د ځوانانو مناظره: د اغېزمن ټاکنيز څارغږ

د ځوانانو مناظره: د اغېزمن ټاکنيز څارغږ

په افغانستان کې د رحيم گل نايل ليکنه

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د ټولنې (FEFA) د وينا له مخې د راتلونکي اپريل په ټاکنو به په خوست ولايت کې اووه سوه تنه وگومارل شي چې د ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو د ټاکنو څار وکړي.

په خوست کې د FEFAوياند، جمعه گل همدرد د دسمبر د مياشتې په ١٩ د آی ډبليو پي آر په ملاتړ د سلو تنو محصلانو په گډون يوې جوړې شوې مناظرې ته وويل، "د هغه موسسه دې ته ژمنه ده چې د ټاکنيزې درغلۍ مخه ونيسي. په دې ولايت کې يې د د رايو ورکولو لپاره د نوم له ليکلو سره په تړاو کې يو شمېر موضوعگانو په بري سره هوارې کړي دي."      

همدرد وويل، د اپرېل ټاکنو ته په پام کې له سرته رسول شوو هڅو څخه راضي دی، سره له دې چې د نوموړي ولايت له ديارلسو ولسواليو څخه د اوو ولسواليو لپاره پلانونه تر لاس لاندې نيول شوي دي.

هغه وروسته له دې، چې په غونډې کې يو شمېر محصلانو د FEFAد بې پريتوب په اړه شک څرگند کړ، وويل، "موږ اغېزمن څار ته ژمن يو. يو څه ستونزې وې، موږ يې په اړه FEFA  ته پر خپل وخت خبر ورکړ. نوموړې ستونزې زموږ له اقدام وروسته هوارې شوې."

رحيم گل نايل په خوست ولايت کې د پوهنتون محصل دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ –د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists