري.

تر هغې يو څو اوونۍ ورسته، چې 36 کلنه ايوا د قرغزستان د ښځو له يوازيني جېل څخه خوشې شوه، يو ځل بيا د زندان د ميلو شاته واچول شوه.


نوموړې چې نه د خواړو لپاره څه درلودل او نه د اوسېدو لپاره کوم ځای، يو ځل بيا د ژوندي پاتې کېدو لپاره غلا وکړه او له دې امله له پلازمينې بيشکيک څخه 12 کيلومتره وړاندې د ستپنايا د کلي په يو محبس کې بيا بندي شوه.


دا خبره درې کاله دمخه وه او اوس ايوا، چې د يو دوه کلن ويتاليک کوچني مور ده، بيا د خوشې کېدو په درشل کې ده. هغه هيله منه ده، دا ځل به کارونه سم وي، خو بهر په ټولنې کې د ژوند په اړه اندېښنه لا ورسره شته، چېرته چې پخواني محکومين رټل شوي او له پامه غورځول شوي دي.


ايوا وايي: ((زه غواړم له خلکو هيله وکړم، چې په موږ بنديانو سترګې پټې نه کړي او نه راسره د ټولنې د بې ارزښته يو څيز په څېر چلن وکړي. موږ سزا ليدلې ده. که هغوی له موږ سره يو څه اخلاقي مرسته وکړي، نو کېدای شي ددې جوګه شو، ترڅو يو ښه ژوند پر مخ يوسو. ښځې استوګنځايونو او کارونو ته اړتيا لري. هغوې د لازمو اسنادونو تر لاسه کولو ته اړتيا لري.، که نه نو همداسې به جرمونه سر ته رسوي او زندان ته به ځي.))


ايوا په قرغيزې ټولنې او د هغه هېواد په جزايې سيستم باندې په ګوتنيونې کې يوازې نه ده، چې په زرګونه ښځې په کې بندي شوي، له پامه غورځول شوي او بيا له لږ ملاتړ او ټولنې ته د ورګډېدو له لږي هېلې سره خوشې شوي دي.


د بشري حقونو په نوم د Egl د غير حکومتي موسسې مشر، چولپان اومرکانووا وايي: ((هغوی (ښځې) په زندان کې له يو څه وخت تېرولو وروسته ټولنيزې او رواني بيارغاونې .... ته اړتيا لري، خو له بده مرغه په هېواد کې داسې کومه يوه موسسه نه شته، چې دې ستونزې ته ورسېدای شي.))


د کارميل د بنسټ يو فعال، اکبرميت کدایبيرکينووا له دې خبرې سره يوه خوله دی، چې د زندان سيستم قرغيزي ښځې له پامه غورځوي.


هغه وايي: ((موږ دې ته اړتيا لرو، تر څو دې سيستم ته په بيړه نوي بڼه ورکړو (يو انساني چلن ته مخ په وړاندې لاړ شو) او زنداني ښځو ته رښتينې مرسته چمتو کړو.))


د محبس مدير، ويکتور ستاروستينکو وايي، د ستيپايا په بندي خانې کې د 611 تنو ښځو له ډلې څخه زياترو يې خپلو کورنيو ته د خواړو د چمتوکولو په موخه د غلا او نيشه يي توکو د قاچاق په څېر جرمونه سرته رسولي دي. آن هغه شمېر چې د وژنې په څېر سخت جرمونه سرته رسولي دي، زياتره دخپلو ميړونو يا لونډانو (نارينه ملګرو) د ناوړه چلن ښکار شوي دي.


د قرغزستان محمکه له دغو ښځو سره سخت چلن کوي او د کوچنيو جرمونو لپاره يې داوږدې مودې په بند محکوموي.


ستاروستينکو وايي: ((زموږ محکمې د هغوی په وړاندې (لږه بشري خواخوږي ښيي) موږ داسې حالتونه لرو، چې ښځې په کې د 40 سومو (له يو ډالر سره انډول) په ارزښت د يو (لاسي) ساعت په غلا کې له درېو څخه تر څلور کلونو پورې بندي کوي. ځوانې نجونې يوازې ددې لپاره په بند کې اچول شوي، چې د بار د خاوند د هڅونې په وړاندې مقاومت نه شي کولای او يا د لوږې له امله د ډوډۍ غلا کولو ته اړې شوي دي. له بند څخه له خوشې کېدو وروسته هغوی د تګ ځای نه لري، په دې توګه يو بل جرم سرته رسوي او بيرته موږ ته راوستل کيږي.))


د سټيپنايا محبس د شوروي د حکومت پر مهال په 1962 کال کې جوړ شوی دی او له هغې راورسته ورته ګوتې نه دي وروړل شوي. دننه دېوالونه يې زاړه، خړ او لوېدلي دي. کړکۍ يې ماتې شوي اود ژمې په موسم کې دننه دومره ساړه وي، چې د يو بندي په وينا څوک سا نه شي ايستلای.


يوه مېرمن د غلا په تور خپلې محاکمې ته د انتظار په مودې کې په نري رنځ اخته شوې وه.


