پر نشه يي توکو د ښځو د اعتياد د کچې لوړېدل

کارپوهان وايي، د دې کار ستر لامل د مېړه اغېز او يا په کورنۍ کې د نورو نارينه گانو واکمني ده.

پر نشه يي توکو د ښځو د اعتياد د کچې لوړېدل

کارپوهان وايي، د دې کار ستر لامل د مېړه اغېز او يا په کورنۍ کې د نورو نارينه گانو واکمني ده.

A former drug addict at the Sanga Amaj Drug Treatment Center in Kabul. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)
A former drug addict at the Sanga Amaj Drug Treatment Center in Kabul. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)
Thursday, 12 January, 2017

يگانه خپلې شپې او ورځې د هرات ښار په لارو کوڅو کې تېروي، له لارويانو څخه پيسې په خيرات غواړي او پرې دهیروینو پوډر اخلی  

هغه خپل سم عمر نه پېژني، خو فکر کوي چې کېدای شي د شاوخوا اتلسو کلونو به وي. هغه د دېرش کلونو ښکاري.

نوموړې آی ډبليو پي آر ته وويل: «هغه مهال چې مې واده وکړ، ډېره ځوانه وم. ښايي دولس کلنه به وم. د کور ټول کارونه به مې کول او ستړې کېدم به. لېور مې لېدلم. يوه ورځ يې راته وويل، که لږ اپين لوگی کړې، نو د راحت احساس به وکړې. زه ډېره نه پوهېدم، پر څښولو مې پيل وکړ او په پای کې ورباندې روږدې شوم. کله چې مې مېړه ته پته ولگېده، نو له ورور سره يې شخړه وکړه، خو دا کار بې گټې وه، ځکه زه لا له وخته روږدې شوې وم.»

دا د لږ تر لږه شپږو کلونو دمخه خبره وه. هغه له کوره وشړل شوه او اوس په شاړو ځايونو کې ويده کيږي او د ناوړه گټې اخيستنې له خطر سره مخ ده.

هغې وويل: «زياتره شپې پر سړکونو ويده کيږم او کله ناکله مې له لارويانو سره شخړه پيښيږي، ځکه هغوی راسره ناوړه چلن کوي او آن راته وايي چې ورسره لاړه شم، په دې معنا چې د جنسي اړيکو لپاره مې غواړي.»

مېړه يې شپږ ځلې د اعتياد د رملنې مرکز ته وړې، خو له هر ځل وروسته بېرته د درملو په کارونې راغلې ده.

يگانې وويل: «مېړه او اولادونو ته مې وويل، نوره مې مه وړئ، ځکه څو چې ژوندۍ يم هغه نشم پرېښودای.»

د هرات ولايت چارواکي گوته څڼډي چې ښځينه اعتياد مخ په لوړېدو دی. د يوه اټکل له مخې په هرو درېو مېرمنو کې يو تن زيات شوی دی.

د روغتيا کارکوونکي وايي، عمده لامل يې د مېړه يا د کورنۍ د نورو نارينه گانو برلاسيتوب دی. بېوزلي يې هم يو لامل دی، ځکه نيشه يي توکي ارزانه او په اسانۍ لاس ته راتلای شي. له گاونډې هېواد ايران څخه د کډوالو راستنېدو دې کار ته هم لمن وهلې، ځکه هلته هم د روږدو کسانو شمېر ډېر لوړ دی.

چارواکو په هرات کې د ٦٠٠٠٠ – ٧٠٠٠٠ پورې پر نشه يي توکو روږدي کسان ثبت کړي دي. له دغه ډلې څخه نژدې اته زره يې ښځې دي. کېدای شي رښتينې شمېره تر دې ډېره لوړه وي.

يو ستونزه دا ده چې کره شمېره لاسته نه راځي، خو د اړوند ډگر کارکوونکي وايي، د ځينو لاسوندو له مخې ستونزه د لوړېدو په حال کې ده. 

د هرات د عامه روغتيا رئيس، آصف کبير د اټکل له مخې کېدای شي د ښځو د اعتياد کچه ٣٥ سلنه لوړه وي.هغه يادونه وکړه، د وضعې د ارزونې لپاره يوې هر اړخېزې سروې ته اړتيا ليدل کيږي. د عامې روغتيا د وزارت وروستۍ سروې په ٢٠١٠ کال کې سرته رسېدلې وه.   

کبير وويل، تېر لمريز کال د هرات درملنې مرکز ته ٨٨٦ تنه [د درملنې لپاره] راغلي وو. په دې ډله کې ٢٤٠ تنه ښځې وې.

هغه وويل: «د سږکال د لومړيو شپږو مياشتو په پرتله د تېر کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ٧٨٥ تنو مراجعه کړې وه چې ١٢٠ يې ښځينه روږدې وې.»

د هرات ولايت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رئيس، غلام جيلاني دقيق هم وويل، د هغه په اند په ښحو کې د اعتياد کچه مخ په لوړېدو ده. په دې برخه کې د کوهسان او غوريان ولسوالۍ د ځانگړې اندېښنې وړ دي.

د هغه د رياست تر ټولو ورستۍ شمېرې، چې د ملگرو ملتونو د ٢٠١٢ کال له شمېرو څخه اخيستل شوي، د ښځينه اعتياد د لوړېدو کچه پکې ١٣ سلنه ښودل شوې وه. له نشه يي توکو سره د مبارزې چارواکي وايي، په دې ډگر کې يې د ښځو د اعتياد د کچې لوړېدا پر خپلو سترگو ليدلې ده. د بوديجوي ستونزو له امله نشي کولای پخپله کومه سروې سرته ورسوي.

