Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د کوچني عمر ودونه د افغانستان په شمال کې عام شوي

قومي مشران وايي، زياتره نجونې له څوارلس کلنۍ دمخه وديږي.
By Qayum Babak
Child marriage remains rampant in the north of Afghanistan. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)

د آی ډبليو پي آر یوې څېړنې جوته کړې چې د کوچني عمر ودونه د افغانستان په شمال کې عام شوي دي. ځايي چارواکي گوته څنډي، د هغو وس نه رسيږي چې د هغې په وړاندې مبارزه وکړي.

د بلخ، فارياب او جوزجان په ولايتونو کې په لسگونو مرکه شوو پلرونو او قومي مشرانو ټولو په يوه خوله ويلي چې د هغوی په کلو کې زياتره نجونې د نهو او څوارلسو کلونو تر منځ وديږي. 

په افغانستان کې د واده قانوني عمر ١٦ کاله ټاکل شوی، خو د مور او پلار په خوښه کېدای شي پنځلسو کلونو ته هم را کښته شي.

سيمه ييز چارواکي او د [بشري] حقونو کارکوونکي وايي، هغوی نشي کولای د دوديزو کړنو په وړاندې ودريږي، چې کله ناکله د خورا ډېرو پيسو په بدل کې ځوانې نجونې بوډاگانو ته وديږي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون هم دا خبره تاييدوي چې نوموړی عمل مخ په پراخېدو دی.

د فارياب ولايت د پښتون کوټ د ولسوالۍ د کټه کلا د کلي اوسيدونکي اويا کلن شاه مردانقل په خپله خوښه وويل، هغه خپله ١٤ کلنه لور، ٦٠ کلن سرور بيک ته د درې زره ډالرو، يوې غوا او لسو پسونو په بدل کې واده کړې ده.  

هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: «نجلۍ بايد په ځوان منگ واده کړای شي. دلته ټول والدين په خپلو لوڼو پيسې اخلي، ما هم واخيستې.»

له هغه وپوښتل شول چې ولې يې خپله کوچنۍ لور شپېته کلن سړي ته ورکړې ده، هغه وويل: «يو پلار چې خپله ځوانه لور په کور کې ساتي او نه يې ودوي، لويه گناه کوي.»

د جوزجان ولايت د شبرغان د ولسوالۍ د جن مالا د کلي اوسيدونکي ٦٥ کلن نجم الدين هم وويل، هغه پښېمان نه دی چې خپلې درې لوڼې يې په ١١ کلنۍ او ١٧ کلنۍ کې واده کړي دي.

هغه زياته کړه، ټول ١٩ زره ډالره يې پر هغوی ولور احيستی دی.

نجم الدين دوام ورکړ: «ما له هغه وروسته خپلې لوڼې وپلورلې چې زموږ د کلي ديني عالم ماته وويل، د کوچنيو نجونو ودول په اسلام کې کومه گناه نه ده.»

هغه ادعا وکړه که حکومت زما د کورنۍ له بېوزلۍ سره مرسته کړی وای، نو ما به خپلې لوڼې نه وای پلورلای.

د نجم الدين مشره لور، رونا د يوولسو کلونو په عمر د آقچې د ولسوالۍ د پنچاريق د کلي اوسيدونکي، عادل په نامه څلوېښت کلن سړي ته واده شوې وه.

هغې وويل: «کله چې واده شوم، زه په څه شي نه پوهېدم. زه آن په دې نه پوهېدم چې ميړه څه شي ته وايي او واده څه شی وي. کله چې د ميړه کور ته ننوتم ډېره وډارېدلم.»

د نجم الدين بل زوم، محمد بهايي وويل، هغه د هغه د کشرۍ لور په وړاندې ٦٥٠٠ ډالره ورکړي دي.

هغه وويل: «کله چې فيروزه زما په نامه شوه د واده [د لگښت د پيدا کولو] لپاره ايران ته لاړم، ډېر کلونه مې هلته کار وکړ او دغه اندازه پيسې مې پيدا کړې.»

د دې لپاره چې واده قانوني بڼه غوره کړي، په اسلام کې د دواړو لورو موافقه اړينه خبره ده. د نکاح غونډه بايد د دوو شاهدانو په شتون کې د ديني عالم له خوا سرته ورسيږي.

مولوي حنيف چې د نجم الدين د درېواړو لوڼو نکاح يې تړلې، وايي، په شبرغان ښار کې يې د کوچنيو عمر لرونکو نجونو په لسگونه داسې نکاحگانې تړلي دي.

هغه وويل، اسلام د نجونو د ودولو په اړه کوم ممانعت نه لري.

نوموړي وويل: «که څوک په دې اړه څه وايي، زه هغه ته چلينج ورکوم او چمتو يم چې خبرې ورسره وکړم.»

ظالمانه پايلې

د بلخ ولايت د ښځو د چارو رئيسې، سهيلا حديد وويل، دلته په دې ځای کې د کوچني عمر ودونو د شمېر په اړه څه نه شم ويلای، خو زياته يې کړه: «غواړم ووايم، هره ورځ چې دفتر ته راشم، د جبري  يا د کوچني عمر ودونو يوه پېښه مې پر مېز پرته وي.»

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون سيمه ييز مشر، قاضي محمد سميع وويل، د کوچني عمر ودونه د هرې ورځې يوه موضوع ده.

هغه وويل، د ٢٠١٥ کال له شمېرو څرگنده شوې چې د کوچني عمر د ٥٦ جبري ودونو پېښې په شمالي ولايتونو کې ثبتې شوي دي. نوموړي په ټينگار وويل، دا شمېره هسې يوه بېلگه ده. (په سېر کې يوه پړۍ ده.)

نوموړي په دوام وويل: «په لرې پرتو سيمو او کلو کې د کوچني عمر د جبري ودونو پېښې زموږ له تصور او تمې څخه پورته دي.»

سميع وويل، هغه قضيې چې دوی ثبتې کړي په زړو سړو پورې اړوندې دي چې د ډېرو پيسو په وړاندې ځوانې نجونې ودوي.

هغې په دوام وويل، د دغه ډول ودونو لامل بېوزلي، د ليک لوست نشتوالی او زاړه دودونه دي.

په پايله کې نجونې د زده کړې له حق څخه بې برخې دي او زياتره د دې احساس کوي چې له کور څخه له تېښتې پرته بله چاره نه لري. کله ناکله نجونې او زړې مېرمنې ځانوژنه کوي. له وخت څخه دمخه او د پرله پسې اميندوارۍ پېچلتيا هم يوه جدي موضوع ده.

د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو قانون په ٢٠٠٩ کال کې د ولسشمر په فرمان نافذ شوی و، د جبري ودونو په گډون تاوتريخوالی، د کوچنيو او د دوو کورنيو تر منځ بدل يې منع کړی و. دا قانون د ٢٠١٣ کال د می په مياشت کې پارلمان رد کړ او تر اوسه بې اغېزې پاتې دی.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د کوچنيانو د حقونو مشرې، حسينې رستاقي وويل، سره له دې چې دوی د دغه موضوع په اړه خلکو ته معلومات ورکړي، خو د هغې په وړاندې گام پورته کول د حکومت دنده ده.   

نوموړې په دوام وويل: «د جبري او له سن څخه د تيټ عمر ودونو مخنيوي د حکومت مسؤوليت دی. موږ ورکشاپونه جوړ کړي او هڅه مو کړې [په دې اړه] د يو شمېر کليوالو د پوهې کچه لوړه کړو.»

د افغانستان د ښځو او ماشومانو لپاره د بشري مرستو رسولو په نامه يوې ناحکومتي موسسې (HAWCA) کارکوونکې، منېژې مخلص وويل، چارواکو ته پکار ده هره هغه څوک چې په دغسې موضوعگانو کې ښکېل وي يوه بېلگه کړي.  

هغې وويل: «د نجونو د پلرونو، ديني عالمانو او دوو شاهدانو په گډون بايد له ټولو هغو خلکو څخه د حکومت له خوا څېړنې او پلټنې وشي چې په جبري او له سن نه د ټيټ عمر په ودونو کې ښکېل دي.»

هغې په دوام وويل: «له هغو خلکو څخه څېړنه او تحقيق به نور خلک وډاروي چې په جبري او له سن نه په ټيټو ودونو کې ښکېل دي. دا کار به د نورو خلکو لپاره يو عبرت شي. په دغه لار کېدای شي د داسې ودونو مخه ونيول شي.»

د گوتو په شمېر قضيو کې ښځې د واده د پای ته رسولو خطر ته په داسې يوه هېواد کې تن ږدي چې د ښځو له خوا د طلاق اخيستل پکې د يو ستر شرم خبره گڼل کيږي.  

شل کلنه شريفه د بلخ ولايت د شور تيپې د ولسوالۍ د بازار مرکز اوسيدونکې ده. د هغې پلار تنگي بردي هغه د درېمې ښځې په توگه د غاليو يو سوداگر، تاج الدين ته په نکاح کړې وه. تنگي بردي آی ډبليو پي آر ته وويل: «ما خپل لور د لسو زرو ډالرو په بدل کې ځکه وپلورله چې په بلخ کې ټول پلرونه له خپلو زومانو څخه پيسې اخلي.»

شريفي آی ډبليو پي آر ته وويل: «له هماغه شېبې څخه چې مې د خپل مېړه په کور کې پښه کېښوده، ميړه مې په ځورولو او شکنجه کولو پيل وکړ.» نوموړې زياته کړه، وضع تر دې بريده له زغم څخه وتلې ده، هغه دې ته چمتو ده د مېړه د کور د پرېښود له امله د ټولنيزو پايلو خطر پر غاړه واخلي.

 هغې وويل: «زه محکمې ته ولاړم او له خپل مېړه څخه مې طلاق واخيست.»

له تاج الدين څخه وپوښتل شول چې ولې يې له شريفې سره ناوړه چلن کاوه، تاج الدين په ځواب کې وويل: «له شريفې پرته زه دوې نورې مېرمنې لرم. کله چې پر يوې ښځې په غوسه کېږم، نو درې واړه وهم، ترڅو مې له ټولو هغو سره يو شان چلن کړی وي.»