Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

راستنو شوو کډوالو ته د ښوونځيو په لټه کې

له پاکستان څخه يو دم د پخوانيو راستنيدونکو کډوالو لويو ډلو خدمتونه خورا ترينگلي کړي دي.
By Fahimullah
په تورخم کې د پاکستان – افغانستان په گډه پوله راستنېدونکي لاروي (عکس: John Moore/Getty Images)

 

 

 

    

 

کله چې د پاکستان د اکوړه اخټک له سيمې څخه له کلونو کلونو استوگنې وروسته قريب الرحمن افغانستان ته راستنېده، يوازنۍ اندېښنه يې د خپلو شپږو اولادونو د زده کړو دوام و.

له پاکستان څخه د وروستيو نورو ډېرو ستنېدونکو په څېر هغه پاکستان ته څېرمه، د گاونډي ولايت په مرکز، جلال آباد کې واړول.  

نوموړي آی ډبليو پي آر ته وويل: «کله چې راستون شوم، له ډېرو ستونزو سره مخ شوم او سوچ مې کاوه چې کېدای شي ژوند تر دې نور هم ستونزمن وي او اولادونه مې له زده کړې بې برخې شي.»

له ښه مرغه قريب الرحمن د خپلو اولادونو لپاره ښوونځی وموند.

نوموړي په دوام وويل: «اوس ژوند ښه دی. افغانستان ته له راستنېدو وروسته زما څلورو لوڼو او دوو زامنو ښوونځي ته په تگ پيل وکړ او اوس په خوشالۍ خپل لوست لولي.»

پاکستان د نژدې درې مليونو افغانانو کوربه دی،چې نيمايي برخه يې سندونه، نه لري. يو شمېر يې هلته له لسگونو کلونو راهيسې ژوند کوي.

پروسږکال اسلام آباد په پام کې د خپلې تگلارې د ناوړه پايلو له نيولو پرته اعلان وکړ چې ټول راجستر شوي افغانان بايد [خپل هېواد ته] ستانه شي.

د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو د ادارې (UNHCR) او د نړيوالې کډوالۍ د موسسې (IOM) د وينا له مخې پروسږکال له پاکستان څخه له ٦٠٠٠٠٠ څخه زيات افغانان راووتل. د ٢٠١٧ کال د مارچ ١٥ وروستۍ نېټه د کال تر پايه پورې وغځول شوه. لا بيا هم هره ورځ په سلگونه خلک د تورخم له لارې راستنيږي او د افغانستان ختيځې سيمې ته ځي.  

له پاکستان څخه ډله ييزو راستنېدونکو کډوالو په ننگرهار کې پر خدمتونو ډېر فشار راوړی، چې پر هغې سربېره د مخالفانو تر بريدونو لاندې هم دی او باور دې د اسلامي دولت پلوۍ ډله هلته هم فعاليت کوي.  

د ننگرهار د کډوالو او راستنېدونکو د چارو رئيس، غلام حيدر فقيرزي د اټکل له مخې د ټولو راستنو شوو کډوالو درېمه برخه دلته مېشت شوې او خوله يې وخوځوله چې دغه کار له سترې ننگونې سره مخ دی.

فقيرزي وويل، د هغوی موخه دا وه چې له پولې څخه د راستنو شوو کډوالو لپاره څومره ژر چې شوني وي، د مرستو وېشل پيل کړي.

هغه وويل: «د کډوالو له کورنيو سره د تورخم په پوله کې د خوراکي (او بنسټيزو) توکو مرسته شوې، د کورنۍ هر غړي ته ٣٠٠ – ٤٥٠ ډالرو پورې نغدې پېسې ورکړل شوي. موږ له پاکستان څخه د راستنو شوو کډوالو کورنيو ته يو ښارگوټی ودانوو. له ودانېدو وروسته به هلته ٣٠٠٠٠ کورنۍ مېشتې شي.»

د ننگرهار د پوهنې د رياست وياند، محمد آصف شينواري وويل، هغوی زيار کاږي د دې ډاډ ترلاسه کړي چې راستنې شوې کورنۍ وپوهيږي کوم خدمتونه ورته چمتو شوي دي.

هغه وويل: «د ننگرهار د پوهنې رياست د تورخم په پوله او نورو لارو د راستنو شوو کډوالو کورنيو ته معلوماتي پاڼې ويشي، ترڅو کورنۍ سم معلومات ترلاسه کړي او وهڅول شي چې خپل اولادونه ښوونځيو ته واستوي.»

نوموړي زياته کړه: «موږ [پر دغو معلوماتي پاڼو] د پوهنې د رياست د چارواکو د ټيلفون شمېرې هم ليکلي، ترڅو افغانستان ته د راستنو شوو کډوالو کورنۍ له ستونزو سره د مخامخ کېدو پرمهال له هغوی سره اړيکې ونيسي.»

هغه وويل، په ولايت کې مو په شاوخوا ٩٠٠ موجودو ښونځيو کې له پاکستان څخه د ٣٢٠٠٠ راستنو شوو کوچنيانو د جذب وړتيا چمتو کړې. نوې کورنۍ به په لازمو ځايونو کې مېشت کړای شي.

نوموړي وويل: «داسې کوم ماشوم به ونه مومي چې له زده کړې بې برخې شوی وي. آن موږ په داسې ځای کې يو ښوونځی جوړ کړی چې يوازې لس راستنې شوې کورنۍ پکې اوسيږي.»

د ننگرهار ولايت د ټولنيزو چارو فعال، شريف الله حيات آی ډبليو پي آر ته وويل، تر اوسه په لويو شمېرو کې د راستنو شوو کورنيو لپاره د لوجيستيکي خدمتونو په چمتو کولو کې، په تېره بيا د ماشوم د رفاه او سوکالۍ په اړه له شوي پرمختگ څخه خوښ يو.

 هغه وويل: «په يوه مهال کې د دومره لوی شمېر افغان کډوالو راستنېدل د هغوی د ماشومانو د حالت په اړه اندېښنې راپورته کوي. موږ د ننگرهار د پوهنې له رياست سره ډېرې غونډې کړي، ترڅو د کډوالو د اولادونو لپاره د زده کړې زمينه چمتو شي. له دې امله په زرگونو کوچنيانو په ښوونځيو کې پر زده کړې پيل کړی دی.»

نوموړي په دوام وويل، ډېر نور کار ته اړتيا شته

حيات وويل: «په لرې پرتو سيمو او ولسواليو کې يوه څه ستونزې شته. د بېلگې په توگه، ښوونځي د کورنيو د استوگنې له سيمو څخه وړاندې پراته دي، خو د پوهنې د رياست چارواکو له ما سره د دغه ستونزې د هوارولو ژمنه کړې ده.»

د پوهنې اړوندان هم يادونه کوي چې لازمه ده له کوچنيانو سره په خورا حساسيت چلند وشي ترڅو په افغانستان کې د ژوند او زده کړې بهير اسانه کړي.

د جلال آباد د ښار د تجربوي ليسې يو ښوونکي، امان الله وويل: «زه خوشاله يم هغو کوچنيانو ته زده کړه ورښيم چې له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي. هڅه کوم له پاکستان څخه راستانه شوي زده کوونکي وهڅوم. زه له دغو کوچنيانو څخه ډېر خوښ يم، په تېره د دې حقيقت له مخې چې اوس هغوی په خپل هېواد کې زده کړه کوي.»

کوچنيان هم وايي، له راستنيدو وروسته ورته د ملکيت نوی احساس پيدا شوی، سره له دې چې گڼ شمېر کوچنيانو خپل ټول ژوند په پاکستان کې تېر کړی دی.

د ننگرهار د بهسودو د ولسوالۍ د محمدي صاحبزاده د لېسې زده کوونکي، لطف الله وويل: «ډېر خوشال يم چې په خپله مورنۍ ژبه، پښتو لوست لولم. موږ د پاکستان په ښوونځيو کې په اردو ژبه زده کړه کوله.  دلته زموږ لوستونه زموږ په خپله ژبه دي، چې ډېر ښه پرې پوهيږو.»

ديارلس کلن ساحل د چپرهار د للمې د لېسې په پنځم ټولگي کې زده کړه کوي او وايي، په ډېره اسانه مو دلته ژوند پيل کړ.

هغه وويل: «کله چې بېرته افغانستان ته راغلو، پلار مې شل ورځې ورته په ښوونځي شامل کړم. ډېر خوشاله يم چې په خپل هېواد کې هره ورځ ښوونځي ته ځم.»