د کابل ښار د سړک د سر کوچنيان د تفريح وخت نه لري

لسگونه زره کوچنيان د دې پر ځای چې ښوونځي ته لاړ شي، د سړک پر سر دروېزه گري کوي يا ارزان بيه توکي پلوري.

د کابل ښار د سړک د سر کوچنيان د تفريح وخت نه لري

لسگونه زره کوچنيان د دې پر ځای چې ښوونځي ته لاړ شي، د سړک پر سر دروېزه گري کوي يا ارزان بيه توکي پلوري.

Kids collect garbage on the streets of Kabul to help their families. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)
Kids collect garbage on the streets of Kabul to help their families. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)

اته کلن سهراب خپلې ورځې د کابل ښار په کوڅو کې د خځلو په لټولو کې تېروي.

هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: «زه د پيپسي [تشې] قطۍ ټولوم او بيا يې پر هغو هټيوالو پلورم چې دا راز زاړه شيان اخلي. زه دومره لږې پيسې تر لاسه کوم، چې په ډېره سخته پرې شپه تېروو.»

سهراب د لسگونو زره کوچنيانو له ډلې څخه يو دی چې د افغانستان په پلازمېنې کې پر دغو شيانو خپل ژوند تېروي.

سره له دې چې د ٢٠٠١ کال راهيسې د عمومي زده کړو پيل د افغانستان د سترو لاسته راوړنو څخه گڼل کيږي، خو د هېواد په ښارونو او بازارونو کې د توکو ټولوونکو او خيرات غوښتونکو کوچنيانو موجوديت يوه اشنا خبره ده.

هغوی ټول يتيمان نه دي. گڼ شمېر يې د کورنيو له خوا، چې د عايد بله لار نه لري،  د يو څو افغانيو د لاسته راوړلو په موخه لېږل کيږي.

اته کلن فرزاد وويل: «پلار مې وزگار دی، مشر ورور مې معلول دی. زه د کورنۍ يوازنی غړی يم چې کار کوم او پيسې لاسته راوړم. له دې امله مجبور يم ښوونځي ته د تگ پر ځای کار وکړم.»

افغنستان د ملگرو ملتونو د کوچنيانو د حقونو لوظنامه لاسليک کړې او د کوچنيانو د حمايت قانون خپل لري، خو شنونکي وايي، له دغې لوظنامې او قانون څخه په سم ډول گټه نه اخيستل کيږي.

د يوولس کلنۍ له عمر څخه د ټيټو کوچنيانو لپاره هر راز کار د قانون خلاف دی. تر اتلس کلنۍ پورې بايد په اوونۍ کې له ٣٥ ساعتونو څخه پر زيات کار ونه گومارل شي.

دا مقررات په څرگند ډول نافذ نه دی. عبدالله د گڼ شمېر کوچنيانو له ډلې څخه دی چې له ښوونځې څخه وتلی او د کابل په لارو کوڅو کې خوراکي توکي پلوري.

هغه وويل: «زه ديارلس کلن يم، ښوونځي ته نه ځم. غواړم زده کړه وکړم، خو نه يې شم. په پتنوس کې شيان پلورم او ٢٠٠ – ٣٠٠ افغانۍ د ورځې لاس ته راوړم.»

د ملگرو ملتونو لپاره د ماشومانو د ادارې (UNICEF) د اټکل له مخې يوازې د کابل ښار په لارو او کوڅو کې شپېته زره کوچنيان په کار بوخت دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د کوچنيانو د حقونو ملي همغږې کوونکي، نجيب الله ځدراڼ وويل: «کېدای شي دا شمېره اوس سلو زرو ته ختلې وي. په ميليونونه کوچنيان د هېواد په گوډ گوډ کې د ځبېښاک او ناوړه کار اخيستنې له خطر سره مخ دي.»

د کار او ټولنيزو چارو د وزارت وياند، فتاح احمدزي وويل، د حکومت د ٢٠١٤ کال د وروستيو معلوماتو له مخې د هېواد نفوس ٢٩ ميليونو ته رسېدلی دی. د دغه جملې څخه څوارلس ميليونه او پنځه سوه زره يې کوچنيان دي.

د پوهنې د وزارت سلاکار، گل اغا احمدي د دې پخلی وکړ چې اوس شاوخوا نهه نيم ميليونه کوچنيان په ښوونځيو کې شامل دي. 

هغه وويل: «د ٢٠٠١ کال راورسته [او د طالبانو تر سقوط دمخه]  يوازې يو ميليون کوچنيان له موږ سره ثبت وو. هغه هم ټول هلکان وو، [ځکه] نجونې په سيستماتيک ډول له زده کړې څخه بې برخې وې. اوس دا شمېره نهه نيم ميليونو ته ختلې ده، چې ٤٠ سلنه يې نجونې دي.»

احمدزي ومنله چې اوس هم په ميليونونه کوچنيان له خطر سره مخ دي. لږ تر لږه دوه ميليونه کوچنيان د حکومت له سترگو پټ دي.

هغه وويل، يو شمېر پروگرامونه يې تر لاس لاندې نيولي، تر څو له هغو کوچنيانو سره مرسته وکړو چې وپوهيږو له خطر سره مخامخ وي.

هغه وويل: «زموږ په اوږدمهاله پروگرامونو کې د بېکوره کوچنيانو پيدا کول شامل دي او د زده کړې او روزنې لپاره يې دارالايتام ته لېږو. په لنډمهاله پروگرامونو کې هغه کوچنيان شامل دي چې په کور کې اوسيږي. موږ يې له خپلوانو اړيکې نيسو او مادي مرسته ورسره کوو. موږ د نورو موسسو په مرسته اوږد مهاله او لنډ مهاله پورونه چمتو کړي، ترڅو هغوی پرې خپلې ستونزې هوارې کړي او خپل اولادونه پر سړکونو باندې کار ته ونه لېږي.»

«دا بېخي ناشونې خبره ده چې د [سړک د غاړې د ماشومانو] ستونزې په بشپړ ډول هوارې کړو، خو زيار باسو چې لږ تر لږه يې کچه راټيټه کړو. له نېکه مرغه د دغه ستونزې د مخنيوي لپاره حکومتي بودجه له هغې سره مرسته کولای شي.»

له ماليې وزارت سره د مرکې لپاره د آی ډبليو پي آر له څو ځلو غوښتنو سره سره، چې په دې اړه د راتلونکي کال د بودجې په اړه معلومات راکړي، له خبرو کولو ډډه وکړه. 

د دغه حالت لرونکي کوچنيان د قاچاق، جنسي تېري او همدارنگه د بريدونو د سرته رسولو لپاره د مخالفانو د جلبولو له جدي خطر سره هم مخ دي.

د کورنيو چارو د وزارت وياند، صديق صديقي وويل، د سړک د غاړې کوچنيان د تاوتريخوالي له پرله پسې گواښ سره مخ دي.

هغه وويل: «هره ورځ خبرونه تر لاسه کيږي چې ماشومان تښتول شوي، قاچاق شوي او جنسي تېری پرې شوی.» هغه زياته کړه، امنيتي ادارو تر شک لاندې يو شمېر لويان نيولي چې له کوچنيانو گټه پورته کوي.

نوموړي زياته کړه، د دغو ماشومانو د بيارغاونې لپاره يو بريد موجود دی.

هغه وويل: «موږ د پوليسو يوه اداره لرو چې دغه راز کوجنيانو سره سروکار لري. هغوی پوره کار نه دی کړی. موږ له بېلابېلو ادارو سره گډه همکاري کوو، په کورونو کې مو شامل کړي او پام پرې کوو. هلته ورته روزنه ورکول کيږي او مالي مرسته ورسره سرته رسيږي.»

زيات شمېر افغاني او نړيوالې موسسې هم په دې برخه کې کار کوي او کوچنيان له سړکونو څخه راټولوي. د آشيانې د موسسې بنسټ ايښودونکي، محمد يوسف وويل، هغوی له سلو زرو کوچنيانو سره مرسيته کړې چې خپلې زده کړې بشپړې کړي. يو شمېر يې آن پوهنتون ته ځي. 

صديقي ومنله چې يوازې د گوتو په شمېر موسسې موجودې دي، ترڅو ټول کوچنيانو د اوسيدو ځايونه ومومي.

د کار او ټولنيزو چارو د وزارت د وينا له مخې حکومت د بېوزلو ماشومانو لپاره د هېواد په کچه د پاملرنې ٤٢ کورنه او روزنځايونه جوړ کړي دي. نور ٤٥ کورونه شخصي خيريه او نورو موسسو جوړ کړي دي.

کارپوهان له دې څخه ډاريږي چې د بېکوره او بېوزله ماشومانو نسل به پر ټولې افغاني ټولنې اوږدمهاله اغېز ولري.  

د ارواپوهنې استاد، فواد فرزاد وويل، د دغه ډول ماشومتوب اغېز بايد له پامه ونه غورځول شي.

ځوانان له خپل شاوخوا چاپېريال څخه زده کړه کوي.

هغه وويل: «هغه مهال چې يو کوچنی د سړک پر غاړه ژوند کوي او له بدو او ناوړ اشخاصو سره سروکار لري، له شک پرته له هغوی زده کړه کوي. که چېرته د هغوی لومړنۍ زده کړې په داسې ډول پيل شي، بيا يې هيڅ شی بدلولوای نشي.

Frontline Updates
Support local journalists