مبلغين د زنداني کيدو له خطر سره مخامخ دي

اسلامي مبلغين هغه تورونه ردوي چى دوى خلک له حکومت سره د مخالفت له پاره رابولي.

مبلغين د زنداني کيدو له خطر سره مخامخ دي

اسلامي مبلغين هغه تورونه ردوي چى دوى خلک له حکومت سره د مخالفت له پاره رابولي.

يو شمير سرګردانه مذهبي واعظين د حکومت له خوا په دى تور نيول کيږي چى ګواکى د حکومت د نسکورولو له پاره يي په تبليغ لاس پورى کړى دى.


دا مستقل او خپلواک مبلغين چى له هيڅ جومات سره تړاو نه لري ، ادعا کوي چى د دوى موخه د اسلام د ټکي خپرول دي او دوى په غير عادلانه توګه ځورول کيږي. دوى د تبليغ د يوى نړيوالى ډلى غړي دي، چى په ١٥٠ هيوادونو کى درى مليونه غړي لري. په افغانستان کى ډير تبليغيان پاکستانيان دي او ځينى افغانان هم دي.


په کابل کى د يوى تبليغي ډلى استاد مولوي خليل اله وايي موږ له دى امله ناراحته يو چى نه مو پريږدي د خپل پيغمبر لار تعقيب کړو. موږ غواړو چى د خلکو په ورځني ژوند کى شريعت تطبيق شي. موږ په هيڅ يوى ډلى پورى تړلي نه يو.


تبليغي ډلى د خلکو کورونو او پوهنتونونو ته و رځي او خلک رابولي چى د لمانځه له پاره جومات ته راشي او د دوى تبليغ ته غوږ کيږدي. دوى په دى باور دي چى د اسلامي شرعيت تطبيق کولى شي د ځمکى پر مخ د خداى تعالى د بنده ګانو ستونځى حل کړي.


خليل اله وايي که حکومت اسلامي وي، کولى شي د ملت له پاره ډيرى آسانتياوى رامنځ ته او ستونځى حل کړي. هغه زياتوي که چيرى حکومت اسلامي وي په هيواد کى د جنايتونو شمير ټيټيږي او وايي موږ يوازى د همدى موخى له پاره خدمت کوو او کومه سياسي موخه نه لرو.


چارواکي د مبلغينو د رښتوني موخى په اړه سره ويشلي دي.


د عدليي وزارت د قوانينو د څانګى اداري ريس غلام رباني اديب وايي: دوى بايد بنديان نه شي.دوى سياسي خلک نه دي . دوى ښه خلک دي. بد خلک هغه دي چى غواړي تبليغ له ځانه ليرى کړي.


خو استخباراتي مامورين ادعا کوي چى مبلغين دولتي ضد مقاصد تعقيبوي.


د عمومي استخباراتو د رياست د محکمى ريس مولوي اقبالشاه چى يوازى بايد د حکومت ريس حامد کرزي ته د ځواب ويونکى وي وايي هر هغه مذهبي فعاليت چى پاکستان يي پر مخ يوسي سياسي موخى لري. هغه زياتوي دا پاکستان و چى د شمالي ټلوالى پر ضد جنګيده. د دوى تبليغ په بشپړه توګه سياسي دى. په اسلام کى تبليغ حتمي نه دى. په جوماتونو کى امامان تبليغ کوي. له دى امله موږ ډيرو مبلغينو ته اړتيا نه لرو.


تبليغي جماعت يو نړيوال غورځنګ دى او موخه يي دا ده چى د اسلام له لارى څخه ګمراه شوي مسلمانان د اسلام غيږ ته د بيا راتلو، او خلک هغه څه ته چى دوى يي د اسلام مهم او اساسي اصول يادوى راوبولي.


تبليغي سازمان چى د شلمى پيړۍ په پيل کى د مولانا محمد الياس په نامه د يوه کس له خوا په هندوستان کى تاسيس شو ځان غير سياسي بولي. خو کرار کرار دغه سازمان پرمختګ وکړ او د ١٩٥٠ کلونو پورى د دوى فعاليتونه د هندوستان له پولو څخه بهر پراختيا وموندله او تر ١٩٨٠ کلونو پورى يي خپل حضور د متحدو ايالاتو او کاناډا په ګډون په ٩٠ هيوادونو کى اعلان کړ.


د تبليغي جماعت مرکز د نظام الدين اوليا په کلي کى په هندوستان کى موقعيت لري، خو هر کال د دوى لويه غونډه چى نژدى درى مليونه خلک راجلبوي د پاکستان د لاهور په ريوند سيمه کى جوړيږي. په کلنۍ غونډه کى ډلى جوړيږي او د نړۍ بيلا بيلو هيوادونو ته ليږل کيږي.


