سيمه اييزه خلکو خپلى هيلي په خليلي پورى تړلي دي

د باميانو خلک پر سيمه اييزه جنګ سالار کريم خليلي چى اوس د ولس مشر مرستيال دى د خپل ژوندانه په بيلا بيلو اړخونو کى د ښه والي د راوستو له پاره حساب کوي.

سيمه اييزه خلکو خپلى هيلي په خليلي پورى تړلي دي

د باميانو خلک پر سيمه اييزه جنګ سالار کريم خليلي چى اوس د ولس مشر مرستيال دى د خپل ژوندانه په بيلا بيلو اړخونو کى د ښه والي د راوستو له پاره حساب کوي.

Friday, 1 September, 2006

د باميانو د ولايت اوسيدونکي، چى د هيواد يو له ډيرو بى برخو او محرومو سيمو څخه دى هيله لري د دوى د مشر دا پريکړه چى په کابل حکومتى دنده اشغال کړي ، ښايي د دى سبب شي چى په سيمه اييزه شرايطو کى ښه والى راشي.


دوى په دى باور دي د حزب وحدت مشر کريم خليلي، چى په دى وروستيو کى په انتقالي اداره کى د ولس مشر مرستيال شو دغى سيمى ته به د لا زياتو پيسو او سرچينو د راليږلږلو خبره يقيني کړي.


خليلي چى يو له لومړيو جنګ سالارانو دى چى د کرزي په کابينه کى انتخاب شوى په هزاره جاتو کى چى د هغه مرکز دى او د باميانو ولايت د هغو ولسواليو څخه ده چى ډيرى پکښى هزاره ګان دي په دى وروستيو کى د ده په راستنيدو سره د نژدى ٢٠٠٠ خلکو له خوا ورته ښه راغلاست ويل شوى.


هغه د سيمى خلکو ته وويل چى له ده څخه ډيره طمع و نه کړي او زياته يي کړه چى د افغانستان بيارغونه يوه اوږده مبارزه ده ځکه ډيرى سيمى د باميانو څخه هم په بد حالت کى دي.


هغه وويل کابل ته له تلو وړاندى ما داسى ګومان کاوه چى هزاره ګان د افغانستان ډير خوار، بى وزلي او بدهرغه خلک دي، خو پلازمينى ته د ورتګ وروسته په دى وپوهيدم چى د هيواد په ګوټ کوټ کى ستونځى ډيرى دي.


خليلي يو له هغو جنګ سالارانو دى چى په کابل کى د دندى په تر سره کولو يي موافقه کړى. نورو بيا د هيواد په لويديځ کى د هرات د والي اسماعيل خان او جنرال دوستم په شان چى شمالي سيمى تر خپلى ولکى لاندى لري په حکومت کى د دندو د اخيستو وړانديزونه يي رد کړي دي.


پلازمينى ته په راوستو او هغوى ته په نوي حکومت کى د ونډى په ورکولو داسى ښکاري چى کرزې هڅه کوي د ډلو تر منځ د جګړى خطر له منځه يوسي.


خو د ولس مشر له پاره دا ګرانه ده چى سيمه اييزه مشران وهڅوي چى د خپلى ولکى لاندى سيمو څخه پلازمينى ته راشي ځکه د ختيځ ولايت جنګ سالار حاجى عبدالقدير چى د ولس مشر له مرستيالانو څخه يو وو په دى وروستيو کى ووژل شو او له دى امله نور پلازمينى ته د تلو له ډير احتياط څخه کار اخلي. که څه هم دغه دليل د خليلي د تلو مخه نه ده نيولى.


خليلي چى پوځي سړى دى، يو وخت د حزب وحدت چى د هزاره ګانو لوى ګوند دى د مشر مرستيال وو. هغه په ١٩٩٥ کال کى له هغى وروسته واکمن شو چى طالبانو د دغه ګوند مشر عبدالعلي مزاري وواژه.


ډير سيمه اييز خلک په دى هيله دي چى خليلي به د خپل نوي موقف په کارولو د سيمى له پاره لا زيات ملاتړ تر لاسه کړي. د باميان يوه اوسيدونکي حسين بخش وويل: موږ غواړو چى هغه خپلى ټولى هلى ځلى پر بيارغونى متمرکزى کړي او د واکمنو پام د باميانو ولايت ته ورواړوي.


په عين حال کى د سيمى پوځي خلک ډاډمن دي چى په حکومت کى د خليلي حضور به د کهمرد د په سيمه کى د ډله اييزه جګړى په له منځه وړلو کى مرسته وکړي ځکه هلته د حزب وحدت جنګيالي د جمعيت اسلامي ډلى له جنګياليو سره نښتى کوي.


دوى په دى باور دي چى خليلي او د دفاع وزير محمد فهيم قسيم چى د جمعيت وتلى قومندان دى دواړه به سره په ګډه د سيمه اييزه جګړى د مخنيوي له پاره هڅه وکړي. د باميانو ولايت دپوځي چارو قومندان باز محمد جوهري IWPR ته وويل موږ هيله لرو چى د خليلي او فهيم ليدنى به د کهمرد ستونځى حل کړي.


په کابل کى د دفاع وزارت له خوا لادمخه داسى پلانونه شته چى سيالى ډلى په يوه سيمه اييز ځواک کى سره يوځاى کړي چى تفصيلات به يي وروسته اعلان شي.


جوهري چى د باميانو په ولايت کى ٤٠٠٠ کسان تر خپلى قوندى لاندى لري د کابل له خوا په دغه ولايت کى د پوځي چارو د سمبالولو په اړه د لارښوونى او خبرو په هکله څه ستوځى نه لري.


هغه وويل د باميانو په ولايت د عسکرو د کنترولو په برخه کى يوازينى توپير دا دى چى پخوا پوځي او لوژستيکي اړتياوى د وحدت د ګوند له خوا پوره کيدى او اوس د ملي دفاع وزارت دا دنده تر سره کوي.


عبدالولي او سيد معروف په کابل کى ميشت خپلواک خبريالان دي.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists