د ځوانانو مناظره: سيمه ييزې رسنۍ د ټاکنو ننگونو ته چمتو دي

د ځوانانو مناظره: سيمه ييزې رسنۍ د ټاکنو ننگونو ته چمتو دي

په افغانستان کې د عنايت الله نظري ليکنه

د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې واورېدل شول، د افغانستان رسنيو پنځه کاله دمخه د ولسمشرۍ لپاره له وروستيو ټاکنو راوروسته ښه پرمختگ کړی او په دې کې هيڅ شک نشته چې راتلونکې ټاکنې به هم په اغېزمن ډول تر پوښښ لاندې راولي. 

په پلازمېنې کابل کې يوه ورځپاڼه ليکونکي مشر ژورناليست، رحيم الله سمندر د باختر پوهنتون د محصلانو يوې غونډې ته وويل، په هېواد کې د رپوټ ورکولو کيفيت ښه شوی، تلويزيوني کانالونه او راديوي ستيشنونه اوس داسې يوې کچې ته رسيدلي چې دمخه په ٢٠٠٩ کال کې نه تر سترگو کېدل.

سمندر د دسمبر په ٢١ د محصلانو يوې غونډې ته وويل: "موږ په مخکنيو ټاکنو کې پوره تجربه نه درلوده، خو اوس زموږ د رسنيو شبکو مسلکي پخوالی ترلاسه کړی. که چېرته مو د ژورنالېزم پر اصولو سترگې پټې نه کړو، نو راتلونکو ټاکنو ته ډېر خوشبين يم."

د ټاکنو د خپلواک کميسون وياند، نور محمد نور هم د سمندر د نظر پخلی وکړ او ويې ويل، د ټاکنو خپلواک کميسون له ژورناليستانو سره بشپړه همکاري کوي، ترڅو د دې ډاډ ترلاسه شي چې هغوی له خنډ پرته په ازاد ډول کار وکړای شي.

د افغانستان د ژورناليستانو د ملي اتحاديې وياند، سيد محمد رضواني وويل، رسنۍ کولای شي له ټاکنو دمخه د خلکو د معلومات کچه په سم ډول لوړه کړي او د رايې ورکولو په ورځ د څارونکي په توگه کار وکړي.

هغه وويل، ژورنالستان د وياړ ځای لري او لکه د سياستوالو په څېر بايد محتاط اوسي چې د خپل اغېز په ناسمې کارونې "ټاکنيز بهير گډوډ"نه کړي.

هغه وويل: "نن رسنۍ د نړۍ گرچاپېره دومره غښتلې دي چې کولای شي رښتينی بدلون راولي. دا رسنۍ دي چې خلک د رايې ورکولو صندوقونه ته بيايي."

د کابل پوهنتون د ژورنالېزم د پوهنځي يو استاد، حامد عبيدي، چې د غونډې د چلوونکي دنده يې درلوده، د مناظرې له وينا والو وپوښتل، ايا هغوی په دې عقيده دي، ژورنالستان د دې پرځای چې د خپلو اصولو له مخې کار وکړي، تر هر څه دمخه د نوماندانو قوميت ته پام اړوي؟   

نورمحمد نور دې ټکې ته گوته ونيوه، د ټاکنو د رسنيو کميسون له رسنيو غوښتنه کوي "هڅه دې وکړي چې د ټولو نوماندانو د نظر د خپرولو لپاره يوشان شرايط چمتو کړي."د رسنيزو شبکو له خوا د ټاکنو له قانون څخه سرغړونې ته په جدي سترگه کتل کيږي.

هغه زياته کړه، ژورنالستان کولای شي له خپلې خوښې سره سم د رايې ورکولو له هر مرکز څخه خپل رپوټونه چمتو کړي. د ټاکنو خپلواک کميسون د ازادو او عادلانه ټاکنو د ودې په موخه د هېواد په گوټ گوټ کې له شلو څخه د زياتو رسنيزو شبکو مبارزاتي اعلانونه پلي کوي.   

هغه وويل: "که چېرته کومه رسنۍ  د ټاکنو د خپلواک کميسون له چوکاټ څخه سرغړونه وکړي، نو کميسون به يې تعقيب کړي او نغدي جريمې په گډون به ورته سزا ورکړي."

عنايت الله نظري د کابل پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists