Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

په سويل ختيځ کې ښوونځي ودانۍ او کتابونه نه لري

د خوست ولايت زياتره ښوونځي خپلې ودانۍ نه لري، مسلکي ښوونکې او آن د لوست کتابونه پکې نشته
By Ahmad Shah
Tents provide the classrooms for this school in Afghanistan's Khost province. (Photo: Ahmad Shah)

په خوست کې داى دبليو پى ار تر روزنې لاندې خبريال احمد شاه ليکنه

د ورغه د کلي د ښوونځي د څلورم ټولگي زده کوونکې، بلقيسه دوې خښتې خوا په خوا ايښي او پرې ناسته ده. تر شنه اسمان لاندې نور همټولگيوال يې شاوخوا ته يا پر ډبرو ناست دي او يا هم پر ځمکه.

بلقيسه خپل شواوخوا ته گوري او وايي: "موږ ټولگی نه لرو. تر شنه اسمان لاندې لوست لولو. کله چې باران اوري، نو کورونو ته مو ليږي. د اوړي په گرمۍ کې سوځو او د ژمي په يخنۍ کې لړزيږو."

هغه د ښوونځي بکس ته گوته نيسي او وايي: "کتابونه، نه لرو. زده کوونکي په ټولگي کې لوبې کوي. يو شمېر يې وېده وي. يو ښوونکی څو شېبو ته راځي، خو نور ښوونکي نه لرو."

د خوست ولايت زده کوونکي او ښوونکي شکايت کوي چې تر نيمايي زيات ښوونځي سمې ودانۍ نه لري، له دې امله زيات ټولگي تر شنه اسمان لاندې لوست لولي.

همدارنگه د لوست کتابونه، ميزونه او څوکۍ  نشته، د مسلکي ښوونکو جدي کمښت موجود دى

د مهدي خېلو د ښوونځي سرښوونکي، عبدالقدوس وويل، ٦٩٠ تنه زده کوونکي او ١٧ تنه ښوونکي دايمي ودانۍ نه لري. يوه ودانۍ ورته جوړه شوې ده، خو له کلي ډېره وړاندې پرته ده، نجونې ورته نشي تللای. 

هغه وويل: "له زياتو ستونزو سره لاس او گرېوان يو. موږ په ځينو وختونو کې جومات، باغونو او دېرو کې لوست ورکوو. تاسو پخپله فکر وکړئ. څنگه به په ١٧ تنو ښوونکو ٦٩٠ تنو زده کوونکو ته لوست ورکړو؟"هغه زياته کړه ((په يو شمېر ښوونځيو کې ښوونکو او اداري دفترونو ته خوني نه لرو. ))

د خوست د يوې بلې ليسې مدير، امان الله وويل: "ټولگي، مېزونه او څوکۍ يوې خواته پريږده، آن کارکوونکو ته دفتر نه لرو، چې خپل اسناد او دوسيې پکې وساتو."

امان الله وويل، د هغه په ليسه کې ١٤٠٠ تنو زده کوونکو ته ٤٣ تنه ښوونکي لوست ورکوي.

هغه په دوام وويل: "په نوموړو ٤٣ تنو ښوونکو کې دوه تنه ليسانس، ١٤ تنه د ١٤ ټولگي فارغان او پاتې ټول د ليسې فارغان دي. په حقيقت کې موږ لږ تر لږه اويا تنو ښوونکو ته اړتيا لرو چې بايد ټول مسلکي وي."

د خوست ولايت د پوهنې د رئيس مرستيال، مطيع الله فضلي ومنله چې د ښوونځيو د ودانيو او مسلکي ښوونکو کمښت يوه ستره ننگونه ده. هغه وويل، له دې سره سره په تدريجي ډول ستونزې هواروو.

هغه وويل: "دمگړۍ د خوست دېرش سلنه ښوونکي مسلکي دي. همدارنگه مو د ښوونځيو د غاليو، ميزونو اوڅوکيو کمښت تر اويا سلنه پورې پوره کړی. څه ستونزې زموږ له وس پورته دي. موږ په دې اړه له پوهنې وزارت او نورو مرستندويه  موسسو سره اړيکې نيولي دي."

فضلي وويل، په خوست کې ٣٤٤ ښوونځي موجود دي چې څه ناڅه ٣٥٠٠٠٠ تنه زده کوونکي پکې لوست لولي. په دې ښوونځيو کې ١٦٠ لومړني ښوونځي، ٧٢ منځني ښوونځي او ١٢٢ ليسې دي. په نوموړو ښوونځيو کې ٢٧٢ ښوونځي د هلکانو او پاتې نور ٧٢ د نجونو دي.

د نوموړو ښوونځيو له ډلې څخه يوازې ١٥٢ يې ودانۍ لري.  

د خوست ولايت د والي وياند، مبارز محمد ځدراڼ دا مني چې د خوست د پوهنې رياست له گڼو ستونزو سره مخ دی، خو ټينگار يې وکړ چې يو څه پرمختگونه شوي دي. 

هغه وويل: "زياترو ښوونځيو ته پروسږکال ودانۍ جوړې شوې. سږکال مو هم يو شمېر ودانۍ په پام کې دي. موږ د خوست د پوهنې له رياست، د پوهنې له وزارت او يو شمېر موسسو سره اړيکې نيولي. غواړو په خوست کې د شونتيا تر کچې د پوهنې ستونزې ډېر ژر هوارې شي."

د ښوونځيو زده کوونکي د دې ژمنو په اړه شکمن دي.

د سپيرې د ولسوالۍ د يوې ليسې د يوولسم ټولگي زده کوونکي، وحيدالله وويل: "هر کال داسې ډېرې ويناگانې اورو، خو کال نوی کيږي او تيرېږي او هيڅ کوم ښوونځي ته نه ودانۍ جوړيږي او نه د لوست کتابونه او ښوونکي چمتو کيږي."

هغه وويل: "زده کړه يو کرار او مناسب چاپېريال غواړي، خو زده کوونکي په ازاده هوا کې کيني او له تودوخې او يا سړو څخه رنځيږي. همدارنگه يو شمېر زده کوونکي د خپلو ښوونکو په پرتله ډېره پوهه لري. دا څه راز ښوونځي دي؟"

د خوست د يوې بلې ليسې زده کوونکي، بلال وويل، د سرچينو د نشتوالي له امله ورځ خوشې تيرېږي.

هغه وويل: "په شپږو رسمي ساعتونو کې يو ټولگي دوه يا درې ساعته لوست لولي. په خالي ساعتونو کې ټولگی د لوبو په کلپ بدليږي. هلکان غيږې نيسي او يو بل وهي او نور ورته چکې کوي. که د لوست کتابونه او ښوونکي مو درلودای او مهالوېش مو پلی کېدای، نو دا حالت به مو نه وو ."

د زده کوونکو کورنۍ شکايت کوي چې ښوونځي يې اولادونو ته کتابونه، نه ورکوي، په داسې حال کې چې په بازار کې پريمانه پيدا کيږي. يو شمېر خلک د پوهنې پر کارکوونکو تور پورې کوي چې د لوست کتابونه پلوري او پيسې په جيبونو کې اچوي.

اويا کلن ولي محمد خان د خوست په ښار کې د يوې هټۍ مخې ته ولاړ دی چې خپلو لمسيانو ته د لوست کتابونه واخلي.

هغه وويل: "په خدای قسم خورم چې نه پوهيږم څه روان دي. په ښوونځيو کې وايي کتابونه نشته. ښوونکي په کوچنيانو فشار راوړي چې لاړ شي او په بازار کې کتابونه واخلي. دا کتابونه د بازار په هرځای کې پيدا کيږي. له دې معلوميږي چې څه فساد روان دی."

د خوست د بازار يو کتاب پلورونکي، چې ويې غوښتل ونه نومول شي، آی ډبليو پي آر ته وويل، ځينو مامورينو پرې د ښوونځي کتابونه پلورلي دي.

هغه وويل: "زه له هغوی څخه يو کتاب په نيم ډالر اخلم او بيا يې په يوه ډالر يا څه باندې يو ډالر پلورم. ښه گټه راته کوي."هغه وموسېد او زياته يې کړه: "بېوزلي زده کوونکي به ترهغه له بازاره خپلې اړتياوې پوره کوې، د پوهنې رياست ورته د لوست کتابونه ورکړي نه وي."

هغه وويل، يو شمېر کتاب پلورونکي د لوست کتابونه پاکستان ته استوي او هلته يې کاپي کوي، ځکه لوست کتابونو ته اړتيا ډېره ده.

د خوست د پوهنې رئيس، بختور بختيار د ناسمو کارونو ادعاگانې ردې کړې.

هغه وويل: "زه چلينج ورکوم، څوک د لوست داسې يو کتاب نشي موندلای چې د پوهنې رياست کارکوونکو دې په بازار کې پلورلی وي، که داسې وه، نو پړه به يې پرغاړه واخلم."هغه زياته کړه، هيڅوک حق نه لري چې د پوهنې رياست کتابونه چاپ کړي يا يې وپلوري. مجرمانو ته سخته سزا ورکول کيږي.

د خوست د ولايتي شورا مشر، سيد کريم خاکسار پر چارواکو د بې کفايتۍ او بې پروايۍ تور پورې کړ.

هغه وويل: "خلک په شخصي تړاوونو په ښوونځيو کې مقرريږي، نه د معيارونو له مخې. ستونزې له همدې ځايه پيليږي."هغه زياته کړه، د دې ستونزو په اړه يې دمخه له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې کړې دي.

بختيار په کلکه وويل چې دا ادعاگانې هم بې بنسټه دي.

نوموړي وويل: "د پوهنې د رياست له خوا ټولې مقررۍ قانوني دي. قومي، مذهبي، تنظيمي او نور تړاوونه په پام کې نه دي نيول شوي."هغه زياته کړه، نوماندان د پوهنې د رياست ازموينه ورکوي او د هغې له مخې خلک غوره کيږي.

د ټولنيزو چارو شنونکي، اسدالله بشر وويل، په گاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان کې د لوست په چاپ شوو کتابونو کې "لاسوهنه"او ځوانان "له خپل رښتيني تاريخ او کلتور څخه پردي کوي." 

د بشر په اند بنسټيزه ستونزه له ٢٠٠١ کال څخه راپه دې خوا پيل شوې، چې له زده کړې سره د خلکو مينه زياته شوه. د زده کوونکو شمېره تر دې کچې لوړه شوه چې د پوهنې وزارت او ولايتي څانگې هغې ته نشي رسېدلای. 

هغه وويل: "د کميت له مخې موږ زيات شمېر زده کوونکي لرو، خو د کيفيت له مخې هيڅ شی هم په منځ کې نشته. د ټيټې کچې زده کړه لکه زهر دي."

احمد شاه په خوست کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی خبريال دی.


More IWPR's Global Voices