د ځوانانو مناظره: نوې څارنيزه رسنۍ د څه لپاره؟

د ځوانانو مناظره: نوې څارنيزه رسنۍ د څه لپاره؟

په افغانستان کې د عنايت الله عمري ليکنه

په کابل کې د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې محصلانو او ويناوالو د يو نوي تاسيس شوي کميسون تړاو تر پوښتنې لاندې ونيو چې غواړي د افغاني رسنيو له خوا د ټاکنو پوښښ وڅاري.

د ټاکنو خپلواک کميسون په دې وروستيو وختونو کې يوه اداره جوړه کړې چې د اپرېل د پنځمې نېټې د ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو د ټاکنو په اړه د تلويزيون، راديو او چاپي رسنيو ناپلويتوب تر څارنې لاندې ونيسي.

د رسنيو د نوي کميسون مشرې، فريدې نېکزاد وويل، دا کميسون به د ټاکنو د کمپاين په بهير کې له اصولو څخه سرغړونه وڅاري او همدارنگه به د رسنيو په اړه د خلکو شکايتونه وڅېړي. 

د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې، نی وياند، محمد قاسم رحماني ادعا وکړه چې کميسون څرگندې نيمگړتياوې لري. هغه وويل، په ځانگړي ډول دا کميسون پخې قانوني تجربې نه لري چې وکړای شي خپلې مقررې تسويد کړي.  

رحماني وويل: "له شک پرته د رسنيو په کميسون کې مسلکي کارکوونکي شته، خو په خپلې نوې جوړې کړې مقررې کې قانوني نېمگړتياوې هم لري."

هغه وويل، د افغانستان د رسنيو د قانون د ٤٢ مادې له مخې د رسنيو د سرغړونو څېړلو ته لا له وړاندې يوه اداره رامنځته شوې چې د رسنيو د سرغړونو د څېړلو د کميسون په نامه ياديږي. دې کار د نوي کميسون رول زيات کړی دی. 

نوموړي زياته کړه: "ښه به دا وای چې د رسنيو په کميسون کې د مسلکي کارکوونکو تر څنگ حقوقي ماهران هم موجود وای."

د ای ډبليو پي آر مناظره د فبرورۍ په ٢٧ په کابل کې د ابن سينا د لوړو زده کړو په موسسه کې جوړه شوې وه. د مناظرې چلوونکی، د ژورناليزم استاد، حامد عبيدي و او د کابل پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي استاد، عزيز احمد فانوس د ويناوالو په ډله کې و. 

نيکزاد اورېدونکو ته د ټاکنو د خپلواک کميسون د رسنيو د کميسون رول بيان کړ او ويې ويل چې دا کميسون خپل حقوقي ماهران نه لري. خو ويې ويل، د ټاکنو د خپلواک کميسون حقوقپوهان کولای شي د دې کميسون کارکوونکو ته سلا مشورې ورکړي. 

هغې وويل: "د ټاکنو د خپلواک کميسون اړوند د رسنيو کميسون يوازنۍ موخه د دې ډاډ ترلاسه کول دي چې رسنۍ د ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو لپاره د نوماندانو په اړه بې پرې اوعادلانه رپوټ ورکوي.که موږ وگورو چې کومه رسنۍ زموږ په اند د ټاکنو په اړوند له متوازن رپوټ ورکولو څخه سرغړونه وکړي، نو لومړی به ورته خبرتيا ورکړو او که ونشوه، بيا به اخطار ورکړو. درېم ځل به پرې نغدي جريمه ولگوو او په پای کې به د نوموړې ادارې د فعاليت اجازه ليک لغوه کړو."

هغې زياته کړه: "موږ لا له وړاندې د خپلو مقررو په جوړولو کې له حقوقي ماهرانو سره سلا مشورې کړي. موږ کومه ستونزه نه لرو."

د گډون کوونکو په ډلې کې د سيد بصير سادات په نامه يو اورېدونکي له ويناوالو وپوښتل، ولې پر [يو شمېر] رسنيو، چې له ټاکلو سياسي گوندونو سره تړاو لري، بنديز نه دی لگېدلی. 

نېکزاد په ځواب کې وويل: "موږ نشو کولای له سياست سره د تړاو لرونکو رسنيو د تړلو لارښوونه وکړو. خو که دا رسنۍ کومه سرغړونه وکړي، د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د هغوی اجازه ليک لغوه کولای شي."

عنايت الله عمري د ابن سينا د لوړو زده کړو د انستيتوت محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists