وانانو مناظره: ناحکومتي موسسې بايد لسټوني بډ وهي او د ټاکنو څارنه وکړي

وانانو مناظره: ناحکومتي موسسې بايد لسټوني بډ وهي او د ټاکنو څارنه وکړي

په افغانستان کې د هارون حکيمي ليکنه

پوهان او سياسي فعالان د افغانستان په لويديځ کې وايي، د افغان مدني ټولنې ډلې د اپرېل د ټولټاکنو  شفافيت ته خورا لېواله دي.

خپلواکې ډلې او رسنۍ به د ټاکنو په ورځ د وضعې په څارلو او د ناسمو فعاليتونو د رپوټ ورکولو په اړه، چې کېدای شي د بهير قانونيت ته زيان ورسوي، حياتي رول ولوبوي.

په هرات کې د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې جوړې شوې مناظرې کې، د هرات پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي استاذې، عادلې کبيري وويل، مدني ټولنو خپل رول او اهميت نه دی پېژندلی چې ښايي ويې لوبوي.

هغې په ټينگه وويل، ناحکومتي مؤسسې کولای شي ازادې اوعادلانه ټاکنې تضمين کړي او له گټونکي نوماند سره مرسته وکړي، ترڅو ووايي، "خلکو په رښتيا هغه ته رايه ورکړې ده."

هغې د مناظرې برخوالو محصلانو ته وويل: "د ټاکنو خپلواک کميسون بايد د حل يوه لاره پيدا کړي چې په راتلونکو ټاکنو کې د مدني ټولنې پياوړی شتون ډاډمن کړي. که چېرته رسنۍ او مدنۍ ډلې وکړای شي د خلکو په استازيتوب د رايې ورکولو بهير وڅاري، نو وبه کړای شي خلکو ته د شفافو او رڼو ټاکنو ډاډ ورکړي. د رسنيو شتون [تر نن پورې] غړند دی او کېدای شي د اغړندتوب د شفافيت په اړه اندېښنې راپيدا کړي."

د ټاکنو د خپلواک کميسون يو چارواکي، احمد طارق آرين د مناظرې برخوالو ته وويل، تر اوسه پورې د لسو سياسي او مدني ټولنو ډلو او پنځوسو رسنيو په هرات کې د ټاکنو د څارلو په موخه کارتونه تر لاسه کړي دي. 

آرين وويل، که د مدني ټولنو ډلو په ټاکنو کې د لاسوهنې هڅه وکړي، نو دا کار به د دې پرځای چې برياليتوب ډاډمن کړي، پايلو ته به يې زيان ورسوي.

هغه وويل: "که قانون مدني ټولنې ته اجازه ورکړي چې د ټاکنو پر څرنگوالي تبصره وکړي او يا د ټاکنو په ورځ مستقيما ښکېل شي، نو تاوان به وروسوي."

هغه وويل، يوازې د سياسي نوماندو استازو ته اجازه شته چې د ټاکنو د مرکزونو څارنه وکړي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسون د وياند، نورمحمد نور  له خولې ويل شوي وو، چې  تر ٣٠٠ زرو پورې ملي او نړيوال څارونکي به د افغانستان په گوټ، گوټ کې د اپرېل په پنځمه د راتلونکو ټاکنو څارنه وکړي.

هارون حکيمي د هرات پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ –د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists