د ښځو د ليک لوست زده کړه د افغانستان په لويديځ کې پرمخ روانه ده

ښځو ته د ليک لوست د زده کړې کورسونه د ښځودپوهې دلوړولو برسيره دهغوي په وړاندې تا وتريخوالي هم کموي

د ښځو د ليک لوست زده کړه د افغانستان په لويديځ کې پرمخ روانه ده

ښځو ته د ليک لوست د زده کړې کورسونه د ښځودپوهې دلوړولو برسيره دهغوي په وړاندې تا وتريخوالي هم کموي

Teacher training in Herat. (Photo: US Air Force TSgt Laura K. Smith/ISAF media)
Teacher training in Herat. (Photo: US Air Force TSgt Laura K. Smith/ISAF media)

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، جليل محمدي ليکنه

نذيره هغې کتابچې ته، چې د ملګرو ملتونو نښان ورباندې ښکاري، په وياړ ګوري  او هغه څوکلمې ښيي چې په سره رنګ ليکل شوي دي. 

نذيرې شپږ مياشتې دمخه نه ليکل کولای شول او نه لوستل، خو اوس دا اووه ويشت کلنه مېرمن د افغانستان په  لويديځ ولايت، هرات کې د خپلو دوو اولادونو، پلار او  مېړه  نومونه ليکلای شي.

د هغې د ليک لوست وړتيا ښايي ابتدايي وي، خو يو فارسي شعر په ډاډ لوستلای شي، چې وايي: «توانا بود هرکه دانا بود»  

د ښځو  له زده کړېسره مخالفت د افغانستان په کليوالي سيمو کې زيات دی، خو د  تېرې لسيزې په بهير کې په دې لويديځ ولايت کې د پام وړ ښه والی راغلی دی.

د کورسونو د څارنې لپاره د پوهنې وزارت چارواکي، عبدالنصير مودودي د وينا له مخې د هرات په ولسواليو او کلو کې د ليک لوست د زده کړې ۶۶۰ کورسونه شته، چې ۵۵۸ يې د نذيرې په څېر د ښځو  کورسونه دي.  

ولايتي چارواکي هيله من دي چې ددې کورسونوله لارې به ښځې په ټولنه کې خپل رول په بشپړ ډول ولوبولای شي او د کورني تاوتريخوالي له منځه وړلو سره به مرسته وکړای شي. 

په هر يوه کورس کې له  شلو څخه تر دېرشو تنو پورې زده کړه کوي. نسيمې حسيني د کرخ په ولسوالۍ کې پروسږکال ۲۱ تنو زده کوونکو ته تدريس کاوه.  

هغې آی ډبليو پي آر ته وويل: «د خپلې ټولنې نالوستو مېرمنو ته دخدمت له لارې له خپلې کورنۍ سره د معاش د اخيستلو له لارې هم مرسته کوم. ددې کورسونو له امله د افغان مېرمنو په حالت کې بدلونونه رامنځته شوي دي.»

په کورسونو کې شاملې مېرمنې وايي دا کورسونه هغوی ډېرې پياوړې کوي. ټول افغان مېړونه خپلو ښځو ته د کار او زده کړې اجازه نه ورکوي. حسينه د خپل ميړه، سيد نصرالدين نيکنام  د ملاتړ له امله  مننه کوي.   

نېکنام د ولسوالۍ د ليک لوست د کورسونو څارنه کوي او د خپلې مېرمنې په مرستې وياړي. د هغې د کار له امله د هغوی کورني ژوند هم بدلون موندلی دی.

نېکنام وويل: «کله چې زما مېرمن په تدريس بوخته وي، زه د کور کارونه کوم. زما په اند د ښځو د زده کړې په اړه کومه ستونزه نشته.»

 زياتره کورسونه هرات ښار ته د څېرمه ولسواليو انجيل، زنده جان او  کرخ  کې دي. مودودي وويل اسلامي عالمان او رسنۍ د ښځو د ليک لوست د زده کړې په کمپاين کې مرسته کوي.

نوموړي کورسونه د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د صندوق، يونيسيف په مرسته جوړ شوي، په داسې حال کې چې د خوړو نړيواله موسسه د کورسونو برخوالو ته د هڅونې په موخه خوراکی توکی چمتو کوي.  په کرخ کې د ليک لوست د زده کړې د يو کورس کارکوونکي، مکرم وويل، هر زده کوونکي ته هره مياشت کورس ته د حاضرېدو په صورت کې د ۲۵ کيلوګرامه غنم او درې ليتره د پخلی غوړي  ورکول کيږي.

مکرم وويل: «موږ او نورې موسسې دلته دوې موخې لرو: لومړی، له اړو کورنيو سره مرسته او دويم، هغوی ته د ليک لوست ور زده کول.» 

خوراکي توکي کورس ته د يو شمېر زده کوونکو د راتګ لپاره ډېر مهم بلل کيږي.  

د کرخ د ولسوالۍ د يوه کورس ګډون کوونکې، ۴۰ کلنې ماه ګل  وويل: «کله چې کور ته  غنم او د پخلي تېل يوسم اومېړه مې وګوري، نو ډېر خوشحاليږي.  که د خوراکي توکو د ورکړې خبره نه وای، نو زياترو مېړونو به خپلې مېرمنې کورسونو ته نه وای پرېښې.» 

د خوراکي توکو له ورکړې سره سره په هرات کې زيات شمېر نارينه شته چې د ښځو د زده کړې په اړه زړه نازړه دي.  

د ګذرې ولسوالۍ ۴۰ کلنه ګلثوم غواړي ليک لوست زده کړي، خو مېړه يې، محمد نبي هغه نه پريږدي.

هغه په دې اند دی چې ښځې بايد د کور دننه وي او د کور کارونه سرته ورسوي.  نارينه بايد خپلو مېرمنو ته اجازه ورنه کړي چې له کوره بهر لاړې شي.

هغه وويل: «زه نالوستی يم. په ژوند کې کومه ستونزه نه لرم.  مېرمنې ته به مې د ليک لوست زده کړه څه ګټه ورسوي؟» 

يو شمېر عالمان د داسې عقايدو ننګه کوي. 

د ګذرې ولسوالۍ د يوه ديني عالم، مولوي محمد اسمعيل د وينا له مخې «په اسلام کې داسې څه نشته چې ووايي زده کړه د ښځو لپاره اړينه ده.» 

د پوهنې وزارت چارواکی، مودودي، چې د هرات پوهنتون د شرعياتو له پوهنځي څخه فارغ شوی دا وينا نه مني، وايي کله چې اسلام د علم د اهميت په اړه بحث کوي، نه د نارينه نوم اخلي او نه د ښځو. وايي علم پر دواړو لازم دی.

د انجيل د ولسوالۍ د غيلوان د کلي دښځو د شورا مشره، خلکو ته  په ټينګه وايي د هغو ملايانو په خبرو پسې ونه ګرځي چې د ښځو له زده کړې سره مخالف دي.

هغې وويل: «دا هغه حق دی چې اسلام موږ ته راکړی دی. زده کړه د هر انسان حق دی.»  

درې څلويښت کلنې شګوفې په يو څه کړاو وکړای شول، خپل مېړه وهڅوي چې هغې ته د زده کړې اجازه ورکړي.

هغې وويل: «د ليک لوست کورسونو ته حاضرېدل ماته ډېر اهميت لري. له دې امله مې د اجازې د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې وکړې.»

Women
Frontline Updates
Support local journalists