په افغانستان کې د انتقالي عدالت مړاوې شوې هيلې

تر اوسه هیچا هم محاکمې ته د جګړې د تورنو جنایتکارانو د راکښلو غږ نه دی کړی او په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنيو سرتيرو تر وتلو وروسته به يې چانس نور هم لږ شي.

په افغانستان کې د انتقالي عدالت مړاوې شوې هيلې

تر اوسه هیچا هم محاکمې ته د جګړې د تورنو جنایتکارانو د راکښلو غږ نه دی کړی او په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنيو سرتيرو تر وتلو وروسته به يې چانس نور هم لږ شي.

د افغانستان لپاره د آی ډبلیو پي آر د مشر، نور رحمن رحماني ليکنه 
د ((هير شوي قربانیان)) په نامه د آی ډبلیو پي آر وروستی فلم په افغانستان کې د انتقالي عدالت پر موضوع رڼا اچوي. د افغانستان لپاره د آی ډبلیو پي آر مشر، نور رحمن رحماني د تېرو جګړو ناوړه حالت بیانوي او پر دې رڼا اچوي چې آیا کېدای شي د عدالت لږو ډېر تامين ته قربانیان هيله من شي.؟
________________________________________
په افغانستان کې د انتقالي عدالت په اړه څه خوځښت رامنځته شوی؟
د پخوا په پرتله يو څه پرمختګ شوی دی. عادي خلک يو څه زړور شوي او د هغو خلکو په وړاندې په ډاګه خبرې کوي چې له بشري حقونو څخه يې سرغړونې کړي، په تېره بيا د هغو سرغړونو په اړه چې د ۱۹۹۰ کلونو په لومړيو کې د کمونيست رژیم له ړنګېدو وروسته ترسره شوي دي. دمخه، که به چا د [۱۹۹۲ کال راوروسته] جګړو په اړه د کوم مشر نوم په خوله واخيسته، نو له ځنډ پرته به د ((نامسلمان)) تور پرې پورې شو. 
سږکال د مجاهدینو د برياليتوب د جشن په ورځ، چې هرکال د ۱۹۹۲ کال د اپرېل په ۲۸ لمانځل کيږي، د پام وړ بدلون راغلی و. سږکال [د بريالیتوب] شلمه کليزه لمانځل کېده. سره له دې چې له هغې راوروسته کلونو کې د کورنۍ جګړې له امله په مليونونه خلک له کابل څخه وتښتېدل او په زرګونه ووژل شول، دا جشن د طالبانو د واکمنۍ له پېر پرته، هر کال لمانځل کېده.
په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له رانسکورېدو راوروسته پخوانيو جنګ سالارانو د متحده ایالتونو او د نړيوالې ټولنې په مرسته واک بېرته ترلاسه کړ. جشن به په عسکري پريټ په لوړه کچه لمانځل کېده. حکومت د جشن دا مراسم له څو بريدونو له سرته رسېدو وروسته ودرول. په دې کار يو شمېر پخواني جهادي مشران خپه شول، خو جشن د يو مهم تاريخ په توګه پاتې شو.   
سږکال يو شمېر خلکو د مجاهدینو بریالیتوب د افغان تاریخ د یو تور پېر د پيلیدو په توګه په ډاګه وغندلو. لاريونونه ترسره شول او آن د پخواني کمونیست رژیم او د مجاهدينو د ډلو د استازو په ګډون په ښکاره ډول تلويزيونی مباحثې جوړې شوې. 
خلک اوس غواړي هغه خلک عدالت ته راکښل شي چې جنایتونه يې سرته رسولي وو، که هغوی کمونیستان وو، مجاهدین وو او يا بل څوک. هغوی اوس په ډاګه دا خبرې کوي او له حکومت څخه غوښتنه کوي پر هغو خلکو عدالت پلی کړي چې د کورنۍ جګړې پر مهال يې جنایتونه رسولي دي. يو شمېر دا جرمونه د آی ډبليو پي آر په فلم کې بیان شوي دي.
زما يو ملګري، چې په يو شخصى تلويزيون کې کار کوي، ماته وويل: «بل کال ته به وګوري چې زیات شمېر خلک به په ډاګه ددې پېرغندنه وکړي.»
________________________________________
کومې کيسې «د هیر شوي قربانیان» په فلم کې بیان شوې، په تېره بیا هغه چې تاسې يې جدي بولئ؟
