Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

طالبان هڅه کوی چې افغاني موسیقي پیا چوپه کړي

سندرغاړي او د ساز غږوونکو ډلې د مخالفانو تر بریدونو لاندې دي.
By Nasratullah Nasrat
Afghan men dance on the streets of Kabul celebrating the first day of Eid-al-Fitr. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)

د تیر کال یوه شپه یو ډولچي په واده کې له ګډون وروسته له ډلې سره کور ته راروان و چې طالبانو يې ډله ودروله.

هغه آی ډبلیو پي آر ته وویل: «طالبانو پر موږ برید وکړ، ويې وهلو او ويې ګواښولو چې که سندرو ویلو ته مو دوام ورکړ، سرونه موغوڅوو.»

هغه وویل: «ډول  يې راته مات کړ چې زما د معیشت یوازنې وسیله وه. ما هغه په مختلفو مراسمو او محفلونو کې د خلکو د خوشالۍ لپاره غږولو، خو له هغه راوروسته مې په هیڅ یوه محفل کې ډول ندی وهلی .»

رمضان د لغمان ولایت د مرکز مهترلام څخه شاوخوا ۵۰ کیلومتره لري پرتې ولسوالۍ، دولت شاه اصلي اوسیدونکي زیاته کړه له هغې شپې  راهیسې يې ټول ژوند تباه شوی دی.

هغه وویل: «ما له موسیقي څخه لاس اخیستی او اوس خپلو اولادونو ته د ډوډۍ د پیداکولو لپاره په مهتر لام ښار کې موچيګري کوم. تر اوسه مې له موسیقۍ سره مینه شته، خو له امنیتي حالت اجازه نه راکوي.»

په ختیځ ولایت، لغمان کې دموسیقي هنرمندان  د طالبانو د بندیز په اړه ګوته څنډي چې مخالفان وار په وار سندرغاړو ته د مرګ ګواښونه کوي او وایي د هغوی فعالیتونه د اسلام له لارښوونو سره سمون نه لري.

افغانستان د موسیقۍ بډای میراث لري چې د قومي، مذهبي او ژبپوهنې  مختلفې ريښی لري. د موسیقي سټایلونه یو له بله توپیر لري او د هندی کلاسیک کمپوز څخه تر دودیزو ولسي غږونو او د طبلې او سورني پورې د میلودي دغږونو تارونه لري.   

له ۱۹۹۶ کال څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې د طالبانو د رژیم په اوږدو کې موزیک د هیواد په ډېرو سیموکې منع شوی وو. یوازې دینی تراني ویل کیدې او زیاتره موسیقي دانان او سندرغاړی له هیواده پاکستان یا ایران ته لاړل.

اوس چې مخالفان یو ځل بیا خپل حاکمیت د هیواد په پراخه سیمه کې ټینګوي د موسیقي ځپل بیا راګرځي.

شیرجان غروال، د لغمان ولایت  دعلیشنګ  ولسوالۍ د «ارا» د سیمې اصلي اوسیدونکي آی ډبلیو پي ار ته وویل، د موسیقۍ کسب وکار يې پرېښی او د ننګرهار ولایت د جلال آباد اښار ته کوچیدلی دی.

نوموړي شپیته کلن سړي وویل، د طالبانو د اغیز پراخیدو د لغمان ولایت د موسیقۍ بازار سوړ کړی دی. هغه ساز غږوونکي او سندرغاړي چې هغه پیژندل د مخالفانو لاس ته د ورتګ له ډاره خپل کورونه پريږدي.

غروال وویل: «زه نور په لغمان کې سندرې نشم ویلای، ځکه د مخالفانو مختلفې وسله والې ډلې د علیشنګ ولسوالۍ په ګډون په هرې سیمې کې شته. دغه خلک د موسیقۍ او سندرغاړو دښمنان دي.»

د جلال آباد د سندرغاړو د اتحاديې رئیس، رضوان منور له دې ټکي سره موافق و، ويې ویل، حکومت ته پکار دي چې د موسیقي د مینه والو حمایت وکړي.

هغه وویل: «زیات شمېر سندرغاړي او سازغږوونکي نشي کولای له ښارونو بهر د تاوتریخوالي له ډاره سندرې او ساز وغږوي.» نوموړي زیاته کړه «د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یو څو مشهورو سازیانو ته لږ میاشتنی معاش ورکوي، خو پاتې نوروته یې هیڅ پام نه دی کړی له همدې امله اوس زموږ زیات شمېر سندرغاړي کارګر دي او لاسي کارونه کوي.»

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، فیضان الله پټان هم پر مرکزي حکومت غږ وکړ چې په دې اړه ګامونه پورته کړي.

هغه وویل: «موږ کافي بودجه نه لرو چې د لغمان سندرغاړو ته معاشونه ورکړو. که چېرته مرکزي حکومت وغواړي زموږ د موسیقۍ میراث خوندي وساتي، نو زموږ سندرغاړو او سازیانو ته دې یوه ځانګړې بودجه چمتو کړي.»

اعظم ګل یو مهال د لغمان تر ټولو نامي  سندرغاړی و او چا ته په لاس نه ورتلو، اوس يې آی ډبلیو پی ار ته وویل، هغه د موسیقۍ بندولو ته اړ شوی او اوس يې پرځاي لوښي  پلوري.

هغه وویل، د طالبانو د سزا ورکولو له ډاره اوس د ګوتو په شمېر خلک د ساز د غږولو خطر پر غاړه اخلي. نوموړي زیاته کړه: «موږ په ودونو کې سندرې ویلې او د خلکو ساعتونه تېرول او خلکو د دې په بدل کې زموږ درناوی کاوه.»

هغه وویل: «اوس په ولسوالیو کې د طالبانو د ګواښونو له ډاره سازونه نشو کولای. اوس دا هټۍ مې جوړ کړی دی چې خپلو اولادونو ته ډوډۍ پیدا کړم. یوازې دومره پیدا کوم چې پر دسترخوان مې د کورنۍ په وړاندې کېدم.»

دا بندیز پر ژوندۍ موسیقې سربېره پر نورې موسیقۍهم پلی کیږي. ۴۰ کلن اجمل، چې د ننګرهار او لغمان تر منځ موټر چلوي، وايي، اوس چې کله د لغمان د سرخکانو سیمې ته ورسیږي، د موټر رادیو هم بندوي.

هغه وویل: «یو مهال چې کله مې د شپې له خوا لغمان ته سفر درلود، یوه ډله وسله وال پر سړک ولاړ وو، فکر مې وکړ چې ښايي غله وي، هغوی ودرولم، د موټر رادېو يې راته ماته کړه او زما پر وهلو ډبولو يې پیل وکړ.»

«هغوی اخطار راکړ، چې په موټر کې مې له دې وروسته راډیو او سی ډي وانه اورم  .»

ګلداد خان چې په مهترلام کې د دل آرام هوټل چلوي، ورته کیسه کوي.

هغه وویل: «پخوا به مو د خپلو مېلمنو د خوشالولو  لپاره په لوړ اواز موسیقي غږوله. خو اوس يې توپیر کړی، موسیقي هیڅ نشم غږولای.»

آی ډبلیو پي آر ته څرګنده شوه چې د لغمان په یو شمېر هټیو کې د سي ډي او کسیټونو خرڅلاو ډېر راکښته شوی دی.

د مهترلام ښار یو هټیوال، اسد خان د خپل یو انډیوال د موزیک پر هټۍ د برید کيسه وکړه.

هغه وویل: «زه ډېر ډارېږم چې څوک  راتلونکي کې هټې مې  وانه الوزوي. موږ د کسیتونو یا سي ډي ګانو د پلورلو له لارې ډېرې پیسې ګټلای نشو. اوس خلک د هغې له اخیستلو سره ډېره مینه نه لري. طالبانو خلک د موسیقۍ له اورېدو څخه منع کړي دي.»

نور ځايي خلک وايي، اوس خپلې د خوښۍ او محفلونو د خوشالۍ لپاره د طالبانو له ډاره موسیقي نشي غږولای.

د لغمان یو اوسیدونکي، شېرعلي وویل، په خپل یو واده کې  له کوره بهر څوکیدار ودرولي و، چې که طالبان راشي، دوی به خبرکړي .   

هغه وویل: «ما د تره  زوی واده کې  څلورو تنو ته دنده ورکړې وه چې شاوخوا سیمه کې ګزمه وکړي، ترڅو طالبان  کور ته رانشي. موسیقي په زېر زمینۍ کې په پته موسیقي کوله .»

د لغمان د پولیسو ویاند، شفیع الله وویل، چارواکي تر خپلې وسې  هڅه کوي چې د هنرمندانو په ګډون د ټولو اوسیدونکو امنیت وساتي. نوموړي  له خلکو وغوښتل «له دښمنه و نه ډاریږي»، که نه، طالبان به نور هم «زړور» شي.

هغه وویل: «که چېرته کوم سندرغاړی وګواښل شو، موږ به تر خپل وس پورې له هغه سره مرسته وکړو.»

ټول دیني عالمان د طالبانو دا خبره نه مني چې موسیقي ګناه ده.

د مهترلام د یوه جومات ملا امام، مولوي حنیفي وویل، که موسیقي مثبت پیغام ولري باید وهڅول شي.

هغه وویل: «که چېرته سندرغاړي خلکو ته د موسیقۍ له لارې یوه ښه پیغام ورسوي، نو د دیني عالمانو د حمایت وړ به وګرځي.» خو هغه موسیقي چې د بداخلاقۍ او ابتذال د خپرولو عامله شي، باید منع شي.

نوموړي زیاته کړه «هغه څوک چې د موسیقۍ مخالف دي، له ځان څخه دې پوښتنه وکړي چې ولي قتل او ځانمرګي بریدونه په قوي ټکو کې نه غندي.»