په دې محبس کې د تمدن يوازنۍ نښه تلويزيون او د پخلي يو برښنايي داش دی او يوازې هغه خلک يې کارولای شي، چې له کورونو څخه د خواړو لپاره څه شی تر لاسه کوي. نور پاتې بنديانې يوازې په هغې ډوډۍ يا ښوروا پخوي، ځکه هر بندي ته د خوراک لپاره دولتي بودجه په ورځ کې 26 سومه (52 سينټه) ده.ورکوي


د 15 کلنې سويتلانا په څېر ځوانې نجونې چې د خپل ملګري (لونډ) د وژلو په تور بندي شوې وه،په جيل کې دهغو بنديانو سره چې عمرونه يي ډېر دي يو ځاى اوسيږي. ((دلته موږ داسې شيان ګورو او زده کوو، چې آن په دښمن يې څو ک نه شي پيروز کولاي. که يو څو کلونه په دې زندان کې تېرکړم، نو آيا زه به ښه شم، پرمخ به لاړه شم او وده به وکړم؟ برعکس، ټوله نړۍ مې بدې راغلې ده.))


د بنديانو زيات شمېر له بند څخه له بهرنړۍ سره اړيکې نه لري او يوازې د ګوتو په شمېر پايوازان ورته راځي، ځکه هغوی د جرم د سرته رسولو له امله خپلو خپلوانو او کورنيو له ځانه شړلي دي.


د يوې ښځې خور چې خپل ميړه يې د ناوړه چلن له امله وژلی و، آی ډبليو پي آرته وويل، کله چې هغه بېرته راخوشې شي، نو څوک به ورته هرکلی ونه وايي.


هغه وايي: ((زما کورنۍ اوزه د خپلې خور په هکله خپه يو. موږ د خپلوانو ګاونډيانو او ملګرو په وړاندې شرميږو، زموږ په کور کې داسې يوه ښځه اوسيږي، چې په محبس کې وه. موږ به له هغې سره مرسته وکړو، ترڅو بل ښار ته لاړه شي، چې هيڅوک يې ونه پېژني. د هغې لپاره دلته راتګ ډېر سخت دی. که د هغې ګاونډيان او ملګري لکه له هغې سره، چې پخوا يې ليدل کتل کول او اوس ترې مخ واړوي، نو هغه به ځان د يو ټولنېز رټل شوي او شړل شوي غړي په توګه احساس کړي. هغه به ونه شي کړای د خپل حبس (د مخينې) له امله ځان ته کار ومومي.))


اته ويشت کلنه واليريا هم خپلې کورنۍ شړلې ده، چې د غلا په تور يې د بند څلور کلنه دوره تېره کړې. د يو شمېر ښځينه بنديانو په څېر د يو نژدې خپلوان په ځای مذهبي عقېدې له هغې سره مرسته کړې وه. هغې د محبس د عبادت په يو کوچنۍ خونې کې د هوسايي احساس کاو.


((زه غواړم (عيسوي دين ومنم.) هغوی زما په څېر خلک زغملی شي. له دې پرته د ژوندې پاتې کېدو بله لاره نه شته.))


الينا دوکونينا، چې د شوروي له پېر راهيسې د بند خپله 25 کلنه دوره تېروي، دا خبره مني، چې کليسا د زيات شمېر بنديانو لپاره د هوسايۍ يو ځای دی. هغه وايي: ((د مذهبي موسسو رامنځته کېدل ښه خبره ده. دلته دا ښځې هغې ته پنا وړای شي. آيا ته فکر کوې، چې هغوی رښتيا هم دومره ټينګه مذهبي عقيده لري؟ هغوی هلته ددې لپاره ځي، چې بايد لاړې شي، ځکه د تګ لپاره بل ځای نه لري.))


په همدې توګه اميداوره ميندې برسېره پر دې چې خپلې کورنۍ له لاسه ورکوي، بايد د خپلو ماشومانو د جلاوالي کړاو هم وزغمي. د هغوی ماشومان له زېږېدو وروسته جلا ودانۍ ته لېږدول کيږي. کله چې ماشومان درې کلن شول، نو بيا روزنتون ته استول کيږي.


د محبس چارواکي وايي، هغوی بايد ماشومان له ميندو څخه جلا کړي، ځکه له تيرو تجربو څخه جوته شوې، چې ميندو د خپلو ماشومانو خواړه په سګرټو ورکول. خو د 33 کلنې ايشوريک په څېر بنديان وايي، چې هغوی داسې اراده نه لري.


هغې وويل: ((ما ځکه د يو ماشوم دراوړلو هوډ وکړ، چې کلونه تېريږي او زه بايد لږ تر لږه يو څوک ولرم،چې ماته نژدې وي.))


سره له دې چې ايوا نه شي ويلای بېرته به د ميلو شاته راشي او که نه، خو په يو شي باوري ده اوهغه د ډېر ژر خوشې کېدو په اړه د هغې سوچ دی.


هغه وايي: ((په قرغيزستان کې د تاديب سيستم زموږ په ټولنې کې د سرطان د دانې د ودې په څېر دی. هغه پرله پسې وده کوي او خپل شاوخوا هر څېز ته تاوان رسوي. په زرګونه ښځې ددې سيستم له لارې (روزل کيږي) ځي، خو هيڅ ښه والی (او سمون) په کې نه راځي. د هغې پرځای ټولنې ته د فزيکي او روحي ناروغ په توګه ورګرځي. د هغوی اراده ماته او ژوند يې ويجاړيږي.))


Frontline Updates
Support local journalists