له بند څخه د طالبانو د خوشې کېدو له امله د افغانانو غوسه

.د چارواکو د ادعا له مخې له بند څخه زياتره خوشې کړای شوي طالبان، ددې پرځای چې د سولې له بهير سره مرسته وکړي، بېرته د جگړې ليکو ته ورگرځېدلي دي

له بند څخه د طالبانو د خوشې کېدو له امله د افغانانو غوسه

.د چارواکو د ادعا له مخې له بند څخه زياتره خوشې کړای شوي طالبان، ددې پرځای چې د سولې له بهير سره مرسته وکړي، بېرته د جگړې ليکو ته ورگرځېدلي دي

د سيدرحمت الله عليزاده ليکنه

سياستوالو او شنونکو په افغانستان کې د طالبانو د بنديانو خوشې کېدل غندلي، وايي دا خوځښت د سولې خبرو ته د ياغيانو په سلا کولو کې پاتې راغلی دی. 

له بند څخه د خوشې کيدو په وروستۍ لړۍ کې د ولسمشر د فرمان له مخې د غزنې ولايت له زندان څخه د جولای د مياشتې په ١٨ د درې طالب قوماندانانو په گډون ٤١ تنه بنديان خوشې شوي دي.

د غزني ولايت مرستيال، محمد علي احمدي وويل،له خوشى شويو طالبانو نه  دوه پخواني بنديان له امنيتي پوځونو سره په نښتو کې وژل شوي دي. هغه يو بل بندي د ملا کريم په نامه ياد کړ چې د ١٧ تنو پوليسانو د وژلو په شک بندي شوی و. هغه وويل، نوموړی له بند څخه له خوشې کېدو وروسته د خوگياڼيو په ولسوالۍ کې د طالبانو د قاضي په توگه خپلې مخکنۍ دندۍ ته بېرته ورستون شوی. 

احمدىد حکومت د تگلارې غندنه وکړه چې د هېواد د سولې د عالي شورا او يو شمېر ديني عالمانو په ملاتړ د پخلاينې له بهير سره د وسله والو مخالفينو د راجلبولو په موخه د بنديانو د خوشې کولو لپاره کار کوي.

هغه وپوښتل: "څنگه چې نوموړو بنديانو له [جگړې] څخه لاس نه دی اخيستی، نو ولې د عدلي سيستم له لارې خوشې کيږي؟"هغه، هغو کسانو ته د مرگ د سزا د ورکولو غوښتنه وکړه چې بمونه ږدي او يا مرگوني بريدونه سرته رسوي.

د غزني د امنيقوماندان ، زراور زاهد آی ډبليو پي آر ته وويل، د هغه دفتر ته داسې استخباراتي رپوټونه رسيدلي چي په دې وروستيو کې خوشې کړای شوي بنديان بېرته د جگړې ليکو ته ستانه شوي دي. هغه د جولای په مياشت کې د يو څو تنو خوشی کړای شوو بنديانو نومونه واخيستل چې اوس بېرته د [غزني] ولايت بېلابېلو ولسواليو ته د جگړې په موخه ستانه شوي دي.  

د غزني ولايت د و لايتي شورا يو غړي، نادر گيرووال ومنله چې د بنديانو خوشې کول به ياغيان له خپلې لارې څخه راونه گرځوي. 

هغه وويل: "هغه شمېر طالبان چې له بند څخه خوشې کړای شوي د خپلو ملگرو له هرکلي سره مخامخ شوي او په هماغه شپه له هغوی سره يوځای شوي دي."

د طلوع تلويزيون د يوه رپوټ له مخې په وروستيو کلونو کې د هېواد له زندانونو څخه شاوخوا ٥٢٠ تنه ياغيان خوشې کړای شوي دي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د معاملې د ټينگولو هڅو ته په راتلونکي کال کې له هېواد څخه د ناتو پوځونو وتلو نوره انگيزه هم ورکړې ده.

