د ځوانانو مناظره: د رايپاڼو کمښت، ستره اشتباه

د ځوانانو مناظره: د رايپاڼو کمښت، ستره اشتباه

په افغانستان کې د محمد عارف انوري ليکنه

د بلخ شمالي ولايت د يو پوهنتون استاد د اپرېل د پنځمې نېټې په ټاکنو کې د رايپاڼو د کمېدو له امله  د ټاکنو پر چارواکو نيوکې وکړې

نوراغا شريفي د می د مياشتې په ١٤ نېټه د آی ډبليو پي آر د مناظرې گډون کوونکو ته وويل، زرگونو خلکو ساعتونه ساعتونه په اوږدو ليکو کې د ځاني خطر په منلو د رايې ورکولو د مرکزونو مخې ته تېر کړل، خو په پای کې يې ونشو کړای رايې ورکړي.

هغه وويل، دا ستره ادارې اشتباه د هغوی په وړاندې د طالبانو له عمل سره انډول وه، ځکه د هغو موخه هم د افغانانو د رايې ورکولو مخنيوی و.

شريفي وپوښتل: "د طالبانو د غوښتنو او د ټاکنو د خپلواک کميسون د دې کړنو تر منځ څه توپير دی، چې ويې نه کړای شول خلکو ته د رايې ورکولو پاڼې ورسوي؟ زما په اند هيڅ توپير نه لري. طالبانو نه غوښتل چې خلک دې په ټاکنو گډون وکړي او کميسون ونشو کړای رايه ورکوونکو ته د رايو ورکولو پوره پاڼې چمتو کړي او خلک يې له رايې ورکولو څخه بې برخې کړل. زه د دې دوو کړنو د پايلو تر منځ کوم توپير نه گورم."

د طالبانو مشران گوته څنډي چې که چا، د جون د مياشتې په ١٤، په دويم پړاو ټاکنو کې گډون وکړ، نو غچ به ترې واخيستل شي.

د آی ډبليو پي آر مناظره په بلخ پوهنتون کې جوړه شوې وه او له اتياوو څخه زياتو محصلانو پکې گډون کړی وو. په مناظرې کې پر شريفي سربېره د بلخ ولايت د ټاکنو د خپلواک کميسون د ولايتي څانگې د عملياتو مرستيال، اجمل احدي هم گډون کړی و.

د احمد حامد عابدي په نامه يوه محصل وپوښتل، د ټاکنو چارواکو ولې د هغو خلکو نومونه په ډاگ نه کړل چې د ټاکنو د لومړي پړاو په درغليو کې يې لاس درلود.

نوموړي د ټاکنو پر خپلواک کميسون غږ وکړ چې د رايې ورکولو تر شک لاندې کړنې په ډېر شفاف ډول يو ځل بيا تر غور لاندې ونيسي.

هغه د مناظرې گډون کوونکو ته وويل: "د ټاکنو لومړی پړاو اوس تېر شوی دی. هيله لرم هغوی [د ټاکنو خپلواک کميسون او د شکايتونو د اورېدلو خپلواک کميسون] به په درغليو کې د ښکېلو افرادو نومونه رسنيو ته ورکړي. موږ دا کافي نه بولو چې د گوتو په شمېر خلکو په خاطر دې د رايو ورکولو بکسونه [له شمېر بهر شي.] موږ بايد هغه خلک وپېژنو چې د بلخ په ولايت کې يې درغلي کړي او زموږ له برخليک سره لوبي کوي."

محمد عارف انوري د بلخ پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists