په تاجيسکتان کې افغانی سوداګر مخ پرډیریدودي

يو شمېر ځايي پرچون پلورونکي د دې خلکو په راتلو خپه دي.

په تاجيسکتان کې افغانی سوداګر مخ پرډیریدودي

يو شمېر ځايي پرچون پلورونکي د دې خلکو په راتلو خپه دي.

د تاجيکستان د سويل ختيځ خوروگ سیمې اوسيدونکي له افغان سوداګرو څخه شکايت کوي چې د سوداگرۍ لپاره له پولې دې خوا ورغلي دي.  

خوروگ دتاجکستان  د بدخشان مرکز دي، داسیمه پراخه غرنیزه سیمه ده اود هېواد دنوروبرخو څخه تر دې کچې لرې او جلا دی چې اوسيدونکو ته يې اسانه ده له پولې دې خوا افغانستان ته راواوړي.

دندې پکې ډېرې لږې دي له همدې امله يو شمېر ځايي تاجکی هټيوال او سوداگر د افغان سوداگرو په راتگ خپه دي او وايي افغانان جوټه او زاړه توکي پلوري او له پيرودونکو سره شډل چلن کوي.

په دې وروستيو کې دتاجکسان  پوليسو دوه تنه افغانان دمحمد رسول او محمد ایوب په نومونو  نيولي چې تاجيکستان ته په غيرقانوني ډول راغلي وو.

افغان سوداگر وايي، دلته په مارکيټ کې هر راز ښه او خراب خلک شته. خو افغانان  د نورو خلکو په پرتله هيڅ ناوړه نه دي.

نسيمه مبارک قدمووا په تاجيکستان کې د آی ډبليو پي آر خبرياله ده.

دا راديوي پروگرام په تاجيکي او روسيې ژبه د تاجيکستان د ملي راډيو له خوا خپور شو. نوموړي ټوټه د آی ډبليو پي آر د دوو پروژو له خوا چمتو شوې: د رسنيو او مدني ټولنې پياوړي کول: په تاجکيستان کې د دموکراتيک رفورم د ملاتړ فعالان، چې اروپايي اتحاديې يې مالي ملاتړ کړی او د ظرفيتونو لوړول، په منځنۍ اسيا کې د تفرقې له منځه وړل، چې د ناروي د بهرنيو چارو د وزارت له خوا يې مالي ملاتړ کيږي. د دې ليکنې د منځپانگې مسؤوليت په بشپړ ډول د آی ډبليو پي آر په غاړه دی او په هيڅ ډول د اروپايي اتحادي او يا د ناروي د بهرنيو چارو د وزارت د نظر څرگندونه، نه کوي.   

Economy
Frontline Updates
Support local journalists