دا فلم په خپل ډول کې لومړنی فلم و چې د کورنۍ جګړې د مهال په پېښو خبرې کوي. له اوږدې مودې څخه را پدې خوا خلک ډارېدل چې دداسې موضوعګانو په اړه څه ووايي. د ادعا شوو جنګی جنایتونو په اړه له قربانیانو سره خبرې کول مهم کار و. دا کار به نور افغانان هم وهڅوي چې له بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه خپل د سترګو ليدلي حالات بیان کړي.
په ۲۰۰۱ کال کې په شمال کې د طالبانو د بندیانو ډله ییزه وژنه، د بامیانو ډله ييزه وژنه، په هرات کې پر زنا د تورنې نجلۍ سنګسارول. دا ټولې مهمې کيسې دي.
موږ د هیر شوی قربانیان پر فلم سربېره له بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه شاوخوا شل رادیوي مستندې مرکې درلودې. يوه هغه يې چې ما ته يې سخت ټکان راکړ، د ۱۹۷۰ کلونو په وروستیو کې د کمونیستي رژیم هغه ډله ییزه وژنه وه چې د هېواد په ختيځ کې، د کونړ ولايت د کراړې د ولسوالۍ د يو کلي مشران يوې غونډې ته راوبلل شول او په هماغه ځای ووژل شول. زموږ خبریال له يوې مېرمنې سره مرکه کړې چې د کورنۍ څو تنه غړي يې په نوموړې پېښې کې وژل شوي وو. ددې خبرې اورېدل خورا ګران و. (د زياتو معلوماتولپاره وګورئ: د کوڼړ له ډله ييزې درې لسيزې وروسته)  
________________________________________
په ۲۰۱۴ کال کې د ایتلاف [د سرتېرو] وتل به د انتقالي عدالت پر بهیر څه اغېز وکړي؟
څنګه چې نړیواله ټولنه او افغان ځواکونه تر اوسه نه دې توانيدلي د جنګ سالارانو په وړاندې د انتقالي عدالت په پلي کولو کې کوم ګام پورته کړي، له دې امله په ډاډ ویلای شم له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته به هم څه ونشي. د کابل حکومت او ایتلافي ځواکونه وايي چې يو دښمن لري او هغه یاغیان دي، له دې امله ځانته نور دښمنان نه پيدا کوي.
زياتره پخواني جنګ سالاران د پخوا په څېر غښتلي دي. موږ ګورو چې په افغان حکومت او د پارلمان په دواړو مجلسونو کې ځينې واکمن خلک نه پريږدي انتقالي عدالت پلی شي. د بېلګې په توګه د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسون په پام کې لرل سږکال يو رپوټ خپور کړي چې له بشري حقونو څخه د سرغړونې لس زره پېښې پکې راغلې وې. خو له بده مرغه دا کار ونشو. کميسون تر فشار لاندې راغی ترڅو هغه رپوټ خپور نه کړي.   
________________________________________
آيا له انتقالي عدالت سره د مرستې په خاطر کوم کار کېدای شي؟
تر هغه چې رژيم د جنګ سالارانو په لاسو نو کې وي او لا پسې بډای او پیاوړي کيږي، حکومت د انتقالي عدالت په اړه هيڅ هم کولای نشي. زه فکر نه کوم په سيمه ييزه او ټيټه کچه دې څه سر ته ورسيدای شي، دې ته اړتيا ليدل کیږي، چې کار له پاس [لويانو] څخه پیل او لاندې [کوچنیو] ته راورسيږي. 
د خلکو لاريونونه او تلويزيوني مباحثې به زیات شمېر افغانان د غږ اوچتولو ته وهڅوي. رسنۍ دلته د پېښو شوو موضوعګانو په اړه هم د هېواد دننه او هم د نړيوالو د پام اړولو لپاره زیات کار کولای شی.
زه ډاريږم چې د انتقالي عدالت موضوع به هيره شي، ځکه موږ له نورو ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان يو.  په ځانګړي ډول له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته [هغه مهال چې بهرني سرتيري ووځي]، هغه [انتقالي عدالت] به د لومړيتوبونو په سر کې نه وي. حکومت ښايي له بلې کورنۍ جګړې څخه وېره ولري.
نور رحمن رحماني د افغانستان لپاره د آی ډبلیو پي آر مشر دی.
 

Frontline Updates
Support local journalists