د غزني ولايت د استيناف د محکمې رئيس، مير صمد حق وويل، هغه د بنديانو د خوشې د پروگرام ملاتړ کوی او ټينگار يې کړی په هغو کې د "تښتونې، ترهگرۍ، د بمونو د کيښودلو او يا د وسلې په کارونې"تورن کسان نه وو. 

نوموړي زياته کړه: "ملا کريم، چې د ١٧ تنو د وژلو په تور د حکومت له لوري بندي شوی و، ځکه خوشې شو، چې په پېښه کې د هغه د لاس لرلو په اړه کره لاسوندي په لاس رانغلل."

د افغانستان په نورو برخو کې هم پر لوړپوړو خوشې کړای شوو طالبانو بېرته جگړې ته د وروستنېدو پړه اچول شوې ده.

د افغانستان په لويديځ کې د بادغيس ولايت د پوليسو مشر، شرف الدين وويل، د محمد زمان په نامه د طالبانو يو پخوانی چارواکی پروسږکال د بگرام هوايي ډگر له بند څخه خوشې شوی و، بېرته د جگړې له ليکو سره يوځای او د ٤٠٠ تنو جنگياليو قومانده يې په لاس کې اخيستې چې د گڼ شمېر حکومتي سرتيرو پر وژنې او ټپي کولو تورن شوی دی.

د نوموړې تگلارې نيوکه کوونکي وايي،  په دې تگلاره کې له طالبانو سره د معاملې په اړه کومه څرگنده ستراتيژي وجود نه لري.

د غزني ولايت د ولايتي شورا غړی، حميدالله دانش په خپل ولايت کې د بنديانو د خوشې کېدو غندنه کوي.

هغه وويل: "کرزی بايد په دې پوه شي چې هغوی هيڅکله په سولې نه راضي کيږي. حکومت ته ښايي د طالبانو په وړاندې په خپلې تگلارې کې بدلون راولي او تر دې نور زيات امتيازونه ور نه کړي."

افغان حکومت پر گاونډي هېواد پاکستان فشار راوړی چې د سولې د خبرو د پرمخ وړلو د چانس د زياتولو په موخه د هغه هېواد په زندانو کې بندي طالبان خوشې کړي. د تېر کال په اوږدو کې [د پاکستان له زندانونو څخه] له ٣٠ تنو څخه زيات بنديان خوشې شوي دي. په دې کې هغه اووه  تنه هم شامل دي، چې تېره مياشت اسلام آباد ته د ولسمشر حامد کرزي له سفر څخه وروسته خوشې شول.

روانه اوونۍ پاکستان د کابل غوښتنې ته غاړه کېښوده او ملا عبدالغني برادر يې له بنده خوشې کړ. ملا عبدالغني برادر د طالبانو مرستيال مشر دی چې په ٢٠١٠ کال کې په کراچۍ کې بندي شوی.

د سياسي چارو شنونکی، وحيد مژده  وايي د بنديانو د خوشې کېدلو موضوع د باور د رامنځته کولو لپاره ډېره مهمه ده.

هغه وويل: "اوس چې د سولې خبرې پيليږي او پاکستان هم د سولې له خبرو سره خپله مينه څرگنده کړې ده، د بنديانو خوشې کول د باور د رامنځته کولو يوه لاره ده."

سره له دې تر اوسه پورې له بند څخه د ياغي بنديانو خوشې کولو ډېره نتيجه نه ده ورکړې. په دوحه کې د طالبانو سياسي دفتر د روان کال په پيل کې له هغه وروسته بېرته وتړل شو چې د کرزي ادارې د سياسي دفتر په نامه د هغه له پرانېستې سره مخالفت څرگند کړ. 

د سياسي چارو يو بل شنونکي، احمد سعيدي وويل، د بنديانو خوشې کول د کابل د کمزورۍ يوه نښه ده.

هغه وويل: "حکومت نشي ويلای، چې څوک يې دوست دی او څوک دښمن." 

سيد رحمت الله عليزاده په غزني ولايت يو ازاد خبريال دی.


Frontline Updates
Support local journalists