Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

واردشوي مالونه ځايي صنعت ته لوی ګواښ دی

د جامو (درېشيو) او بوټإنو جوړوونکي (توليدوونکي) شکايت کوي، چې نه شي کولای د چين له هېواد څخه د ټيټې بيې راوړل شويو مالونو سره سيالي وکړي.
By Mohammad Jawad

لطيف صديقي درې مياشتې دمخه وپتېله چې د اويا زرو ډالرو په پانګې اچولو سره د ګنډلو خپله پخوانۍ دستګاه پراخه کړي.


د لطيف صديقي د جامو د ګنډلو په دستګاه کې 14 تنه کارکوونکي په کار ګومارل شوي دي. هغوی د ورځې لس جوړې جامې ګنډي او يوه جوړه جامه يي په 1600 افغانيو پلورل کيږي.


د بهرنيو سياليو له امله د صديقي په دستګاه کې لا تر اوسه 300 جوړې دريشي نه دي پلورل شوي او له دې امله دخپلې دستګاه تړلو ته اړ شوی دی. صديقي وايي: ((په بازار کې د چينايي درېشيو د شتون له امله موږ نه شو کولای ان يوه جوړه دريشي وپلورو.)) د چين په هېواد کې جوړې شوې جامې (دريشي) په افغانستان کې د زرو افغانيو په شاوخوا کې پلورل کيږي. د ټولې نړۍ په پانګوالي اقتصاد کې دا يوه معموله خبره ده، چې د بهرنيو ارزانو مالونو د راوړلو له امله ځايي توليد له تاوان سره مخامخ کيږي. اوس دې ته ورته کيسې په کابل کې د کوچنيو توليدوونکو په هکله اورېدل کيږي.


د کابل د ښار په مرکزي برخه کې بوټان جوړوونکو او جامې ګنډونکو، چې زياتره يې په خپل کار کې اوږده مخينه او تجربه لري، ای ډبليوپي ار ته د چينايي ارزان بيه مالونو د راوړلو له امله د خپلو کسبونو او ان دندو د لاسه ورکولو په هلکه خبرې کولې. هغوي ويل، په داسې حال کې چې د لوړ کيفيت شيان جوړوي، خو په بيو کې سيالي نه شي کولای. چين افغانستان ته د جامو او بوټانو لوي واردوونکی هېواد دی.


د سوداګرۍ وزارت د لاسي صنايعو او صادراتو د پراختيا رئيس، حاجي غلام حسن روشن وويل، د چين د هېواد وارد شوي مالونه د ځايي کوچنيو کسبه کارانو د کار په وړاندې ستر ګواښ دی. هغه وويل: ((که په دې هکله کوم ګام وانه خيستل شي، نو هغه به زموږ د ځايي توليدوونکو په مخ يوه درنه څپېړه وي.))


روشن وويل، هغه به د سوادګرۍ له نوي وزير وغواړي، ترڅو د چين له هېواد څخه د هر راز مالونو په راوړلو بنديز ولګوي.


سردار چې په کابل کې له لسو کلونو را په دې خوا بوټان جوړوي، په خپلې 12 متره مربع هټۍ کې په مېز ناست او له خپلو نورو شريکبانډو سره يو ځای چای څښي. هغه په دې ورځو کې زياتره وزګار وي.


هغه وايي: ((چينايي تجارتي شيانو زموږ توليد له يوې مخې شل او شوټ کړی دی. هغه بوټان چې سوداګر يې راوړي، هېڅ کيفيت نه لري، خو خلک يې د بيې د ټيټوالي له امله اخلي. زموږ خلک په پټو سترګو شيان اخلي.)) سردار وايي، د هغه د بوټانو بيه څلور سوه افغانۍ ده، په داسې حال کې چې چينايي بوټان په يو نيم سل افغانيو پلورل کيږي.


په کابل کې د بوټانو د يوې ليلامي هټۍ خاوند، 37 کلن واسع هم سردار ته ورته شکايت درلود. هغه ويل: ((چينايي بوټان ډېر ټيټ کيفيت لري او زياته موده دوام نه کوي، خو يو څه ښکلي بريښي. هغه له پلاستيک څخه جوړ شوي دي او د پښو د خولې او بدبويۍ لامل کيږي.))


خو دسوداګرۍ د وزارت پخوانی وزير، مصطفی کاظمي په وارداتو باندې د حکومت له موجودې تګلارې دفاع کړي. هغه ويل، د سوداګرۍ وزارت بايد : ((سم (اقتصادي) شرايط رامنځته کړي، ترڅو بېوزلي خلک وکړای شي، له بازار څخه (د خپلې اړتيا وړ) شيان واخلي او د بيو د لوړېدو مخه ونيسي.))


همدارنګه کاظمي څرګنده کړه، چې په عمومي توګه د کورني توليد کيفيت هغومره لوړ نه دی او نه د خلکو تقاضا پوره کولای شي. هغه وويل، حکومت يوازې هغه مهال په وارداتو باندې بنديز لګولای شي، چې افغاني توليد شويو مالونو کيفيت ښه او اندازه يې لوړه شي. هغه وايي: ((حکومت د ازاد بازار تګلاره غوره کړې ده. هر سړی کولای شي، د څرنګوالي او څومره والي (کيفيت او کميت) او د نړيوال معيار له پام کې نيولوپرته د نړۍ له هر هېوادڅخه مالونه وارد کړي.))


په حقيقت کې افغانستان په سلو کې له دوه عشاريه پنځه څخه په سلو کې تر 16 پورې په زيات شمېر واردو شويو مالونو محصول لګوي. د ماليي وزارت وياند، عزيز الدين شمس وويل، له بهرڅخه د بوټإنو په ګډون په ټولو واردو شويو جامو په سلو کې پنځه محصول لګول کيږي.


د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد، سيف الدين سيحون د حکومت په موجودې اقتصادي تګلارې نيوکه وکړه او هغه يي د بهرنيو سوداګرانو او هغو کورنيو سوداګرانو په ګټه وبلله، چې بهرني شيان پلوري. هغه وويل: ((زموږ ګاونډان او سوادګر زموړ له اړتيا ګټه پورته کوي. هغوی موږ ته د ټيټ کيفيت شيان راکوي او په دې توګه ددې پرځای چې زموږ پيسې په کور کې پاتې شي، بهر ځي.)) نوموړي زياته کړه: ((په اوسني شرايطو کې موږ دومره کورني توليدات نه لرو. ځکه موږ خپل بازار د بهر پرمخ پرانيستی دی. په حقيقت کې موږ خپل کورني توليدوونکي بې زړه کوو، خپلې پيسې په بې مانا لارو لګوو او په پای کې زيان کوو. زموږ هېواد به د تل لپاره د يو مصرف کوونکي هېواد په توګه پاتې وي.))


سيحون وويل، ګنډونکي او بوټ جوړوونکي بايد يوه اتحاديه جوړه کړي او خپلې اندېښنې نوي حکومت ته وړاندې کړي. اوس مهال هيڅ اتحاديه نه شته. د بازار موندلو (مارګټينګ) لپاره د کابل د څانګې مسوول، نثار احمد حبيبي د وينا له مخې د افغانستان د کسبه ګارانو د اتحاديي په نامه د خصوصي متشبثينو يوازې يوه اتحاديه موجوده ده.


دوه ويشت کلن تميم به دا ډول پراختيا ډېر ژر په سترګو ونه ويني، چې له دولس کلنۍ راهيسې دريشي ګنډي او وايي چې اوس کار نه شي موندلای. هغه وايي: ((که کار مې ونه موندلو، نو زړه مې دی، چې ايران ته لاړ شم.))