دا اوس مهال د مبلغينو يولس تنه د کابل په زندان کى ايثار دي او يوه مبلغ مشر وويل چى دولسم تن يه توقيف ځاى کى مړ شو. خو د زندان کارکوونکو زموږ خبريال ته له دغه زنداني سره د خبرو اجازه ور نه کړه او هغه ته يي خبردارى ورکړ چى ځان له دغو مسايلو ليرى کړي.


دا زنداني ډله د پاکستان د صوبه سرحد د کارک د کلي ده چى د طالبانو د واکمنۍ پر مهال کندز ته راغلي وه او هلته يي د پنځو مياشتو له پاره تبليغ وکړ. د طالبانو تر ړنګيدو وروسته دوى زنداني شول.


ډير غړي وايي د افغانستان په ٢٣ کلنه کورنۍ جګړه کى د مذهب او سياست ګډولى او د پاکستاني جنګياليو مداخلى د دى سبب شوي چى له دغو مبلغينو سره نژديوالى د ګناه مترادف مفهوم غوره کړي.


د تير دسمبر په مياشت کى د طالبانو د ړنګيدو څو مياشتى وروسته، هر هغه چا چى د اسلام په اړه تندلارى دريځ درلود او يا هم له پاکستان سره يي تړاو درلود ، د دولت ضد ګڼل کيدل او تبليغي ډلى هم د پوليسو له خوا راټوليدى او نيول کيدى.


د کابل د مبليغينو د ډلى يو مشر نصيراحمد وايي هيڅوک د دغو زندانيانو د خوشى کيدو له پاره ځان نه په تکليف کوي. پاکستان د هغو کسانو د خوشى کيدو له پاره هڅه کوي چى د طالبانو تر څنګ جنګيدل. خو هيڅوک د مبلغى ټولنى له پاره ګام نه اخلي. ملګري ملتونه خاموشه دي ..... د افغانستان حکومت بايد تر اوسه پوهيدلى واى چى دوى په هيڅ يوه سازمان پورى تړلي نه دي. له همدى امله څوک يي د خوشى کيدو له پاره اقدام نه کوي.


د اکټوبر د مياشتى په لومړيو کى د کابل پوليسو د مبلغينو يوه ٢٨ کسيزه ډله د کابل ښار د (پخته فروشي) په جومات کى ونيوله. ويل کيږي چى د تبليغي ټولنى ريس مولوي قلم الدين هم د نيول شويو کسانو په ډله کى و.


نقيب اله چى زندانيان يي ليدلي وايي دا مبلغين يي په ډير شرم آوره توګه ونيول. قلم الدين چى يو له جګ پوړو مبلغينو دى د پوليس افسرانو له خوا پر مخ ووهل شو.


د پولي تخنيک د انستتيوت او د کابل له پوهنتون څخه د ځينيو مبلغينو يوه ١٢ کسيزه ډله د نومبر په مياشت کى د پوليسو له خوا د الکويت الخير په جومات کى ونيول شوه چى په توقيف کى د يوى ورځى له تيرولو وروسته خوشى شوه.


د طب د پوهنځي يو تن محصل رحمت اله چى نيول شوى و وايي پوليسو نيول شويو کسانو ته حکم وکړ چى ځان د پوهنتون له سيمى ليرى کړي، او له هغه وروسته موږ خپل فعاليتونه په کابل کى بند کړل. دا اوس موږ دلته له تبلغ کولو څخه ډاريږو.


محمدانور يو بل تبليغي دى. هغه وايي د کندهار د پوهنتون مبلغين د روژى په مياشت کى ونيول شول. د کندهار د پوهنتون کارکوونکو غوښتل د نړيوالو خبرونو څخه د خبرتيا له پاره د سپوږمکۍ کاسه ولګوي، خو مبلغينو هغوى ته خبردارى ورکړ چى د دغى سپوږمکۍ خپرونى د فلمونو په ګډون به د اسلام ضد وي.


انور وايي مبلغو محصلينو غوښتل د سپوږمکۍ د لګولو مخنيوى وکړي. هغه مهال چى د پوهنتون ريس له مسئلى خبر شو نو حکم يي وکړ هر هغه محصل چى په تبليغ کولو لاس پورى کړي نو له پوهنتون څخه به ويستل شي. زموږ خبريال ونه شو کولى له مامورينو څخه د هغوى د نظر د اخيستو له پاره د دغى قضيي په اړه بريالى شي.


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists