Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

پر ناموس د وژل کيدو موضوع په افغانستان کې مخ په زياتيدو ده

له سزا څخه د مصؤونيت او خوندي توب کلتور، وژنې او قتل ته د هڅولو په سترګه کتل کيږي.
By Abdul Razaq Moheq
Officials in Herat province report a rise in the number of “honour killings” of women. (Photo: Flickr/Marius Arnesen)

په افغانستان کې د آی ډبلو پي آر د خبريال، عبدالرزاق محق ليکنه

عبدالاحمد له هغه ورځې راهيسې  پښيمانه دی، چې خپله لور، زيتون يې د هغې د نظر له اخيستلو پرته واده کړه. نوموړې [زيتون] د خپل راتلونکي ميړه له خوا له هغه وروسته ووژل شوه، چې له واده څخه يې سر وغړاوه.

حسام الدين  د خپلې نامزدې، زيتون د وژلو له امله په شل کال بند محوم شو.

عبدالاحمد وويل: «ما خپله لور له هغې سره له سلا او مشورې پرته له [حسام الدين ] سره کوژدن کړه. لور مې له حسام الدين  سره دوه کاله نامزد وه. په دې موده کې يې هغه وهله او ناوړه چلن يې ورسره کاوه.»     

زيتون هغه مهال شل کلنه او لا د ښوونځي زده کوونکې وه. حشمت الله هغه له ښوونځي څخه منع کړه.

کله چې زيتون د کوژدنې د ماتولو غوښتنه وکړه، پلار يې موافقه وښوده او د کوژدنې د ماتولو غوښتنه يې د انجيل ولسوالۍ  محمکې ته وړاندې کړه.  

د هرات ولايت يو قانونپوه، مولوی خانګل، د هغه پلاوی غړيتوب درلود، چې د محکمې د پرېکړې او فيصلې دمخه د زيتون د قضيې څېړنې ته ګومارل شوی و. هغه وويل د حسام الدين  کورنۍ په زوره [زيتون] د هغې د پلار له کوره تښتوله.  خو پدې کار بريالي نشول

خانګل وويل، د حسام الدينخپلوانو د کوژدنې ماتول پخپل عزت باندې يو تور داغ ګاڼه.

زيتون چې بېرته يې په ۲۲  کلنۍ کې په ثانوي زده کړو پيل وکړ، په اسانۍ له کاله څخه ښوونځي ته د تګ په لاره ووژل شوه.  

د افغانستان د بشری حقونو د خپلواک کميسون د هرات څانګې «د شرم اړولو په وړاندې د وژل کېدو»  ۱۴  پېښې ثبتې کړي، چې د تېرو دولسو مياشتو په اوږدو کې د کورنيو له خوا د ښځو او نجونو وژل پکې شامل دي. تېر کال ددې پېښو شمېره يوازې څلور ښودل شوې وه.  

زياتره خلک په دې اند دي، چې کېدای شي رښتينې شمېره تر دې لوړه وي، ځکه د کورني شرم له امله څوک ددې پېښو رپوټ نه ورکوي.  

په هرات کې د بشري حقونو د خپلواک  کميسون د ښځو د چارو مشرې، ثريا دقيقي وويل: «کورنۍ د خپل عزت او آبرو د ساتلو په موخه داسې موضوعګانې پټوي. موږ دا شمېرې له امنيتي ادارو، د هرات له ولايتي روغتون او رسنيو څخه ترلاسه کوو.»

د هرات ولايت د ښځو د چارو د رياست د خپرونو د څانګې مشرې، کريمې حسيني وويل، شمېره مخ په زياتېدو ده. د هغې اداره يوازې هغه مهال له دې پېښو خبريږي، چې د کلو او بانډو پرځای په ښارونو کې رامنځته شي.  

په يوې وروستۍ پېښې کې د زهرې په نامه يوه پېغله جلۍ، چې پوهنتون د ازموينې په چمتووالي بوخته وه، د هرات ښار ته څېرمه د هغې د پلار له خوا په سر وويشتل شوه. د پېښې لامل په ډاګه نشو، خو د ځينو رپوټونو له مخې ويل کيږي، د هغې پلار په خپلې لور د ناقانونه اړيکو د درلودلو شک درلود.

دقيقي وويل، دا  راز وژنې زياتره له دې امله پېښېږي، چې نارينه پر خپلو ښځينه خپلوانو په مازې په شک کولو هغوی وژني. هغوی دې ته نه ګوري چې آيا دا شک يې رښتيا دی، کوم بنسټ لري او که نه.   

د عبدالواجد فروتن په نامه د هرات ښار يو ديني عالم وويل، اسلامي قوانين په هيڅ ډول د عمدي او په خپل سر وژنو اجازه نه ورکوي. د شک او ګومان له مخې دا کار يوه ستره ګناه بلل کيږي. 

له دې سره سره چې افغانان دا راز وژنې غندي، خو زياتره نارينه د ټولنيزو بدلونونو له امله ښځو ته د ډېرې ازادۍ په ورکولو خپه دي. يو شمېر شنونکي په دې اند دي، «د شرم اړولو له امله د وژنو» شمېر ځکه لوړ شوی چې عمومي ټولنيز چال چلن له دې ازاديو سره سمون نه دی موندلای.  

د فروتن په نامه نوموړي ديني عالم، په ټينګار وويل که چېرته ښځې اسلامي جامې واغوندي او د کار په ځای او عمومي محضر کې له نارينه څخه ځانونه لېرې وساتي، نو د شک لپاره دومره ځای نه پاتې کيږي. 

د سيد مؤيد الحق موحدی په نامه د ټولنيزو چارو يو ماهر وويل: «افغانان د عزت او ناموس او کورنيو موضوعاتو په وړاندې ډېر حساس دي، په داسې حال کې، ښځو ناڅاپه داسې آزادي تر لاسه کړه، چې پخوا نه وه او تر يوې اندازې يې اخلاق بدل کړي... . له دې امله ناينه پرې شک کوي، په کومه بڼه چې هغوی ځانونه څرګندوي او څه ناڅه سمې نه بريښي، هغوی يې ځانته شرم ګڼي. په پايله کې  ښځې کړيږي، ځوريږي او وژل کيږي.   

دقيقي وويل، ددې «شرم»  يو لامل دادی چې ښځې په زياتيدونکي ډول د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره محکمو ته ځي. 

هغې وويل: «پخوا به ښځې ډېرې لږې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره محکمو ته تللې. خو اوس يې، چې خپل حقونه پېژندلي، تر پخوا ډېر زيات محکمو ته مراجعه کوي. دا کار د ناينه وو لپاره نوی او هيڅ د منلو وړ نه دی.»     

موحدي وويل، له سزا څخه د خونديتوب کلتور د هغه چا په وړاندې چې (د عزت په نامه جرمونه) سرته رسوي، دا معنا ورکوي، چې ددې کار  له سرته رسولو څخه د مخنيوی لپاره نورې لارې چارې نشته.

هغه وويل: «که د داسې وژنو تورن کسانو ته رښتينې سزا ورکړ شي، نو له شک پرته به يې مخه ونيول شي، خو څنګه چې يو جنايتکار يا قاتل ازاد ګرځي، نور خلک هم د جرمونوسرته رسولو ته هڅيږي.»

As coronavirus sweeps the globe, IWPR’s network of local reporters, activists and analysts are examining the economic, social and political impact of this era-defining pandemic.

VIEW FOCUS PAGE >

More IWPR's Global Voices