د هرات ولايت د پوليسو د قوماندانۍ وياند، عبدالروف احمدي وويل، پوليس د ولايت په مرکز کې هره ورځ په دې تړاو خلک نيسي. په زياتره ډول نارينه ليدل کيږي چې نشه يي توکي کاروي. 

هغه وويل: «د پوليسو په څېړنو کې زياتره ښځينه معتادينې نه راوړل کيږي. ځکه هغوی زياتره په کورنو کې نشه يي توکي کاروي. دا کار د يوې لويې سروې سر ته رسولو ته اړتيا لري.»

د درملنې د اسانتياوو کمښت

فاطمې (مستعار نوم) پنځه کاله دمخه د نشه يي توکو پر کارولو لاس پورې کړ.

هغې وويل: «مېړه مې پر نشه يي توکو روږدی و. يوه ورځې يې ماته څه توکي راکړل. په دې توگه زه هم روږدې شوم.»

سره له دې هم فاطمه نېکمرغه ده. له مېړه څخه په طلاق اخيستو اوس په دې هيله چې له نشه يي توکو څخه ځان بېغمه کړي، ٢٠ ورځې کيږي چې د نشه يي توکو د درملنې په مرکز کې بستر ده.

د شهامت د معتادينو د درملنې د مرکز رئيسې، منيژې وحيدې يادونه وکړه، ښځينه روږدې مېرمنې زياتره په خپلو کورونو کې پر نشه يي توکو روږدو نارينه گانو له خوا روږدې کيږي. کله چې څوک روږدی شو، په تېره بيا ښځې، سخته ده چې مرسته تر لاسه کړي، ځکه هغوی تل د کور دننه ژوند تېروي. 

هغې هم يادونه وکړه چې شمېره کال په کال مخ په لوړه روانه ده.

نوموړې وويل: «سږکال مو هره مياشت له شلو څخه تر دېرشو پورې ښځينه ناروغان او له دولسو پورې ماشومان لرل. له بده مرغه، دا شمېره د تېر کال د شمېرې په پرتله لوړه ده.»

نوموړې يادونه وکړه، په داسې حال کې چې د ٥٨ ښځو او ٤٣ ماشومانو درملنه د روان کال په شپږو مياشتو کې په بريالي ډول سرته رسېدلې ده، خو يو شمېر ته ډېره ستونزمنه وه چې د نشه يي توکو له اعتياد څخه لاس واخلي.

هغې وويل: «موږ داسې نارغان درلودل چې له درملنې وروسته بيا، آن د درېم او څلورم ځل لپاره، پر نشه توکو روږدي شول.»

يوه موضوع پر نشه يي توکو باندې د روږدو ښځو د درملنې د تاسيساتو کمښت دی.

د هرات د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رئيس، غلام جيلاني دقيق آی ډبليو پي آر ته وويل، په دې ولايت کې د نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره څلور کلينيکونه او دوه روغتونونه موجود دي. يوازې دوه کلينيکونه د درملنې لپاره ښځې مني چې هر يو يې د ٥٠ بسترونو ظرفيت لري.

چارواکي وايي، که د نشه يي توکو د درملنې تر کار لاندې ودانۍ په شپږ راتلونکو مياشتو کې بشپړه شي، نو د زيات شمېر ناروغانو د درملنې لپاره به زمينه برابره شي.  

د هرات د عامې روغتيا رئيس، آصف کبير وويل، هلته به د ٥١٠ تنو لپاره ځای چمتو شي چې نيمايي به يې ښځو ته ځانگړې شي.

کله چې د نشه يي توکو په وړاندې د عمل خبره راپورته شي، د هرات د ولايتي شورا غړي، مهدي حديد  پر حکومت د پښو ايستلو پړه اچوي. هغه ويل، د ښځو لپاره د درملنې زياتو تاسيساتو او همدارنگه د نشه يي توکو د کارونې د عواقبو او خطرونو په اړه د خلکو د پوهولو لپاره د خبرتيا پروگوامونه د جوړولو اړتيا شته.

حديد له دې سره موافق دی چې په نشه يي توکو د ښځو د روږدې کيدلو مهم لامل د هغوی د مېړونو په اغېز کې پروت دی. هغه زياته کړه: «مېړونه ښځې پر نشه يي توکو روږدې کوي، ترڅو خپله پړه د هغوی پر اوږو هم واچوي او په دې ترتيب يې مېرمنې د طلاق غوښتنه ونه کړي.»

په لويديځ زون کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون سرپرست، داد محمد واحدي وويل، پر نشه يي توکو د ښځو د روږدي کېدو ستونزه په ولايت کې په اسانه ډول د هيرويينو لاس ته راوړل او د هغې په وړاندې د حکومت د اقدام نشتوالی دی.

د بشري حقونو خپلواک کميسيون خپله هڅه کړې چې د دغه ستونزې په اړه د خلکو د پوهاوي کچه لوړه کړي، خو ډېره لږ نتيجه يې ورکړې ده. 

هغه وويل: «حکومت بايد هغه کسان ونيسي او سزا ورکړي چې نشه يي توکي پلوري. که هغوی د پخوا په څېر پر دې کار سترگې پټې کړي، يوازې د نشه يي توکو د روږدو مېرمنو شمېر به لوړ شي، بلکې د ځوانانو او لويانو شمېر به هم پورته لاړ شي.» 

Frontline Updates
Support local journalists