زده کړې ته له افغان بغاوت سره تړاو ورکړل شو

د فراه اوسيدونکي وايي، د طالبانو سرتېري په عمومي ډول د ټولنې تر ټولو ټيټه کچه زده کړه لري.

زده کړې ته له افغان بغاوت سره تړاو ورکړل شو

د فراه اوسيدونکي وايي، د طالبانو سرتېري په عمومي ډول د ټولنې تر ټولو ټيټه کچه زده کړه لري.

Friday, 19 December, 2014

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر ليکنه

د خبرو اترو د يوې ورستۍ غونډې د برخوالو د وينا له مخې د افغانستان په لويديځ کې د فراه ولايت هغه سيمه ده چې زياتره ترې طالبان خپل جنگيالي چمتو کوي. هغوی وويل، لامل يې دادی چې د گوتو په شمېر خلک پکې يو څه زده کړه لري.

د فراه د پوهنې رياست وايي، د فراه ولايت د ٧٠٠٠٠٠ تنو وگړو په کچه يوازې اتلس سلنه خلک ليک لوست کولای شي.

د ياغيانو شتون، چې زيات شمېر جنگيالي ورسره يوځای کيږي، يو ناوړه حالت رامنځته کوي، په دې معنا چې د لرې پرتو ولسواليو ښوونځي هيڅ فعاليت نشي کولای.

د نوموړي ولايت د مدني ټولنې د يوې شبکې مشر، جاوېد تابش وويل: «پنځه ولسوالۍ په فراه کې په سره امنيتي زون کې پرتې دي او د ليک لوست حالت پکې د اندېښنې وړ يوه خبره ده. چېرته چې ليک لوست او مدنيت نه وي، هر راز ستره بدمرغي او تاوتريخوالی پکې شونی کيږي.»

د مناظرې بل برخوال، د فراه ولايت د سولې د عالي شوار د ولايتي څانگې مشر، امير محمد ايوبي وويل، زياتره ياغيان نالوستي دی. يو يې هم ديني زده کړې نه دي کړي چې ملا يا مولوي ترې جوړ شي.

هغه وويل، دا خبره په هغو طالبانو کې ثابته شوي چې له حکومت سره يوځای شوي دي. د شمېرو له مخې په تېرو څلور کلونو کې د سولې له بهير سره په يوځای شوو [مخالفينو] کې يوازې پنځو تنو يې په دينې مدرسو کې تر شپږم ټولگي پورې زده کړه کړې وه.

هغه وويل: «د فراه په ځينو هغو سيمو کې جگړه روانه ده چې ښوونځي پکې نشته، ځکه دا سيمې د طالبانو له ليکو سره د جنگياليو د يوځای کيدو لپاره مناسبې سيمې دي.»

په هغې غونډې کې، چې د ولايت په مرکز، فراه کې جوړه شوې وه، نورو ويناوالو وويل، هره کورنۍ دنده لري د طالبانو له ليکو سره د خپلو اولادونو د يوځای کېدو مخه ونيسي. 

د فراه ولايت د ښځو د چارو رئيسې، ليلما صديقي وويل: «دا د ميندو دنده ده چې خپل اولادونه نالوستي پرې نږدي. کله چې خلک لوړې زده کړې او پوهه ولري، هيڅکله به ونه پلورل شي او نه به د بهرنيانو د لاس آله شي.»

مولوي عبدالوهاب د ديني چارو د وزارت په استازيتوب وويل، قرانکريم د زده کړې پر ارزښت ډېر تاکيد کړی دی.

هغه وويل: «که چېرته زموږ ټولنه زده کړه ولري، هيڅکله به هم له کوره بهر ځانمرگي بريدونه او چاودنې ونه گورو.»

د مناظرې په اوږدو کې د پوهنې پر چارواکو پړه واچول شوه چې د ښوونځيو په پرانيستل کېدو کې يې ناغيړي کړې ده.

د پوهنې د رياست استازې، حميرا عظيمي يې په وړاندې وويل، په دې لاره کې هڅې د افغان امنيتي ځواکونو د نه ملاتړ له امله بې اغيزې پاتې شوې دي. 

هغې وويل: «کله چې يوه ولسوالي خوندي نه وي، هيڅوک پکې ښوونځی نشي پرانيستلای. دا د پوهنې د وزير يا د ولايت د رئيس دنده نه ده، دا د امنيتي ادارو دنده ده چې بايد ورته ورسېدای شي.»

د گډون کوونکو له ډلې څخه خالۍ الکوزۍ وويل، چېرته چې ښوونځي پرانيستي دي، زياتره ميندې او پلرونه خپل ېلوڼې ښوونځيو ته نه پرېږدي.

صديقي وويل، د عامه خبرونې کمپاين په دې اړه د خلکو د چلن په بدلون کې مرسته کولای شي.

هغې وويل: «د ولايت په مرکز او څېرمه ولسواليو کې دا ستونزه تر ډېره بريده هواره شوې ده. هلکان او نجونې په گډه ښوونځيو ته ځي.»

د پوهنې پر ارزښت په گاونډي ولايت، هلمند کې هم خبرې وشوې.

په هلمند کې د ښځو د يوې ناحکومتي موسسې مشرې، شهناز فيضي وويل: «بېسوادي په يوې کورنۍ، يوه کلي، يوې ټولنې، ولايت او آن په يوه هېواد کې د بدمرغۍ او امنيتي ستونزو لامل کيږي. يو لوستی مېړه او مېرمن ... داسې اولاد راوړي چې ټولنه د ځوړ پر ځاۍ سوکالۍ او نېکمرغۍ ته بيايي.»

يوه اورېدونکي پوښتنه وکړه، ايا زده کړه له سولې څخه ډېره مهمه ده، د هلمند د ښځو له ټولنيز انجمن څخه فوزيې درانۍ په ځواب کې وويل، دواړه له يو بل سره تړلي دي. 

هغې وويل: «چېرته چې سوله وي، هلته زده کړه وي. چېرته چې زده کړه وي، هلته سوله وي. سوله او زده کړه له يو بل سره نژدې تړاو لري. نالوستي خلک ډېر ژر تېر ايستل کيږي، په داسې حال کې چې دا خبره د لوستو او پوهو خلکو په اړه ډېره لږه پېښيږي.»

يوې بلې ولايتي چارواکې، د هلمند ولايت د ليک لوست د پروگرام مشرې، رويا کريمي د مناظرې په پای کې ميندو ته په ټينگار وويل، چې هم خپله ليک لوست زده کړي او هم يې خپل اولادونه ته زده کړه ورکړي.

هغې وويل: «که غواړئ له تيارو راووځئ، که غواړئ په سوله کې ژوند وکړئ او که غواړئ چې يو نېکمرغه او سوکاله هېواد ولرئ، نو پر خپلو اولادونو مو زده کړه وکړئ او ليک لوست وروښايئ، ترڅو وکړای شي د ښو او بدو تر منځ پر توپير پوه شي.»

 

 

 

Frontline Updates
Support local journalists